د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

خرلاڅي کې د طالب او پاکستاني چارواکو ناسته؛ مذاکراتو پایله نه ده ورکړې


په سرحدي سیمو کې د نښتو له دوام سره سره پاکستاني اړخ او طالبانو خپل مذاکراتي پلاوي د خرلاڅي دروازې سره ناستې ته استولي وو.
په سرحدي سیمو کې د نښتو له دوام سره سره پاکستاني اړخ او طالبانو خپل مذاکراتي پلاوي د خرلاڅي دروازې سره ناستې ته استولي وو.

د طالبانو او پاکستاني عسکرو تر منځ د تازه سرحدي نښتو د درولو لپاره خبرې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

په سرحدي سیمو کې د نښتو له دوام سره سره دواړه لوریو خپل مذاکراتي پلاوي د خرلاڅي دروازې سره ناستې ته استولي وو.

د ازادي راډیو د معلوماتو له مخې ناستې ته د طالبانو د پکتیا والي او ځینې نور چارواکي ورغلي وو.

ځینې رسنیو له هغې ډلې طلوع نیوز او په خواله رسنیو یو شمېر خلکو دا هم ویلي چې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل مظلوم هم ډنډ پټان ته تللی.

لا نه ده تایید شوې چې په ناسته کې ملا فاضل هم حضور درلود که څنګه.

اخوا د پاکستان له لوري بیا په ناسته کې د کوهاټ کمېشنر محمود اسلم او ځینو نورو چارواکو ګډون کړی.

ازادي راډیو د دې ناستې ځینې نا تایید شوي عکسونه هم ترلاسه کړي دي.

سربېره پر دې د سیمې ځینو مشرانو هم د ناستې په اړه خپل معلومات شریک کړي.

له هغې ډلې د خرلاڅو/خرلچۍ یوه ځايي مشر سیدمبین حسین د ازادي راډيو مشال څانګې ته د خبرو د ناکامېدو په اړه وویل: "طویل مذاکرات وشول. له مذاکراتو وروسته هغوی «طالبان» چې څه ویل زموږ خلکو ته د منلو نه و. ځکه موږ مشروع غوښتنې درلودې ورته ویل مو چې زموږ په ځایونو کې مو سړک تېر کړی نو دا د سړک جوړول بند کړئ مه یې کاروئ. خو هغوی نه منله. هغوی «طالبان» ښه تیاري سره راغلي دي. نو ښايي جنګ دوام پیدا کړي."

د کُرمې ځايي خلک ادعا کوي چې سلګونه هکتاره ځمکه یې هغه وخت چې اغزن تار لګېده د افغانستان خوا ته پاتې شوې.

ازادي راډیو د دې ناستې ځینې نا تایید شوي عکسونه هم ترلاسه کړي دي.
ازادي راډیو د دې ناستې ځینې نا تایید شوي عکسونه هم ترلاسه کړي دي.

خو سید مبین حسین زیاته کړه چې طالبانو ورته ويلي له اغزن تار د افغانستان خوا ته پاتې شوې ځمکه د کورميوالو نه بلکې د هغوی ده.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ کال کې د هغه څه لپاره چې د امنیت ټینګښت یې یاد کړی پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار لګولو کار پیل کړ.

خو هغه مهال د افغانستان پخواني جمهوري حکومت او ځايي خلکو د اغزن تار لګول یو اړخیزاقدام باله او مخالفت یې کاوه.

د طالبانو دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو بېګا دوشنبه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وړمه شپه ازادي راډيو ته ویلي وو چې دواړو لوریو پلاوی ګمارلی او خبرې کوي.

د پاکستان پوځ هم په دې اړه رسماً څه نه دې ويلي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

خو د پاکستان د بشري منابعو د پراختیا او بهرمېشتو پاکستانیانو د چارو وزیر ساجدحسین طوري چې د کُرمې اصلي اوسېدونکی دی پرون خپل ټوېټر باندې طالبان د بریدونو په دوام تورن کړي او ټینګار یې کړی چې د بریدونو د سمدستي درولو تر څنګ باید د لانجو د هواري لپاره خبرې وشي.

د راپورونو له مخې نښتې درې ورځې مخکې هم لومړی د کُرمې د ځایي خلکو له خوا پيل شوې وې چې وروسته بیا د طالبانو ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو په یوه او بل درنې او سپکې وسلې وکارولې.

د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ او د پولې هاخوا د خیبرپښتونخوا د کُرمې اجنسۍ په سرحدي سیمو کې د دغو دوامداره نښتو له امله دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ډنډ پټان ځینو اوسېدونکو دوشنبې په ورځ د ازادي راډیو خبریال ته تایید کړې چې یو طالب او یو عام کس چې ډرېور و د پاکستان له لوري په ډزو سره وژل شوي او څو نور کسان ټپیان دي.

د کُرمې اجنسۍ امنیتي مسوولانو هم د ازادې اروپا مشال راډیو ته تایید کړې چې یو پاکستاني پوځي د طالبانو په بریدونو سره وژل شوی، ۸ نور پوځيان او څلور ملکیان ټپیان دي.

د تازه نښتو له پیله راهیسې د خرلاڅو دروازه چې د افغانستان جنوب ختیځ او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او تګ راتګ یوه اصلي لار ده تړل شوې.

د خرلاڅو د ښاروالۍ د شورا غړي سید اصغرحسین د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل: "ډېر زیات تاوان رسېدلی د سرحد د تړل کېدو په خاطر. مالونه ډېر زیات پراته دي. سکاره دي، ورېژې، وچه او تازه مېوه او ډېر نور شیان. نو دې نه به خلکو ته ډېر زیات تاوان ورسېږي."

په ډنډپټان او کُرمه کې نښتې داسې وخت روانې دي او له امله یې دروازه تړل شوې چې د سپين بولدک چمن لار تازه تر یوې اوونۍ تړل کېدو وروسته دوشنبه پرانېستل شوه.

هلته هم دروازه د یوه پاکستاني عسکر تر وژل کېدو وروسته تړل شوې وه.

XS
SM
MD
LG