د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

کابل ته د حنا رباني کهر سفر؛ پر ټولنيزو شبکو د افغانانو غبرګونه او تبصرې


حنا رباني کهر
حنا رباني کهر

حنا رباني کهر په ۲۰۱۲ کال کې هغه مهال چې په ۳۴ کلنۍ عمر کې د پاکستان د بهرنیو چارو لومړنۍ ښځینه وزیره وه د هندۍ ورځپاڼې انډیا ټوډي په یو راپور کې د نړۍ د لسو ښایسته سیاستوالو مېرمنو په سر کې شمېرل شوې وه.

مېرمن رباني کهر هغه مهال هم افغانستان ته رسمي سفرونه کړي و، خو دا دی لس کاله وروسته نوموړې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره ده او په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې هلته طالبان واکمن دي، هغه ډله چې په دفترونو کې یې د ښځو پر کار بندیز لګولی او د منځنیو ښوونځیو او لېسو زده‌کوونکې نجونې یې له تعلیمه محرومې کړې دي.

نن د مېرمن رباني کهر تصویرونه او ویډیوګانې په داسې حال کې چې د کابل په هوايي ډګر کې له الوتکې راکوزيږي او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره په غونډه کې ناسته ده او خبرې ورسره کوي پر ټولنیزو شبکو پراخ انعکاس درلود.

په دې کامنټونو کې یوه خبره ډېره زیاته تر سترګو کېدله، هغه دا چې ولې طالبان له پاکستانۍ ډیپلوماتې سره ګوري او خبرې ورسره کوي خو په افغانستان کې یې پر ښځو او نجونو محدودیتونه لګولي؟

افغانې ژورنالېستې شبنم خان دوران پر خپل ټویټر لیکلي دي چې، حنا رباني کهر د یوه هېواد په استازولۍ کابل ته راځي خو افغان نجونې پر کور کېنول شوي.

د ټویټر یو بل کاروونکي نجیب فرهادي په انګلیسي ژبه پوښتنه کړې چې حجاب چېرته دی.

رنګیزې نور د رباني کهر د سفر په اړه له یوه رسمي بیان سره پر ټویټر لیکلي چې، افغانانو له تاسو پوښتم، ولې طالب ته د پاکستان ښځې لوړپوړی هیئت شي، خو د افغان ښځو لپاره یې تعلیم حرام کړی دی.

ملایکې احمدزۍ پر ټویټر لیکلي، له ملایانو وپوښتئ چې له پاک ربه ډارېږي که له حناجانې؟ که ملا د رب د رضا لپاره پر نجونو تعلیم بند کړی ولې په خپله له حنا رباني کهر سره ګوري، لوڅ مخ، تورې زلفې نرۍ غاړه.

افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو له سرسختو پالیسیو سره هم‌نظره نه‌دی."

عبدالرحمان احمدزي پر خپل فېسبوک لیکلي چې پاکستان د حنا رباني کهر په مشرۍ له دې سفر سره نړۍ ته دا پیغام هم ورکوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو له سرسختو پالیسیو سره هم‌نظره نه‌دی.

د چګوارا په نوم د فیسبوک یوه کاروونکي غالبا په مستعار نامه لیکلي دي چې حنا رباني کهر نن کابل ته ځي او له هغه طالب سره خبرې کوي چې د ښځې د غږ اورېدل ګناه او تعلیم یې ناروا بولي.

د ټولنیزو شبکو فضا نن کابل ته په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت د وزیرې حنا رباني کهر د سفر په ورځ له دې ډول کنایو او تبصرو ډکه ده.

البته په متمدنه نړۍ کې د سیاستوالو او چارواکو په توګه نورو هېوادونو ته د ښځو سفرونه یوه عادي خبره ده خو په افغانستان کې د ښځو په اړه د طالبانو پالیسیو ته په پام دا موضوع حساسه شوې ده.

XS
SM
MD
LG