د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

کابل کې د پاکستان پر سفیر وسله‌واله حمله شوې ده


کابل کې د پاکستان سفارت ودانۍ
کابل کې د پاکستان سفارت ودانۍ

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، په کابل کې د دوی شارژادافیر عبید الرحمن نظاماني له یو هدفي برید روغ وتلی دی.

ښاغلي شریف نن په ټویټر کې لیکلي، د سفارت هغه ساتونکي ته د درناوي مراتب پر ځای کوي چې په دې پېښه کې د ډزو له کبله ټپي شوی او د سفیر ژوند یې ژغورلی دی.

د پاکستان صدراعظم د دې پېښې د بېړنۍ څېړنې او د عاملانو په وړاندې د اقدام غوښتنه کړې ده.

یو شمېر پاکستاني خبریالانو د طالبانو د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په کابل کې د پاکستان پر شارژدا فیر ډزې د پاکستان سفارت سره نژدې له یوې ودانۍ څخه شوي دي.

د انس ملک په نوم یو پاکستاني خبریال د طالبانو د لومړنیو څېړنو په حواله ویلي چې ډزې له یو نژدې ودانۍ شوې دي چې په وینا یې په کې د پاکستان د شارژدا فیر یو ساتونکی ټپي شوی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هک دغه حمله غندلې او زیاتوي چې د دوی په وینا هېڅکله به مغرضو کړیو ته اجازه ورنه‌کړي چې په کابل کې د ډیپلوماتيکو مأموريتونو امنيت وګواښي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي، امنیتي ادارې به دغه پېښه په جدي ډول وڅېړي، د عاملینو تر پېژندلو وروسته به قانوني جزا ورکړل شي.

د پاکستان پر سفارت د حملې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG