د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

یو شمېر افغانان د پاکستان د ویزو په اړه له ګڼو ستونزو او فساد شکایت کوي


په کابل کې د پاکستان سفارت
په کابل کې د پاکستان سفارت

د پاکستان د ویزو په برخه کې یو شمېر خلک له ګڼو ستونزو او فساد څخه شکایت کوي.

زرګونه افغانان د پاکستان د ویزو لپاره په اونیو او میاشتو انتظار باسي.

د دغو کسانو له ډلې ځینو له ازادي راډيو سره په خبرو کې شکایت وکړ چې له اوږده انتظار وروسته یې ویزې ردېږي.

وحدت الله خپلواک ازادي راډیو ته وویل د پاکستان سفارت خلک مجبوري چې ویزې په پیسو واخلي.

هغه وویل: "زه، مېرمن مې او پنځه مې اولادونه. ټول هغو سندونه او ثبوتونه چې ما سره و هغه مې ورلېږلي وو. نو د پنځو کسانو لپاره ویزې راکړې او د پاتې دوو نورو رد شوې. دا په څه معنی؟ بیا په دوو نفرو کې یې زما د یو کلن زوی او یوولس کلنې لور ویزې رد کړې وې."

خپلواک زیاتوي چې شپږ میاشتې یې د ویزو لپاره انتظار وایست.

د خیرګل صمیم په نوم یوه بل افغان هم ازادي راډيو ته وویل چې تر درې میاشتې ځنډ وروسته یې ویزه رد شوه.

صمیم وویل: "پوښتنه دا ده چې درې میاشتې ځنډ نه وروسته ولې رد شي؟ موږ چې کوم اسناد وو هغه مو ټول پوره کړي وو. ان مو دعوتنامه هم راغوښتې وه."

د پاکستان سفارت د اکټوبر په دولسمه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ګڼو خلکو ویزې ځکه ردېږي چې د کورنۍ د لیدو کټګوري انتخابوي.

د سفارت په خبره دا کټګوري یواځې هغو کسانو ته ده چې له پاکستانیانو سره یې ودونه کړي وي یا یې ماشومان د هغه ځای پاسپورټونه ولري.

په کابل کې د پاکستان سفارت مخته د ویزو متقاضیان. - August 22, 2021
په کابل کې د پاکستان سفارت مخته د ویزو متقاضیان. - August 22, 2021

خو د سفارت د خبرو په خلاف یوه افغان محصل اظهار صافي ازادي راډیو ته وویل چې فورمې یې سمې ډکې کړې وې مګر بیا هم سفارت ویزه ورنه کړه.

صافي زیاته کړه: "دوی چې کوم مشکل ویلی چې د زیاترو افغانانو غوښتنلیکونه په دې دلیل ردېږي چې دوی په پاکستان کې د خپلو کورنیو د لیدلو لپاره ورځي. دا سم نه دی ځکه ما خو د تحصیلي ویزې لپاره اپلای کړی وو یعنې ما خپل فورم کې ذکر کړي وو چې زه د ماسترۍ پاره ځم خو بیا هم ماته ویزه رانه کړل شوه."

د پاکستان د سفارت تر بیان لاندې چې په خپل فېسبوک پاڼه یې خپور کړی ګڼو کسانو د ویزو په برخه کې له لوی فساده شکایت کړی.

یو شمېر خلکو د پاکستان سفارت تورن کړی چې له هغو ایجنټانو یا کمېشنکارانو سره لاس لري چې په یوه ورځ کې په ډېرو لوړو پیسو ویزې اخلي.

سلمان ازادي راډیو ته وویل چې عام او بېوزلي خلک د پاکستان ویزې نه شي ترلاسه کولی.

نوموړی وايي: "عام غریب افغان دا ویزې نه شي ترلاسه کولی. هر هغه څوک چې شتمن وي کولای شي په ۱۲۰۰ ډالر ۱۵۰۰ ډالر ویزې ترلاسه کړي په یو یا درې ورځو کې."

د پاکستان سفارت شاوخوا یو کال مخکې د افغانانو لپاره د ویزو غوښتنلیکونه انلاین کړل چې ورسره د ګڼو خلکو ویزې وځنډېدې او دا پروسه چې واردمخه هم ډېره ورو او له ستونزو ډکه بلل کېده لا پسې لانجمنه شوه.

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت پوښتنه وکړه چې د دې ستونزې په تړاو یې څه اقدامات کړي، خو د دې راپور تر لیکلو پورې یې نظر ورنه کړ.

پاکستان ته که څه هم تېرو کلونو کې ګڼ افغانان د درملنې، زده کړو او کاروبار لپاره تلل خو د طالبانو په بیا واکمنېدو د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې تلونکي افغانان څو چنده زیات شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG