د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

نیویارک ټایمز: د پاکستان ویزې اخیستو لپاره ګڼه ګوڼه کې ښايي ۵۰ تنه مړه شوي وي


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې

ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو د افغانستان د پرون ورځې په دوو خونړیو پېښو لیکنې خپرې کړې دي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز د هغو زرګونه افغانانو د عکس ترڅنګ چې پاسپورټونه‌یې د ویزې د ترلاسه کولو لپاره پورته نیولي، لیکلي چې دوی په جلال‌اباد کې په لوبغالي کې د دې لپاره راټول شوي وو چې د پاکستان ویزه واخلي.

ورځپاڼه وايي چې اکثره افغانانو د دې لپاره د ویزې غوښتنه کوله چې د درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي.

په دې پېښه کې تر ۱۲ ډېرې ښځې ووژل شوې.

واشنګټن پوسټ، مېل او ګڼو نورو ورځپاڼو هم د جلال‌اباد پر پېښې لیکنې خپرې کړي او د ننګرهار ځینو چارواکو ورته ویلي چې په دې ګڼه ګوڼه کې ښايي ۵۰ تنه مړه شوي وي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر اساس په جلال‌اباد کې د پاکستان قونسلګري د ورځې د زر تنو د ویزو کار خلاصوي، خو په لوبغالي کې نږدې ۱۰ زره تنه راټول شوي وو.

په جلال‌اباد کې د پاکستان قونسلګري چې د افغانستان د ۴ ختیځو ولایتونو اوسېدونکو ته ویزې صادروي، له ۸ میاشتې ځنډ وروسته د ویزو ورکړه پیل کړې ده.

  • ډېفنس پوسټ

ډېفنس پوسټ ورځپاڼې بیا د تخار پېښې ته پام اړولی دی.

ورځپاڼې د تخار د چارواکو په قول ویلي چې امنیتي ځواکونه په بهارک ولسوالۍ کې په ګزمه وتلي وو چې طالبانو له یوه کوره پرې ناببره برید وکړ او تر ۳۰ ډېر امنیتي ځواکونه‌یې ووژل.

دې برید او په وروستیو کې د هلمند ولایت پر مرکز د طالبانو پراخو حملو وښوده چې د سولې د خبرو له پیل سره سره تشدد کم شوی نه‌دی.

ډېرو افغانانو هیله لرله چې د امریکا او طالبانو له موافقې وروسته به طالبان تاوتریخوالی کم کړي. په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو له خبرو وروسته دا هیله نوره هم ډېره شوه، خو عملاً د افغانانو دا هیله نه‌ده پوره شوې.

  • ډیجیټال ژورنال

د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه ډیجیټال ژورنال انترنټي خپرونې په یوه لیکنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر خپلې موافقې د درېدو پر سر بیاځلې خبرو ته اشاره کړې ده.

د دې ورځپاڼې له لیکنې سره سم، د طالبانو له لوري په هلمند کې د پراخې جګړې له پیلولو وروسته امریکايي الوتکو له یوې اوږدې مودې وروسته پر طالبانو بمباري وکړه.

طالبانو په جګړه کې د امریکايي الوتکو ګډون د موافقې سرغړونه وبلله او امریکا هم د طالبانو بریدونه د موافقې خلاف وبلل.

د خپرونې پر اساس، له طالبانو سره د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د امریکايي ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر په خبرو کې موافقه وشوه چې طالبان به حملې دروي او امریکايي پوځ به پرې بمباري نه‌کوي.

XS
SM
MD
LG