د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

کابل کې د پاکستان بورسونو ته د بریالي شویو افغان محصلانو اعتراض


ارشیف، کابل کې د پاکستان سفارت
ارشیف، کابل کې د پاکستان سفارت

په کابل کې د پاکستان سفارت په وړاندې د دغه هېواد بورسونو ته د بریالي شویو افغان محصلانو اعتراض.

د دغو محصلانو شمېر ۲۰ تنه دی، خو دوی ادعا کوي چې د ۱۵۰ هغو محصلینو په استازیتوب د دغه سفارت مخ ته راټول شوي چې په دې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو پوهنتونونو ته د علامه اقبال د ماسترۍ او دکتورا بورسونو ته کامیاب شوي، خو ویزه نه‌ورکول کېږي.

۲۵ کلنې رابعه خان د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لېندۍ ۰۱» ازادي راډیو ته وویل، شپه او ورځ‌یې هڅه وکړه چې په ازموینه کې ګډون وکړي او د نړیوالو اړیکو پوهنځي ته بریالۍ شوه، خو یوه نیمه میاشت کېږي چې د ویزې د نه‌ترلاسه کولو له امله نه‌شي کولای خپلو درسونو ته حاضره شي.

دا وايي: "د ۳۰ تر ۴۰ ورځو کېږي چې زموږ لېستونه اعلان شوي، خو سفارت موږ ته ویزه نه‌راکوي. زموږ درسونه پیل شوي، موږ له سفارته غواړو چې موږ ته دې ویزه راکړي. دا زموږ راتلونکې پورې اړه لري او زموږ د درسونو له پیله دوه میاشتې تېرېږي، خو موږ یوه ورځ هم په‌کې ګډون نه‌دی کړی. له دې پرته به موږ جدي اقدام وکړو، ځکه تحصیل زموږ اړتیا ده."

کابل کې د پاکستان سفارت
کابل کې د پاکستان سفارت

د دوشنبې په ورځ د پاکستان سفارت په وړاندې د شوي اعتراض بل ګډونوال ۲۸ کلن جهانزېب عیسی دی چې دا هم د نړیوالو اړیکو پوهنځي ته کامیاب شوی.

جهانزېب وایي، د پاکستان سفارت تر اوسه دوی ته د قناعت وړ ځواب نه‌دی ورکړی.

دی زیاتوي: "موږ د ویزې ستونزه لرو، مسؤلان موږ د پاکستان سفارت ته راجع کوي او ۲۰ ورځې کېږي چې سفارت هم موږ ته د رد ځواب راکوي. دا چې تر اوسه مو د قناعت وړ هېڅ ځواب ترلاسه نه‌کړ، نو نن مو اعتراض وکړ."

دغو محصلانو د اعتراض په پای کې یو پرېکړه‌لیک هم خپور کړ.

په دغه پرېکړه‌لیک کې ویل شوي چې ځیني محصلان خو ان یو کال کيږي چې د پاکستان په پوهنتونونو کې د شاملېدو انتظار باسي، خو برخلیک‌یې لا نه‌دی روښانه.

په پرېکړه‌لیک کې د پاکستان له حکومته د ویزې د ستونزې د حل او دغه‌شان د محصلانو د برخلیک د معلومولو غوښتنه شوې.

د پرېکړه‌لیک په یوه برخه کې د طالبانو له حکومته هم غوښتنه شوې چې د دوی د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اعتراض کوونکو د غوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارت چارواکو له پاکستاني چارواکو سره په خپله وروستۍ لیدنه کې له هغوی غوښتي چې افغان محصلینو ته دې سهولتونه برابر کړي او کېدای شي دا پروسه بشپړه شي. بهرنیو چارو او لوړو زده‌کړو وزارتونه هڅه کوي چې دا ستونزه حل کړي او ان‌شاءالله ډېر ژر به رسېدنه ورته وشي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په راتګ سره د درېیو میاشتو په تېرېدو لا هم په افغانستان کې د دولتي پوهنتونونو د محصلانو برخلیک روښانه نه‌دی.

وموغوښتل چې د اعتراض کوونکو محصلانو د غوښتنو په اړه د پاکستان د سفارت ځواب هم راواخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره مو ځواب ترلاسه نه‌کړ.

XS
SM
MD
LG