د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د خلکو ادعا: کابل کې د پاکستان پر ويزو محدوديت تور بازار کې د ويزو پلور ته لار خلاصه کړې


آرشیف - متقاضیان ویزا پاکستان در عقب سفارت این کشور در کابل
آرشیف - متقاضیان ویزا پاکستان در عقب سفارت این کشور در کابل

يو شمېر افغانان ادعا کوي، چې په کابل کې د پاکستان سفارت په سیاحتي او د ناروغۍ پر ویزو د محدویتونو د زیاتولو له امله، په تور بازار کې د ویزو پلور ته زمینه برابره کړې ده.

په افغانستان د پاکستان د ویزې ترلاسه کول، په دې وروستیو کې تر بل هر وخت سخت شوي دي.

یو شمېرغوښتونکي یې وايي، د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره یې د پاکستان د ویزې غوښتنه بیخي ډېره شوې، خو د دوی په خبره، کمو ته اجرا کېږي.

د هرات ولایت اوسېدونکي فرهاد صالحي له قانوني او غیر قانوني لارو د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو هڅه کړې ده خو نه دی توانېدلی.

وایي ان د ۵۰۰ امریکایي ډالرو په بدل کې یې په تور بازار کې، د ویزې د پېرلو کوښښونه کړی خو هڅه یې ناکامه شوې ده.

ښاغلي صالحي د زرګونه نورو په څېر باور لري، چې د پاکستان سفارت له لوري د ویزې سختول په تور بازار کې د دغه هېواد ویزې پلور ته زمینه برابره کړې ده.

نوموړی وايي: "د ډېرې سختې اړتیا پر مهال چې شدید ناروغ موجود وي ښايي ساده ویزه درکړل شي، له دې ور اخوا باید تور بازار ته مخه کړې او یو میاشتنۍ ویزه درې سوه، پنځه میاشتنۍ په پنځه سوه او یو کلنه ویزه ان په اوه سوه ډالره ترلاسه کړې."

په افغانستان کې د پاکستان پر ویزو محدودیت په دې هېواد کې د کمېشن کارانو بازار ګرم کړی دی.

هغه چې په مرموز ډول د پاکستان ویزې راباسي او په تور بازار کې یې په لوړو نرخونو پلوري.

یو کمېشن کار چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په دې راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، چې په کابل کې د پاکستان سفارت د ویزو غوښتنلیک په اسانه نه مني خو دوی یې مسولینو ته د پیسو په ورکړلو سره ویزې اخلي.

په افغانستان کې د پاکستان پر ویزو محدودیت په دې هېواد کې د کمېشن کارانو بازار ګرم کړی دی.
په افغانستان کې د پاکستان پر ویزو محدودیت په دې هېواد کې د کمېشن کارانو بازار ګرم کړی دی.

د ویزو د ورکړې په برخه کې د پاکستان سفارت سختوالی له بېلابېلو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.

د بښنې په نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا د برخې فعاله سمیرا حميدي وایي په تور بازار کې د پاکستان ویزو د پلور خبر یې ترلاسه کړی دی، چې نرخونه یې ان زر ډالرو ته رسیږي.

نوموړې پر خپل ټویټر لیکلي دې: "موږ د پاکستاني دولت له لوري افغانانو ته د ویزو د ورکولو په برخه کې د محدودیتونو او د غوښتنلیک د ردولو په اړه اورېدلي دي."

خو په کابل کې د پاکستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، چې د ډېرو شمېر افغانانو د ویزې غوښتنه د دعوت نامې د نه موجودیت او یا هم هلته د استوګنې د معلوماتو د نه موجودیت له امله ردیږي.

د پاکستان سفارت چې افغانان دويزو د ترلاسه کولو په حال کې ليدل کېږي
د پاکستان سفارت چې افغانان دويزو د ترلاسه کولو په حال کې ليدل کېږي

دغه سفارت ټینګار کړی، چې باید د ویزې غوښتونکي، د دعوت نامې ترڅنګ د دعوت کوونکي نوم، بشپړه پته او د هغه د پاکستاني شناختي کارډ یا هم پاسپورت اړوند معلومات ولري.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، زیات شمېر افغانان چې له بهرنیو ادارو سره یې دندې درلودې اړ شول چې پاکستان ته د تګ هڅه وکړي.

خو د پاکستان د ویزو د غوښتونکو په خبره، پاکستان ورځ تر بلې د ویزو په ورکړې محدودیتونه زیاتوي.

دوی له پاکستان غواړي، چې افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې اساني راولي.

XS
SM
MD
LG