د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

ځينې افغانان: کمېشنکارانو د پاکستان د وېزې بیه ۷۵۰ ډالرو ته لوړه کړې


عکس: په کابل کې د پاکستان سفارت مخته د خلکو راټولېدنه
عکس: په کابل کې د پاکستان سفارت مخته د خلکو راټولېدنه

په کابل او جلال اباد کې ځینې افغانان، چې غواړي پاکستان ته لاړ شي، وايي چې کمېشنکارانو د پاکستان د ويزې بیه ۷۵۰ ډالرو ته لوړه کړې ده.

پاکستان د ورځې تر ۱۰۰۰ کسانو ته ويزې ورکوي او د هرې عادي وېزې فیس چې پخوا څه باندې ۸ ډالره و، په وروستیو کې معاف شوی دی، خو د ويزې افغان متقاضیان وايي، چې عملاً هره ويزه له ۵۰۰ ډالره تر ۷۵۰ ډالرو پورې پلورل کېږي.

د داسې کسانو په منځ کې یو هم د کابل اوسېدونکی پنبه ګل دی.

ده ازادي راډیو ته وویل: "ما غوښتل د پاکستان ويزه واخلم، کمېشنکار مې پیدا کړ، په ۵۰۰ ډالره یې راته وویل، ۵۰۰ ډالر مې ورسره ومنلې ورته ومې ویل چې ويزه راوباسه خو ونه شوه، ويزه رد شوه، بیا یې راته زنګ وواهه؛ ویې ویل چې ۷۰۰ ډالر به راکړې چې په ۳ ورځو کې بله وېزه درته وباسم، له اختره وروسته به ان شاالله ۷۰۰ ډالر ورکړم."

دوی ادعا کوي، چې په کابل کې د پاکستان د سفارت کارکوونکي له کمېشنکارانو سره پټ لاس لري او له همدې کبله سفارت د هغو کسانو ويزې ردوي چې انلاین د وېزې غوښتنه کوي او قانوني فیس ورکوي.

ځینې کسان وايي، چې کمېشنکاران د فیسبوک په شمول د ټولنیزو رسنیو له لارې خلکو ته وايي چې د پیسو په وړاندې د پاکستان ويزه ورته اخیستلی شی.

دا لومړی ځل نه دی، چې داسې ادعاوې کېږي بلکې له څو کلونو راهیسې دې ته ورته ادعاوې کېږي خو د پاکستان سفارت پخوا دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG