د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

زاخېلوال: پوله نن سې شنبه او سبا ويزه لرونکو ته پرانیستل کېږي


د فبرورۍ په ۱۶مه د تړل شوې پولي د بشپړې پرانيستنې اعلان لا نه‎دى شوى، خو د هغو کسانو لپاره به نن سې شنبه او سبا چهارشنبه پرانيستې وي چې ويزې لري او د پولې دواړو غاړو ته د پولې پرانيستو په انتظار دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر پرون ناوخته په يوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د تورخم او سپين‎بولدک لويې دروازې د هغو کسانو لپاره پرانیستل کېږي چې په ويزه يوې او بلې خواته اوښتي دي او خپلو هېوادونو ته ستنېدل غواړي.

په بهرنيو چارو کې د صدراعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز تېر ماښام اسلام‌اباد کې افغان سفير ډاکتر عمر زاخېلوال ته ټیليفون کړى او د پولې د پرانيستل کېدو له پرېکړې يې خبر کړى دى.

افغان سفير زاخېلوال په دې اړه پر خپله فېس‌بوک پاڼه کې ليکلي چې د پاکستان حکومت د مارچ پر اوومه او اتمه د هغو مسافرو لپاره د پولې پرانیستو موافقه کړې چې په پاسپورټونو او ويزو پاکستان ته راغلي او دلته بند پاتې دي.

ښاغلي زاخېلوال ويلي چې د تورخم او سپين‎بولدک د لويو لارو د عادي او بشپړې پرانيستنې په اړه لا د پاکستان له حکومت سره مثبتې نتيجې ته نه‎دي رسېدلي، خو پاکستان ته په ويزه راغلو افغان مسافرو باندې يې غږ کړى چې له موقعې څخه په ګټې اخيستنې دې تياري وکړي او د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې دې خپل هېواد ته ستانه شي.

ډاکتر عمر زاخېلوال د افغانستان د صافي هوايي شرکت نه مننه کړې چې وايي، ورسره‌يې ژمنه کړې، که پاکستان پوله په دوو ورځو کې نه‌پرانیسته، نو اماده دى چې په پاکستان کې د ايسارو افغانانو خپل هېواد ته د هوا له لارې په لېږدولو کې مرسته وکړي، خو وايي، اوس چې پوله د دوو ورځو لپاره ورته پرانيستل کېږي، نو دم‎ګړۍ اړتيا نه‌شته چې د هوا له لارې يې انتقال کړي، خو که اړتيا پېښه شوه بيا به هم غږ پرې وکړي.

ډاکټرعمر زاخېلوال د افغانستان د صافي هوايي شرکت مننه کړې
ډاکټرعمر زاخېلوال د افغانستان د صافي هوايي شرکت مننه کړې

بل لور ته د پاکستان دفاع وزير خواجه آصف ويلي چې تر څو د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ګډه پوله د څارنې کلک انتظام نه‎وي شوى، دواړه هېوادونه به د ترهګرۍ له خطر سره مخامخ وي.

خواجه آصف د دوشنبې په ورځ مرکزي پارلمان ته په وينا کې د پولې د تړلو په دفاع کې وويل چې که ترهګر يې خاورې ته را اوړي او سلګونه خلک وژني، نو حکومت او پوځ‌يې حق لري چې له افغانستان سره خپله ګډه پوله وتړي.

د يادونې وړ ده چې پاکستان کې ځينو سياسي ګوندونو او تجارانو د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډې پولې تړل غندلی چې وايي، دا د دغو دواړو هېوادونو د خلکو او تجارت په وړاندې بې له خنډ اچولو بله ګټه نه‎شي لرلاى، خو مرکزي حکومت او پاکستاني پوځ لا هم د دوى غوښتنو ته هېڅ ځواب نه‎دى ويلى او پوله به د هر ډول تجارت لپاره تر ناڅرګندې مودې تړلې وي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG