د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

تورخم کې پاکستان ته د تلونکو مسافرو ګڼه ګوڼه او بې‌نظمي؛ د تګ راتګ چارې سختې شوي


ارشیف، پاکستان ته د تورخم له لارې یو شمېر تلونکي مسافر
ارشیف، پاکستان ته د تورخم له لارې یو شمېر تلونکي مسافر

د تورخم له لارې پاکستان ته د تلونکو مسافرو زیاتې ګڼې ګوڼې او بې‌نظمۍ د تګ راتګ چارې سختې کړې دي.

تېره پنجشنبه کله چې ویزه لرونکو افغانانو ته د تورخم له لارې د اوښتو اجازه ورکړل شوه، تر ننه هره ورځ زرګونه افغانان چې ډېری یې ناروغ لرونکي دي، له ساعتونو ساعتونو انتظار وروسته یا بېرته کورونو ته ستنېږي او یا هم په تورخم کې د بلې ورځې په تمه شپې کوي.

د تورخم له لارې ډېری تلونکي کسان هغه ناروغان دي چې پر سرطاني او نورو سختو ناروغیو اخته دي، د کومو چې په خپل هېواد کې درملنه ستونزمنه او له محبورې ورځې پاکستان ته ځي.

اباسین د کونړ اوسېدونکی دی، کوم چې له تېرې ورځې راهیسې د خپل ناروغ پلار سره په تورخم کې اخوا د اوښتو په تمه پروت دی.

اباسین وایي، پلار یې په امبولانس کې په داسې یوې سختې ناروغۍ اخته پروت دی چې تېره شپه‌یې لاسونه او پښې کاږه شوي وو.

دی چې د تګ ټول اسنادونه په لاس کې لري، وایي چې ځایي مسؤلان دې د خلکو د ګڼې ګوڼې مخه ونیسي، څو ډېرو اړمنو او ناروغ لرونکو ته د اوښتو لاره هواره شي.

د افغانستان-پاکستان ترمنځ تورخم دروازه کې یو شمېر ولاړ وسله‌وال طالبان
د افغانستان-پاکستان ترمنځ تورخم دروازه کې یو شمېر ولاړ وسله‌وال طالبان

اباسین زیاتوي: "مریض مې راوستی، له پرون راهیسې راته امبولانس ولاړ دی، شخصي امبولانس دی، پیسې یې راباندې حسابېږي، موږ سره نور د درملو پیسې هم نه‌شته، ده ته پیسې ورکړو، د مریض غم وکړو که د خپلې خېټې، د څه شي غم وکړو، تېره ورځ مې هم د مریض لاسونه او خوله کاږه شوي وو، دا څوومه ورځ ده چې نه ډوډۍ خوري او نه چای، څه وکړو؟"

سید اصغر له مرکز کابله له خپل ناروغ سره چې په سرطان اخته دی، دوه ورځې وړاندې تورخم ته راغلی دی.

دی نیوکه کوي چې د تورخم هاغاړه مسؤلان په جدیت سره د خلکو د کارونو په ترسراوي کې پاتې راغلي چې له امله‌یې خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

سید اصغر له مسؤلانو غواړي چې د تورخم له لارې تلونکو مسافرو ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې او دوی دې له کړاوه وژغوري.

سید اصغر وايي: "ما مریض راوستی، له پرون راهیسې دلته په تمه یم، دغلته په دې هوټل کې مې شپه وه چې لا هم نوبت نه‌دی راغلی، دې غاړې مسؤلان مسؤلیت نه‌لري، خو هغه غاړه مسؤلان چې همدا دوه ناروغان وګوري نو بیا وتښتي او ساعتونه‌یې بیا درک نه‌وي، دغه دی کېنسر مریض مې نن له سهاره دلته ولاړ دی، تر اوسه نوبت نه‌دی راغلی، نه‌پوهېږو چې څه وخت به نوبت راځي."

په تورخم کې پاکستان ته د تلونکو خلکو شکایتونه او اندېښنې په داسې حال کې دي چي د تېرې پنجشنبې په ورځ کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي له راتګ سره سم دغه دروازه د هغو کسانو پر مخ پرانیستل شوه چې د دغه هېواد انلاین ویزه لرونکي وو.

کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي راتګ
کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي راتګ

خو دغه دروازه په همدغه ورځ د شااوخوا درې ساعتونو لپاره خلاصه پاتې شوه او وروسته بیا بېرته وتړل شوه چې لامل‌یې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه او بې‌نظمي یادېده.

له هغې ورځې راهیسې تر ننه د ښځو، ماشومانو، ناروغانو، محصلانو، سوداګرو او نورو په ګډون هره ورځ زرګونه کسان چې پاکستان ته د تګ اسناد لري، تورخم ته ځي او په ساعتونو ساعتونو د خپل نوبت په تمه وي.

په همدې حال کې د تورخم کمیسارۍ مسؤلین وایي، د تورخم دروازه له پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته د تېرې جمعې په ورځ پرانیستل شوې چې د ورځې ۱۲ ساعته به د مسافرو پر مخ خلاصه وي.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم دروازه وړمه ورځ هم د زیات بیرو بار او د خلکو د بې‌نظمۍ له امله تړل شوې وه، خو اوس بېرته د قانوني اسناد لرونکو افغانانو لپاره خلاصه شوې ده.

تېره ورځ همدغې ګڼې ګوڼې او بې‌نظمیو ته په اشاره د افغانستان لپاره د پاکستان استازي محمد صادق په خپل یوه تویټري پیغام کې د تورخم له لارې په تېرېدونکو افغان مسافرو غږ کړی و چې د اوښتو پر وخت دې لومړیتوب ناروغانو، محصلانو او هغو خلکو ته ورکړل شي چې بېړني کارونه ولري.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق

خو د ننګرهار قومي مشران بیا د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غواړي چې د تورخم له لارې دې تېرېدونکو مسافرو ته له ویزې او پاسپورټ پرته د تګ زمینه برابره کړي.

دوی وایي، پرته له تورخم پر ډیورند فرضي کرښه د تګ راتګ په نورو ټولو دروازو کې خلک په تذکرو تګ راتګ کوي چې په خبره‌یې، دا چاره باید په تورخم کې هم عملي شي.

د قومي مشر حیات په باور، د پاسپورټونو، ویزو او نورو رسمي چارو د ترسره کولو له امله په میاشتو میاشتو مسافر چې ډېری یې ناروغان او کاروباریان وي، له کړاوونو سره مخ وي.

ده زیاته کړه: "موږ په تورخم کې داسې ځای نه‌لرو چې زموږ زنانه هلته د پاتې کېدو په صورت کې شپه وکړي، لکه څنګه چې په چمن باندې د تذکرو کار شروع دی، په پکتیا باندې شروع دی، همداسې دې د تورخم هم شي، که غږ مو وانه‌ورېدل شي، دواړه طرفونو ته به لارې بندې کړو."

د تورخم دروزاه وروسته تر هغې د ویزه لرونکو لپاره پرانیستل کېږي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پاکستان ته تلونکي افغانان د انتظار له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

عام افغانان هیله لري چې دا دروازه دې د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستې او له اسانتیاوو برخه‌منه شي، څو خلک له ستونزو خلاص شي.

XS
SM
MD
LG