د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

پاکستان لاره تړلې؛ د هلمند او ارزګان بڼوال: لاره پرانیزئ، انارو مو خراب شول


د کندهار بڼوال
د کندهار بڼوال

د افغانستان په سویلي ولایتونو ارزګان او هلمند کې بزګران وايي، سږکال انارو ښه حاصل ورکړی، خو د ګاونډیو هېوادونو سره د دروازو د تړلو له امله يې بیه د پخوا پرتله څو چنده راټیټه شوې.

بڼوال وايي، د سپین بولدک او چمن دروازه دې ژر تر ژره پرانېستل شي، ځکه د لارې تړل دواړو لوریو ته لوی زیان رسولی دی.

۵۶ کلن میراغا د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اړوند د باباجي سیمه کې پر شااوخوا ۱۰ جریبه ځمکه د انارو بڼ جوړ کړی وايي، که څه هم سږکال يې باغ ښه حاصل ورکړی، خو د ګاونډویو هېوادونو سره د پولو تړل کېدو له امله یې بیه څو چنده ټیټه شوې ده.

میراغا زیاتوي: "امنیت شته، خو ستونزه دا ده چې سږ مو د انارو بیې ډېرې ټیټې شوې، ځکه پاکستان لارې تړلي، کاریګرو ته هم پیسې ورکوو، انار څلور پنځه ورځې دلته پاتې شي او څلور پنځه ورځې په پوله کې وي، نو خرابېږي، بیا قیمت هم له لاسه ورکوي، سږ یې زیات زیان را اړولی."

میراغا په خپل بڼ کې ۸ تنه نور هم په دنده ګمارلي او وايي، دغه کاریګرو ته یې تېر کلونه په ورځ کې ۱۲۰۰ پاکستانۍ کالدارې ورکولې، خو سږ د لارو د بندښت له امله ورته ۲۵۰ او ۵۰۰ ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د معلوماتو پر اساس د افغانستان په تازه میوو بار لسګونه موټر چې زیاته برخه یې انار او انګور دي، د پاکستان سره پر کرښه تورخم او سپن بولدک کې د لارو د بندښت له امله ولاړې دي او میوې هم خرابې شوي دي.

د کندهار انار
د کندهار انار

د هلمند ولایت په ګاوند ارزګان ولایت کې هم بزګران شکایت کوي چې سږکال انار په بازار کې د تېرو کلونو پرتله بیه نه لري.

دغه ولایت کې بیا سږکال د لارو د تړل کېدو تر څنګ د انارو بڼونه مرضونه هم کړي.

سیف الله د ترینکوټ ښار اړوند سفیدخار سیمه کې د انارو بڼ لري وايي خوښ نه دی ځکه بڼ یې مرض کړی دی: "پخوا مو لکونه افغانۍ پرې ګټلې، خو سږ د مرض له امله په کې څلورمه برخه روغ انار هم نه شته. ټول وراسته شوي یا چاودېدلي، د سږکال خواري مو اوبو یوړه، هېڅ سوداګر نه لري."

سیف الله زیاتوي، د انارو د مرضونو د مخینوي لپاره یې هڅې وکړې، خو پایله یې نه درلوده.

د ارزګان یو بل اوسیدونکی او بڼوال محمد نعیم وايي، د سپین بولدک او چمن ترمنځ د دروازې بندېدو له کبله د اقتصادي زیان ترڅنګ نور زیانونه هم لري.

نوموړی زیاتوي، د دې ستونزې د حل په موخه باید دواړه لوري خبرې وکړي او ژر تر ژره دې لاره پرانېزي.

نوموړی وايي، تازه میوه که د سپین بولدک له لوري صادره نه شي، بلې خوا ته یې د وړلو توان نشته، ځکه د کندهار-کابل لویه لاره خامه ده او میوه په لوېو موټرونو کې نه وړل کېږي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلي، خو بریالۍ نه شوه.

کرنه او مالداري د ارزګان او هلمند د زیات شمېر خلکو لپاره د ډوډوۍ ګټلو یوازینۍ لار ده.

د یادولو وړ ده، دا لومړی ځل نه دی چې سویلي ولایتونو کې د میوو د حاصلاتو په وخت کې د سپین بولدک او چمن تر منځ دروازه تړل کېږي، ډېرو نورو کلونو کې هم ورته ستونزه رامنځته شوې او دې ستونزې سوداګرو او کروندګرو ته زیات مالي زیان اړولی دی.

XS
SM
MD
LG