د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: په کابل له سفارت څخه خپل کارکوونکي نه باسو


په کابل کې د پاکستان سفارت
په کابل کې د پاکستان سفارت

کابل پرون د دوو حملو شاهد و.

په یوه کې ظاهراً پخوانی جهادي مشر ګلبدین حکمتیار په نښه شوی و او بله یوه هم په کابل کې د پاکستان د سفارت پر شارزدافیر وشوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په پام کې نه لري چې په کابل کې یې د سفارت پر شارزدافیر له پروني برید وروسته خپل کارکوونکي له سفارته وباسي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دا خبره د دې وزارت یوه ویاند کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دغه برید کې د پاکستان د سفارت سرپرست عبید الرحمان نظاماني په نښه شوی و چې هغه ترې روغ وتلی، خو د نوموړي یو ساتونکی سخت ټپي شوی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پر کابل له واکمنو طالبانو غوښتي چې د دغه برید په اړه څېړنه وکړي او د عاملانو پر وړاندې یې چې د ده په وینا په کابل کې یې د دوی د سفیر د وژلو هڅه کوله، جدي اقدام وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټ کې ویلي چې امنیتي ځواکونه به یې په دې اړه جدي څېړنه وکړي، عاملان به یې په نښه او عدالت ته را کاږي.

بلخي دغه راز په یوه بل ټوېټ کې ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره ټېلیفوني خبرې کړي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د پاکستان د سفارت پر شارزدافیر له دغه برید یوه ورځ مخکې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و چې د هغو تروریستي بریدونو مخه ونیسي چې د دې هېواد له خاورې تنظیمېږي.

اسلام آباد تورپورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ډېر مشران په افغانستان کې اوسي.

هغې ډلې چې تېره اونۍ یې د پاکستان له حکومت سره هغه اوربند چې د افغان طالبانو په مرسته شوی و، مات کړ او د پاکستان د حکومت پرضد یې د بریدونو د بېرته پیلولو اعلان وکړ.

خو د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، هیچ چاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې پر ګاونډیانو د بریدونو لپاره کار واخلي.

د پاکستان د سفارت پر شارزدافیر د برید ترڅنګ پرون په کابل کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پر دفتر هم برید وشو.

ګلبدین حکمتیار
ګلبدین حکمتیار

حکمتیار په یوه غږیز پیغام کې دا د ده د وژلو لپاره د هغو له خوا یوه ناکامه هڅه وبلله چې د ده په وینا له دې مخکې یې هم کړې وې، خو بریالي شوي نه دي.

نوموړي د دغه برید د څرنګوالي او په کې د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه وویل: "دا ځل دا نامردان د مېرمنو په چادري کې راغلي او انتحاري واسکټونه یې هم اغوستي وو، له راتلو سره سم یې په داسې خلکو باندې ډزې کړي چې له جوماته بهر په لمانځه ولاړ و. په دې حادثه کې موږ یو شهید لرو او دوه زخمیان. دواړه انتحاري، اجیر جنګیالي پرته له دې چې خپل هدف ته ورسېږي، وژل شوي دي او دابه معلومېږي چې دا کار د چا له لوري شوی دی."

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکتمیار چې په ۲۰۰۱م کال پر افغانستان د امریکا له پوځي برید وروسته یې په دې هېواد کې د امریکایي ځواکونو او د پخواني جمهوري نظام په وړاندې جګړه کوله، په ۲۰۱۷ کال کې یې د اشرف غني په مشرۍ له حکومت سره سوله وکړه.

وروسته کابل ته راغی او پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته، سره له دې چې ډېر پخواني جهادي مشران له دې هېواده ووتل، تراوسه په کابل کې دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، چې د حکمتیار په څېر تراوسه په کابل کې اوسي، د حزب اسلامي د مشر پر دفتر دغه تروریستي برید په کلکو ټکو غندلی.

کرزي په یوه ټوېټ کې ویلي چې د افغانستان پر خلکو او مشرانو حملې د ده په وینا د هغو دښمنانو کرغېړنې هڅې دي چې هدف یې د افغانستان کمزوري کول او په دې هېواد کې د تفرقې خپرول دي چې هیڅکله هم به دې هدف ته ونه رسېږي.

په کابل کې د پرونیو بریدونو مسوولیت تراوسه چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی، خو له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د ډېرو دا ډول بریدونو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG