د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

کابل کې د چين سفارت: له پروني خونړي بريد وروسته وضعيت له نږدې څارو


کابل کې د نن ورځې د چاودنې انځور
کابل کې د نن ورځې د چاودنې انځور

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا په کابل کې له پروني خونړي برید وروسته په افغانستان کې د چین د سفارت د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې دوی وضعیت له نږدې څاري او په اړه به یې لازم اقدامات وکړي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر کې ويلي، چې پرون ماښام پر يوه هوټل بريد د درېيو بريدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

هغه زياته کړې چې د هوټل ټول مېلمانه ژغورل شوي او کوم بهرنی نه‌دی په‌کې وژل شوی.

هغه بیا یوازې د دوو بهرنیانو د ټپي کېدو خبره تایید کړې چې په خبره یې له کړکیو یې ځانونه ښکته اچولي وو.

"دوه تنه ټپيان وو چې هغوی هم له کړکۍ ځانونه راغورځولي وو هغه هم بهرني اتباع و

خو ايمرجنسي روغتون چې په کابل کې هم یوه څانګه لري له نورو جزئياتو پرته په خپل ټويټر ليکلي، چې له دې پېښې څخه اتلس ټپيان او درې جسدونه دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ایمرجنسي ارقام تایید نه کړل.

نوموړي وويل: "دوه تنه ټپيان وو چې هغوی هم له کړکۍ ځانونه راغورځولي وو هغه هم بهرني اتباع و. نور څوک په دې برید کې نه‌دي ژوبل شوي.
د خبریال پوښتنه: نو ایمرجنسي چې څه لیکلي هغه تاسو نه قبلوئ؟
د ټکور ځواب: زه یې نه تاییدوم. باالکل زه یې نه تاییدوم. نه هلته څوک نه وو."

رویټرز خبري اژانس د دوو طالب چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې برید یوه مېلمستون ته څېرمه شوی، چې بهرنیان او چینايي شرکتونه په کې مېشت وو.

طالبانو ویلي عام افغانان هم دې هوټل ته تلل.

یوې سرچینې هم ازادي راډيو ته تایید کړه د «لوګان کابل» هوټل هغه ځای چې په‌کې برید شوی و، له څو میاشتو راهیسې چینایانو ته په کرایه ورکړل شوی و او د دغه هوټل د امنیت په خاطر ورته غځېدلې لارې تړل شوې وې.

دا په تېرو دوو اونیو کې په کابل کې پر بهرنیو اتباعو دویم برید دی.

د دسمبر په دویمه نېټه د پاکستان پر سفارت په برید کې د سفارت مسوول عبیدالرحمن نظاماني هدف وګرځېد.

په برید کې د هغه یو ساتونکی سخت ټپي شو او خپله روغ ووت.

د داعش خراسان څانګې د پاکستان د سفارت پر مسوول د برید پړه په غاړه واخیسته.

طالبانو له هغه برید وروسته د یوه کس د نیولو اعلان وکړ.

د کابل په زړه کې دغه بریدونه په پلازمېنه کې د بهرنیانو د امنیت په تامین کې د طالبانو د حکومت د امنیتي تدابیرو اغېزمنتوب تر پوښتنې لاندې راولي.

XS
SM
MD
LG