د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

واشنګټن پوسټ: داعش وسله‌والو په افغانستان کې بريدونه زيات کړي دي


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه:

  • واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په شمال کې د سې شنبې چاودنې ته پام اړولی دی.

ورځپاڼې د طالبانو د یوه چارواکي له قوله لیکلي چې، وايي د سه شنبې په سهار په مزار ښار کې د ګڼې ګوڼې پر مهال د دولتي کارکوونکو یوه بس ته څېرمه د سړک پر غاړه یو بم وچاودېد چې له امله یې شپږ تنه ووژل شول.

د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه‌دی اخیستی خو په مقاله کې یادونه شوې چې داعش سیمه‌ییزه ډله - چې د خراسان ولایت اسلامي دولت په نوم پېژندل کېږي او پر افغانستان د واکمنو طالبانو سیاله ډله ده – له هغه وروسته یې په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي چې طالبان یو ځل بیا واک ته رسېدلي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان:

  • د بشري حقونو د څار سازمان نن لیکلي، د المپیک نړیواله کمېټه باید د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په نړیوالو لوبو کې ګډون تر هغه وخته وځنډوي چې ښځې او نجونې یو ځل بیا په دغه هېواد کې لوبې وکړای شي.

وروسته راغلي چې د اولمپیک نړیواله کمېټه باید دا پرېکړه د خپل راتلونکي اجرایوي بورډ په غونډه کې وکړي.

دا غونډه د ډسمبر په شپږمه نېټه په سویس کې ټاکل شوې ده.

وروسته راغلي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې وروسته له هغه چې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل، پر ښځو او نجونو له ډېرو محدودیتونو یو د ښځو او نجونو له سپورته منع کول وو.

په همدې برخه کې راغلي چې دا د بشري حقونو د نړیوال قانون او همدارنګه د اولمپیک له منشوره سرغړونه ده، چې په سپورت کې د توپیري چلند نه منلو امر کوي.

په مقاله کې راغلي چې سلګونو ښځینه ورزشکارانو د دې پرځای چې د خپلې خوښې سپورتونه پرېږدي، له هېواده وتلي ځکه همدا سپورت یې کار دی.

ارټ نیوزپېپر ورځپاڼه:

  • ارټ نیوزپېپر ورځپاڼې لیکلي چې د جرمني حکومت د کابل سیند پر غاړه د بدلون د پروژې چې د ښار د تاریخي مرکز د ځینو برخو د عصري کولو او هنري ګالري د نصبولو لپاره یې کار کاوه، له اغا خان بنسټ(AKTC) سره خپل قرارداد لغوه کړی دی.

د ۱۸ ملیونه یورو په ارزښت په دې پروژه کې د تاریخي ماشین خانې صنعتي کمپلیکس بدلول او عصري کول شامل وو.

په مقاله کې راغلي چې د ماشین خانې صنعتي کمپلیکس د ۱۹ ګودامونو لړۍ ده چې په نولسمه پېړۍ کې د افغانستان امیر عبدالرحمن خان د وسلو، نظامي تجهیزاتو او نورو توکیو د تولید لپاره رامنځته کړې وه.

د پروژې په نورو برخو کې د ښار او منظرو ځایونو جوړول او همدارنګه د استوګنې شاوخوا سیمو کې د زیربناوو پانګونه شامله وه.

د مقالې په وینا مهمه دا چې د نویو هنرونو لپاره یوه ګالري هم د دې پلان برخه وه.

په لومړي سر کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې چې طالبان واک ته ورسېدل، دا پروژه وځنډول شوه.

خو په سپتمبر میاشت کې د جرمني د بهرنیو چارو فدرال دفتر، چې دا پروژه یې تمویلوله، خپل قرارداد لغوه کړ.

XS
SM
MD
LG