د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

کابل کې پر پروني بريد د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو د کابل پر یوه مېلمستون د پرونۍ حملې او د سپین بولدک - چمن ترمنځ د نښتې په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

انډیپنډنټ ورځپاڼه:

  • انډیپنډنټ ورځپاڼه وايي، دوو طالب سرچینو ورته ویلي، په هغه مېلمستون کې، چې پرون پرې ډله‌ییز برید وشو، یو شمېر بهرنیان مېشت وو.

په لومړنیو راپورونو کې هم راغلي وو چې برید پر هغه هوټل شوی چې عموماً چینايي سوداګر او پانګه‌وال په‌کې اړوي.

د دې برید په نتیجه کې د هوټل له ودانۍ د پورته شویو لوګیو تصویرونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي دي.

اندیپیندنټ ورځپاڼه وايي چې، د دغو تصویرونو او ویډیوګاني رښتیاوالی په خپلواک ډول نه‌شي تاییدولی.

طالبانو په پیل کې وویل چې په کابل هوټل کې، چې حمله ورباندې وشوه، بهرنیان نه وو مېشت خو د حملې له پای ته رسېدو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ومنله چې هیڅ بهرنی نه‌دی وژل شوی مګر دوه بهرنیان، چې ځانونه یې له هوټله غورځولي وو، ټپیان شوي دي.

انډیپندنټ کاږي، چین یو له څو هېوادونو څخه دی چې لا یې هم په کابل کې سفارت فعال دی خو له دې سره سره د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

ورځپاڼه کابل ته د چینايي سوداګرو او پانګه‌والو سفرونو ته په اشارې وايي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته کابل ته د چینايي پانګوونکو تګ راتګ ډېر شوی دی.

ورځپاڼه بې له دې چې د چمن – سپین بولدک په شیرو اوبو سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتې او د کابل هوټل د حملې ارتباط ته اشاره وکړي، یادونه کړې چې دا برید د افغانستان او پاکستان ترمنځ له شخړې یوه ورځ وروسته وشو.

که څه هم په تېرو ۱۶ میاشتو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په ځلونو نښتې شوي خو د یکشنبې په ورځ د سپین بولدک – چمن ترمنځ برید تر نورو خونړی و او د پاکستان صدراعظم د خبرداري په ډول وویل چې، د بلوچستان په چمن ولسوالي کې پر عامو خلکو ډزې په کلکه غندي او د طالبانو له موقت حکومته، چې ده د کابل حکومت بللی، غواړي دا یقیني کړي چې بیا دا ډول پېښې نه تکراریږي.

  • د بریتانیا دوو نورو ورځپاڼو، ټیلګراف او مېل هم د کابل پرونۍ پېښې ته کتنه کړې.

ټیلګراف ورځپاڼې لیکلي چې په وروستیو کې په افغانستان کې بمي بریدونه ډېر شوي او د اکثرو مسوولیت داعش په غاړه اخلي خو دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو وویل چې د دوی تمرکز به د امنیت پر ټینګښت وي.

XS
SM
MD
LG