د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

ايا طالبان په امنيت راويستلو کې بريالي دي؟


ارشیف
ارشیف

ځینې پوځي شنونکي وايي، د طالب حکومت د خلکو د بشپړ فزیکي او بشري امن په ټینګښت نه‌دی بریالی شوی.

وخت ناوخت د افغانستان له ځینو برخو د چاودنو، غلاوو، وژنو او نورو پېښو راپورونه ورکول کېږي.

خو د طالبانو چارواکي ادعا کوي، چې په افغانستان کې بشپړ امن ټینګ شوی او د جرمونو اندازه هم تر پخوا زیاته کمه شوې ده.

وړمه شپه هم د کابل په پروان سه سیمه کې پر یوه کرولاډوله موټر چاودنې دوه کسان ووژل شول.

څارونکي په دې باور دي، چې اوسني چارواکي د ګڼو پېښو خبرونه له رسنیو پټ ساتي.

زموږ همکار د دفاع وزارت له پخواني معین، شاه محمود میاخېل څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: په کابل او نورو ولایتونو کې د چاودنو دوام څه پیغام رسوي؟

د ښاغلي مياخېل مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:41 0:00
XS
SM
MD
LG