د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د بشري حقونو ډله: د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د افغانستان بشري کړکېچ په اړه بې‌ځوابه ده


ارشيف
ارشيف

د افغانستان لپاره د بشري حقونو اتحاد ډله وايي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ ته د مناسب ځواب په ورکولو کې پاتې راغلې، چېرې چې بشري حقونه په بشپړ معافیت سره تر پښو لاندې کېږي.

ددغې ډلې په استازیتوب د بښنې نړېوال سازمان د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټر د ملګرو ملتونو د بشرۍ حقونو له شورا د داسې یو مېکانېزم د رامنځته کېدو غوښتنه کړې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي د ماموریت د تمدید ترڅنګ هغه کړۍ او ډلې چې د سرغړونې مرتکبین دی حساب ورکولو ته راکش کړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض کېدو په اړه اندېښنې په داسې حال کې مخ پر زیاتېدو دي چې له تېر څه دپاسه یو کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کړو ته نه پرېښودل کېږي، حجاب پرې جبري شوی او مېرمنو ته د کار او له محرم پرته د سفر اجازه هم نه ورکول کېږي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مسولې هیدر بار هم د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې څار د اوس لپاره کافي نه‌دی او هغه ګډه شورا چې په دې برخه کې د څار مسؤلیت لري که څار یې پیاوړې نه‌شي دا مسله نوره هم جدي کېږي.

هيدر بار
هيدر بار

اغلې بار په افغانستان کې د بشري حقونو روان حالت ته اندېښنه ښيي او وايي چې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا باید په دې اړه قوي او هر اړخیزه تګلاره رامنځته کړي.

"دغې شورا د افغانستان په اړه څو ناستې جوړې کړي"

نوموړې ويلي: "دغې شورا د افغانستان په اړه څو ناستې جوړې کړي او د افغانانو نه يې په دې برخه کې نظریات هم اورېدلي دي، له هغو دولتونو چې په دغه شورا کې عضویت لري بیانې او اندېښنې راټولې کړي خو دغه شورا چې کومه پرېکړه کوي د افغانستان لپاره ډېره کمزورې پرېکړه ده، سره له دې چې دغه پرېکړه به ځانګړي راپور ورکونکي ماموریت یو څه پیاوړی کړي خو د بشري حقونو نقض ته په کتو چې په افغانستان کې تر سره کېږي دا یو کافي کار نه‌دی."

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضیعت په اړه د تېرې سپټمبر میاشتې له ۱۲مې نېټې راهیسې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ناسته پیل شوې ده چې د هیدر بار په خبره ښايي دغه شورا نن جمعه دغه اوږده ناسته پای ته ورسوي.

په دغه شورا کې د افغانستان د بشري حقونو د وضیعت په اړه هم ځانګړی بحث شوی او ښايي نن یې پایلې شریکې شي خو، د بشري حقونو څار سازمان د ښځو برخې مسوله هیدر بار دغې پایلې ته ناهیلي ښېي.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې نه‌دي ځواب کړي، خو له دې وړاندې يې د دوی د تعریف له مخې نجونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زده‌کړو او مېرمنو ته د کار د اجازې د ورکولو ژمنې کړي دي، خو لا نه‌ يې دي عملي کړي.

XS
SM
MD
LG