د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د هند د بهرنيو چارو وزير نړيوالو ته: افغانستان له ياده مه باسئ


د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر

پاکستان ته د کرن ډېکر سفر او د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو د هند غږ، چې ډاډ ترلاسه کړي، د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.

د افغانستان لپاره د امریکا د دیپلوماتیک ماموریت شارژادفیرې کرن ډېکر پر خپل ټوېټر لیکلي دي چې د اورېدنې سفر په لړ کې پاکستان ته تللې ده.

نوموړې لیکلي دي، په دې سفر کې به په پاکستان کې له مېشتو افغانانو او افغان ډلو سره خبرې وکړې او د افغانانو او افغانستان د ملاتړ لپاره به په ګډه کار ورسره وکړي.

اغلې ډېکر په دې اړه ډیر جزیات نه‌دي ورکړي، خو دا مهال په پاکستان کې د پخوانیو افغان کډوالو سربېره نوي ورغلي افغانان هم ډېر مېشت دي، کوم چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو ورسته نوموړي ګاونډي هېواد ته تللي او ډېری یې درېیمو هېوادونو ته د تګ په انتظار دي.

مېرمن ډېکر له دې وړاندې ترکیې ته سفر کړی و او ویلي و چې هلته هم له افغانانو او کوربه چارواکو سره خبرې کوي.

افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کارين دیکر
افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کارين دیکر

په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په لیدنه کې ویلي دي، چې نړۍوالې ټولنې افغانستان ته پاملرنه کمه کړې.

ښاغلي شنکرد افغانستان له ګاونډيو هېوادونو غوښتي چې یو بل سره په همکارۍ دا ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.

نوموړي ويلي: "نړیواله ټولنه د یو لړ موجه دلایلو له امله د ترهګرۍ او له افغانستانه بهر د ترهګرو د فعالیت په اړه اندېښنه لري. په دی اړه ځیني ژمنې هم شوي. اړتیا ده چې نن نړیواله ټولنه، په ځانګړی ډول ګاونډي هېوادونه په ګډه سره کار وکړی، ترڅو دا ډاډ رامنځته شي چې نړۍ ته له افغانستانه د ترهګری ګواښ نه‌دی موجود."

"نړیواله ټولنه د یو لړ موجه دلایلو له امله د ترهګرۍ او له افغانستانه بهر د ترهګرو د فعالیت په اړه اندېښنه لري."

ښاغلي شنکر ویلي له افغانانو سره د ملاتړ د دوام په هدف يې له خپل روسي سیال سره دا بحث کړی دی.

نوموړي ویلي، په دې بحث کې په دې هم ټینګار شوی چې طالبان باید له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې عملي کړي.

هڅه مو وکړه د هندوستان د بهرنیو چارو د وزیر د دې څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت نظر هم ولرو خو ویاندویانو يې د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

وړاندې له دې بیا طالبانو د ګاونډیو په ګډون د سیمې د هېوادونو او نورې نړۍ په وړاندې د افغانستان د خاورې د نه استعمالېدو ډاډ ورکړی دی.

خو د روان لمریز کال په زمري میاشت کې په پلازمېنه کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري وژل او د دې ترڅنګ په افغانستان کې پر جوماتونو، عامه ځایونو او د شعیه ګانو پر عبادت ځایونو او ښوونځيو د داعش یا اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې حملې چې ګڼو ولسي افغانانو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې، هغه څه دي چې په افغانستان کې يې د ترهګرو ډلو د موجودیت او د نړۍ نورو هېوادونو ته د ګواښ د پېښېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG