د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه مستند ته د ګارډين ورځپاڼې کتنه


له سقوط وروسته خلک امريکايي الوتکې ته کتار ولاړ دي ترڅو له افغانستانه ووځي، انځور - ارشيف
له سقوط وروسته خلک امريکايي الوتکې ته کتار ولاړ دي ترڅو له افغانستانه ووځي، انځور - ارشيف

ګارډين ورځپاڼه:

  • د لندن چاپ ګارډین ورځپاڼې د سقوط په نوم هغه مستند فلم ته کتنه کړې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه جوړ شوی.

په دې فلم کې لکه څنګه چې ورځپاڼې یادونه کړې فلم جوړونکي Matthew Heineman ماتیو هاینمن د یوه امریکايي سرتېري له نظره د طالبانو پر ضد جګړه کې د امریکايي پوځیانو له‌خوا د افغان ځواکونو د ملاتړ وروستیو میاشتو ته کتنه کړې.

ګارډین لیکي، هغه کسان چې په دې فلم کې یې تصویرونه اخیستل شوي، په تېره افغان سرتېري، په ښکاره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره مخالف دي خو امریکايي پوځیان باید بیا بیا دوی ته ووايي چې په دې پرېکړه کې دوی لاس نه‌لري او په دې توګه ګورو چې هاینمن او د فلم نور جوړوونکي، په دې پوهېږي چې د یوه ناورین پاڼې یوه په بله پسې را اوړي.

ګارډین وړاندې لیکي، فلم په هغو تصویرونو پای ته رسېږي چې د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې کله چې نا اميده افغانانو د امریکا په وروستیو پوځي الوتکو کې د راوتو هڅه کوله د کابل د هوايي ډګر له ګڼې ګوڼې څخه اخیستل شوي.

ګارډین د فلم هغه صحنې چې امریکايي سرتېري، د خلکو د وېرولو لپاره هوايي ډزې کوي او یو شمېر خلک په لاسونو کې کاغذونه ښوروي او نارې وهي چې د امریکايي ځواکونو لپاره یې د ژباړونکي، همکار او قراردادي په توګه کار کړی څو دننه ولاړ شي، په زړه پورې بولي او په ستاینه کې یې وايي حتی هغو کسانو چې په خبري چینلونو پورې نښتي وو، هم ښايي داسې تصویرونه نه وي لیدلي.

ټاکل شوې چې د سقوط مستند فلم د نوامبر په ۱۱مه خپور شي.

یوریشیا ریویو خپرونه:

  • یوریشیا ریویو خپرونې د کابل تر سقوط وروسته له افغانستان او امریکا سره د پاکستان اړیکو ته کتنه کړې او لیکي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته له دې دوو هېوادونو سره د اسلام آباد په اړیکو کې سوړوالی راغلی.

خپرونه په یو وروستۍ مرکه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ څرګندونو ته اشاره کوي چې د طالبانو له سرپرست حکومت سره د واشګټن په خبرو کې د پاکستان د منځګړيتوب احتمال ردوي.

او چې کله له ښاغلي وېسټ څخه په افغانستان کې د امریکا د عملیاتو لپاره د پاکستان هوايي حریم ته د اړتیا پوښتنه کېږي نو دی د مستقیم ځواب پر ځای په سیمه کې د وړتیاوو د بیاځلي تنظیم خبره یادوي.

یوریشیا ریویو لیکي چې د افغانستان د وضعیت د کنټرول لپاره د پاکستان له همکارۍ څخه د ښاغلي وېسټ دا مختصر انکار د تېر کال له اګست میاشتې په راوروسته موده کې له متحدوایالتونو او افغانستان سره د اسلام آباد په اړیکو کې د نه همغږۍ نښه ده.

XS
SM
MD
LG