د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د کابل په پروني خونړي بريد کې د مور يوازينی زوی جبران هم وژل شوی


کابل کې د پروني بريد انځور
کابل کې د پروني بريد انځور

پرون چهارشنبه مازدیګر په کابل کې د بهرنیو چارو د وزارت په بهرنۍ دروازه کې د کارکونکو د رخصتۍ پر مهال خونړی انتحاري بريد وشو.

په پرونۍ انتحاري حمله کې د وژل شوي جبران اوښی امید وايي، جبران د مور یوازینی زوی او د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازنی ډودۍ ګټونکی و.

امید ازادي راډیو ته وویل، چې اوښی یې د رخصتۍ پر مهال دوادزي مارکېټ خوا ته په خپل موټر پسې روان و، چې په انتحاري برید کې ووژل شو.

نوموړی وايي: "د بهرنیو چارو له وزارت څخه وتلی و، غوښتل یې چې د داود زی مارکېټ خواته خپل موټر ته ورشي، د ټکنالوجۍ په برخه کې یې کار کاوه، د مور یو زوی و، پلار یې سپین ږیری دی، دا چې د مور یو زوی و درد یې ډېر زیات دروند دی."

د مور یو زوی و، پلار یې سپین ږیری دی، دا چې د مور یو زوی و درد یې ډېر زیات دروند دی."

ډیپلوماټ قاري فضل الحق سالنګي بیا درې کاله وړاندې په بلغاریا کې له افغان سفارت نه بېرته افغانستان ته راستون شوی و، اجمل چې هم یې د خور زوی او هم زوم دی ازادي راډیو ته یې وویل، چې ماما یې د ټول قوم مشر و، په مرګ یې نه یوازې دا چې خپله کورنۍ بلکې خپل خپلوان ټول خوار شول.

نوموړي وويل: "زما هم ماما و او هم خسر و، ډېر یو نیک او د ښه چلند خاوند و، په قوم کې به چې هر چا ستونزه درلودله نو ده ته به ورتلل او مشوره یې ورسره کوله، ډېر سخي انسان و هر چا ته یې خیر رسېده، یو ورور یې د کرونا وخت کې مړ شو ، دی دا دی اوس زموږ له لاس لاړ، اوس یې یوازې یو سپین زیږی ورور پاتې دی او خویندې یې هم شته."

د طالبانو حکومت په رسمي ډول د تېرې ورځې په انتحاري برېد کې، چې داعش وسله‌والې ډلې یې مسوولیت منلی دی، د پنځه کسانو وژل کېدل او د یو شمېرو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.

خو د بهرنیو چارو وزارت یوې ډیپلوماټیکې سرچینې چې نه‌غواړي په دې راپور کې يې نوم واخیستل شي ازادي راډيو سره د یاد وزارت د ۱۶ ډیپلوماټانو او کارکونکو لېست شریک کړی، چې د ده په خبره په پرونۍ انتحارې حمله کې وژل شوي دي.

خو په رسمي ډول د بهرنیو چارو وزارت د تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د سرچینې په خبره په دې پېښه کې يې زیات شمېر همکاران ټپیان شوي هم دي چې دقیق شمېر يې نه‌دی معلوم، خو تېره شپه ناوخته په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په یوه اعلامیه کې وویل، چې له دې پېښې یوازې دوی ته تر څلویښت ټپیان ور وړل شوي دي.

دا انتحاري حمله په کور دننه او بهر په کلکو ټکو غندل شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG