د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

ګوټریش: په افغانستان کې جګړې او د طالبانو د مخالفانو فعالیتونه زیات شوي


د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټریش
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټریش

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، په افغانستان کې وسله‌والې نښتې زیاتې شوي او تر خوا یې د طالبانو د مخالفانو فعالیت هم زور موندلی.

د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي راپور کې د امنیتي اوضاع څېړنه!

انټونیو ګوټریش په خپل درې میاشتني راپور کې لیکلي، په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال د اګسټ له ۱۷مې د نومبر تر ۱۳مې پورې ۱۵۷۸ پېښې ثبت شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د انټونیو ګوټریش راپور چې د راتلونکې سه‌شنبې په ورځ به د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا ته وړاندې شي ښيي چې تېرو درې میاشتو د افغانستان دننه وسله‌والې نښتې هم ۲۷ سلنه زیاتې شوي، یعنې شمېر یې له ۹۹ څخه ۱۲۶ ته پورته شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا
د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا

دې راپور کې د هوايي بریدونو په شمېر کې هم زیاتوالی ښودل شوی او لیکي، دا شمېر له ۴ څخه ۵ ته پورته شوی، خو د چاودېدونکو توکو چاودنې ۷ او ترورونه بیا ۵۲ سلنه را کم شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې کابل، هرات او کندهار له نا امنۍ تر ټولو اغېزمن ولایتونه بلل شوي دي.

په کابل کې پر یوه مېلمستون د وسله وال برید له امله یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. 12 December 2022
په کابل کې پر یوه مېلمستون د وسله وال برید له امله یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. 12 December 2022

د ازادي راډیو خبریال له طالبانو د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د درې میاشتني راپور او په افغانستان د امنیتي وضعیت د اندېښنو په اړه وپوښتل، خو ویاندویانو یې ځواب ورنه کړ، وړاندې له دې بیا دوی تل ویلي چې په ټول افغانستان کې امنیټ ټینګ کړی دی.

خو د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په راپور کې بیا راغلي ، په افغانستان کې اوسمهال د طالبانو د وسله‌والو مخالفو ډلو فعالیت هم زیات شوی او یوناما د دې ډلو شمېر ۲۲ ثبت کړی دی.

د انټونیو ګوټریش راپور ښيي چې دا ډلې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې فعالیت لري، خو راپور کې یوازې د مقاومت ملي جبهې او د ملي نجات جبهې یادونه شوې چې په بدخشان، بغلان، کاپیسا، ننګرهار، نورستان، تخار، پنجشېر او پروان کې یې د بریدونو ادعا کړې ده.

په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي
په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي په خپل راپور کې دا هم لیکلي، داسې مهال د مقاومت ملي جبهې په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې خپل عملیات پراخ کړل، طالبانو یې د کنټرول لپاره د سپټمبر په ۹مه د ملا عبدالقیوم ذاکر په مشرۍ خپل نظامي عملیات پیل کړل چې تر اکټوبر یې دوام وکړ.

راپور په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې بریدونو ته هم اشاره کوي او زیاتوي، دې ډلې تېرو درې میاشتو کې شپږ ولایتونو کې ۳۰ بریدونه کړي، داسې مهال چې د ۲۰۲۱ کال په دومره موده کې د دې بریدونو شمېر په ۱۴ ولایتونو کې ۱۲۱ ته رسېده.

خو د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، د تلفاتو شمېر لا هم د پام وړ دی.

طالبان بیا وړاندې ویلي، د داعش ډلې پر ضد یې مبارزه روانه ده او د دې ډلې رېښي یې له‌منځه وړي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي په راپور کې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو د مشرانو شتون ته هم اشاره شوې او له دې ډلې د ایمن‌الظواهري یادونه شوې چې د جولای په ۳۱مه په کابل کې د امریکا د دءون الوتکې په برید ووژل شو، خو طالبانو تر ننه په د نوموړي وژنه تایید کړې نه‌ده.

ایمن‌الظواهري
ایمن‌الظواهري

راپور همدا ډول د سپکو وسلو، مهماتو او چاودېدونکو توکو د ناقانونه سوداګرۍ یادونه کوي او زیاتوي، د اګسټ له ۱۷مې د نومبر تر ۱۹مې په ۱۹ ولایتونو کې د وسلو ۵۲ ډیپوګانې نیول شوي دي.

خو دا چې د ویلو دا ډیپوګانې د چا وي او د چا له خوا نیول شوي، په اړه یې جزییات نه دي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي په خپل راپور کې وايي، دا وسلې د شخصي ګټو لپاره د غیر مسوول قوماندانو له‌خوا ساتل کېږي او پلورل کېږي.

له دې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ډیورنډ کرښه هم څو ځله د وسلو د قاچاق هڅه شوې چې څو ځل یې د نیولو خبرونه هم خپاره شوي دي.

XS
SM
MD
LG