افغانستان
طالبان: کابل کې چاودنې مرګژوبله اړولې

د طالبانو په کنټرول کې د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار د کابل ښار نظامي هوايي ډګر په بهرني قراول کې چاودنه شوې چې یو شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "نن سهار د کابل نظامي هوايي ډګر په بهرني قراول کې چاودنه وشوه چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول. د پېښې نور جزییات او لټون روان دی."
ټکور دا ونه ویل چې په پېښه کې څومره کسان وژل شوي او ټپیان دي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي هم وايي، نن یکشنبه د سهار اته بجې شاوخوا د کابل ښار د هوايي ډګر سړک ته نږدې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سیګار: په افغانستان کې شاوخوا ۵۲ زره پاکستاني کډوال ژوند کوي

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۵۲ زره هغه کډوال ژوند کوي چې اکثره یې په ۲۰۱۴ م کال له پاکستانه دې هېواد ته کډه شوي دي.
سیګار نن سې شنبې په یوه ټویټ کې د دې خبرې تر څنګ کډوال تر ټولو زیانګالي خلک بللي چې د ملګرو ملتونو په وینا ۹۶ سلنه یې خوړو او ۵۹ سلنه یې سرپناه ته اړتیا لري او ۴۹ سلنه یې هم روغتیایي خدمتونو ته.
اکثره دغه کډوال د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د وزیرستانونو اوسېدونکې دي چې هغه مهال په سیمه کې د سخت دریځو وسله والو په وړاندې د پاکستان د پوځ د پراخو عملیاتو په نتیجه کې له پولې د افغانستان خواته را وښتي او اکثره یې په خوست او نورو څنګلورو ولایتونو کې په کمپونو او نورو ځایونو ځای پرځای شوي دي.
خپلو سیمو ته د دغو کډوالو د بېرته ستنولو لپاره هڅو تر اوسه د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.
خو تېره ورځ د جوزا یا غبرګولي په ۱۵مه د طالبانو حکومت ویلي وو، چې د ډریورنډ کرښې ته څېرمه په بېلابېلو ولایتونو کې مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقالوي.
که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د دغو پاکستاني کډوالو د انتقال په اړه ډېر جزییات ورنهکړل، خو ویې ویل، دوی پلان لري چې د خوست په ګډون په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي.
نوموړي د هغه ولایتونو په اړه هم څه ونه ویل چې یاد کډوال به ورته انتقالېږي، خو ویې ویل چې د دوی لپاره به هلته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرېږي.
کرکټ؛ سبا افغانستان او سریلانکا درېيمه سيالي کوي

د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به سبا چهارشنبه د جون ۷مه درېیمه یو ورځنۍ سیالي ترسره شي.
دغه لوبه به د کابل پر وخت سهار نهه بجې پيل شي.
د دې لوبلړۍ په ترڅ کې لومړۍ سیالۍ افغانستان د ۶ وېکټو په توپیر ګټلې وه، خو په دویمې سیالۍ کې بیا سریلانکا د ۱۳۲ منډو په توپير بریا ترلاسه کړه.
د سریلانکا کرکټ بورډ د دې لوبلړۍ تر پیل وړاندې د خپلې ۱۶ کسیزې لوبډلې د اعلانېدو پرمهال ویلي وو، چې دا یې یوازې دوه لوبو ته اعلان شوې لوبغاړي دي؛ ښايي سبانۍ سیالۍ ته په لوبډله کې ځینې تغیرات رامنځته کړي.
بل لور ته د افغانستان کرکټ بورډ په درېیمې سیالۍ کې بیا د راشدخان د لوبېدو او نه لوبېدو په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي.
خان د دې لوبلړۍ تر پیل یوه ورځ وړاندې د تمریناتو پر مهال په ملا کې دردونه حس کړي وو، چې بیا د اړوند ډاکتر له لوري ورته د یوې اونۍ ارام کولو ویل شوي وو.
د افغانستان بانک د زړو بانکنوټونو د بدلون بهیر پیل کړی

د افغانستان بانک وايي چې په هېواد کې له زړو بانکنوټونو سره د نویو هغو د بدلون پروسه پیل شوې.
د افغانستان بانک چې طالبان یې اداره کوي، نن په یوه بیان کې وویل چې د لسو او شلو افغانیو زاړه بانکنوټونه له نن څخه له نویو بانکنوټونو سره بدلېږي.
بیان زیاتوي چې خلک کولی شي زاړه بانکنوټونه د افغانستان بانک څانګو کې او نورو سوداګریزو بانکونو ته وروړي او پر ځای یې نوي هغه ترلاسه کړي.
د هېواد مرکزي بانک وايي، د بانکنوټونو د بدلون لپاره هېڅ کمېشن نه اخلي.
له دې مخکې ډېرو خلکو د زړو بانکنوټونو له چلند څخه شکایت کاوه او ویل یې چې زاړه بانکنوټونو په بازارونو کې د پیسو د راکړې ورکړې چارې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړې وې.
د ماشومانو يوه ټولنه: افغانستان د ماشومانو د سرغړونو تر ټولو ډېر مستند موارد لري

د 'تعلیم انتظار نهشي کولای' په نوم د ماشومانو د ملاتړ ټولنه وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو تر ټولو زیات مستند موارد لري.
د ملګرو ملتونو دې اړوندې موسسې، چې په بېړنیو حالاتو او اوږدمهالو کړکېچونو کې د ماشومانو د زدهکړې لپاره بسپنه راټولوي په یو بیان کې ویلي، پر ماشومانو حملې باید سمدستي بندې شي.
دې ټولنې د نړۍ له مشرانو هم غوښتي چې د ماشوم د حق د کنوانسیون او د خوندي ښوونځيو د نړیوالې اعلامیې د سپارښتنو په اساس پر خپلو ژمنو عمل وکړي او نجونو او هلکانو ته د زدهکړو انډول امکانات برابر کړي.
دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم د پورته ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بندې کړې دي.
د افغانستان د تکواندو ملي ټيم د ۱۴۴ هېوادونو تر منځ ۲۹م مقام خپل کړی

د افغانستان د تکواندو ملي ټيم د نړۍ د ۱۴۴ هېوادونو تر منځ ۲۹م مقام خپل کړی دی.
افغانستان د تکواندو د نړیوالو اتلولۍ لوبو څخه وروسته دې مقام ته رسېدلی.
د تکواندو نړیوالۍ سیالۍ د جنوبي کوریا په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان د تکواندو اووه لوبغاړي دې لوبو ته چې په اذربایجان کې وشوې ورغلي وو، چې دغو افغان لوبغاړو د هانک کانګ، کولمبیا، اسراییل او مقدونیې په وړاندې خپلې لوبې وګټلې.
په مجموعي توګه افغانستان له دې لوبو ۱۱ امتیازونه وګټل او په نړیواله رده بندي کې مخته راغلل.
د افغانستان د تکواندو ملي ټيم له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ پورې د نړۍ په لسو غوره ټیمونو کې وو ځکه د روح الله نیکپا په مټ د برنزو دوه مډالونه افغانستان ګټلي وو.
همدا راز د المپيک غواروي پړاو په سیالیو کې د نثار احمد بهاوي او د ګڼو نورو افغان لوبغاړو نړیوالو اتلولیو او مډالونو هم د افغانستان تکواندو په سیمه او نړۍ کې ډېره مخکې کړې وه.
د 'آی او ایم' متخصصانو ۱۷۵ زره افغانانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د دوی روغتیايي متخصصانو د ۲۰۲۳ کال له پیل څخه تر مې میاشتې پورې د یو لکه پنځه اویا زره ۱۷۵۰۰۰ افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
'آی او ايم' پرون دوشنبه په خپل ټویټر کې وویل چې دغو کارپوهانو د رواني زدهکړو په فعالیتونو کې هم مرسته کړې ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان دا هم وايي چې د دوی متخصصان په افغانستان کې د کړکېچ او ناورین له اغېزو ځپلو افغانانو سره مرسته کوي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا 'آی او ایم' د نورو بشري مرستو ترڅنګ په ننګرهار ولایت کې یو روغتیايي کلینیک هم جوړ کړی دی.
قاضي: اسټراليايي سرتېری او د هغه شاهدان صادقه نه وو

اسټرالیايي قاضي انټوني بیسانکو ویلي، بین رابرټز سمېت او د هغه څلور اصلي شاهدان صادقه نه وو.
دا خبره د قاضي بیسانکو په ۷۳۶ مخیزه مفصله سند کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو راغلې.
د اسټرالیایي ځانګړیو ځواکونو پخوانی سرتېری ۴۴ کلن بین رابرټز سمېت تورن شوی چې په افغانستان کې د پوځې ماموریت د ترسره کولو پر مهال یې په ناقانونه توګه د شپږو افغانانو په وژلو کې لاس درلود.
رابرټز سمېت چې د اسټرالیا د یوه تر ټولو ویاړلي سرتېري په نوم مشهوره وو، تېره پنجشنبه هغه دعوه وبایلله چې درې ورځپاڼې یې د خپل ځان په بدنامولو تورنې کړې وې.
وېسټ له بریتانيا او عربي اماراتو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي

د افغانستان لپاره د امریکا متحدهایالتونو ځانګړی استازی وایي، د بریتانیا او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي.
ټام وېسټ دا خبره پرون په خپل ټوېټر کې کړې ده.
هغه ویلي، د جون له پنځمې تر نهمې به لندن او ابوظبۍ کې د افغانستان د ګډو ګټو په اړه خبرې وکړي.
وېسټ د خپلو سفرونو او خبرو اجنډا نهده واضح کړې.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل؛ د محرمانه اسنادو کتنې په اړه هوکړه شوې

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي، د دغې کمېټې غړي کولای شي له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکایي ځواکونو د وتلو اړوند محرمانه اسناد وګوري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوري غوښتونکی مشر مایکل مککال د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره هوکړې ته رسېدلی چې د کمېټې هر غړی به دغه سند مشاهده کوي.
د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه ۵۱ غړي لري.
رویټرز د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند په حواله چې نوم یې نهدی اخیستل شوی لیکلي، د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال او د کمېټې یوه ډیموکرات غړي ګریګوري مکس دغه سند کتلی دی.
وړاندې د دغه ویاند په حواله راغلي چې د کمېټې نور غړي هم کولای شي په بهرنیو چارو وزارت کې دغه سند ولولي.
مککال له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه پر څېړنه بوخت دی.
جمهوري غوښتونکي نیوکه کوي چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو په تړاو چې پر مهال یې ۱۳ امریکایي سرتېري او لسګونه افغانان په یوه چاودنه کې ووژل شول، لا هم بشپړ راپور نهدی وړاندې شوی، خو ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو ننګه کړې ده.
د افغان کرکټ تر نولس کلونو د کمعمره ځوانانو د ظرفیت لوړونې کمپ پیل شو

افغان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې تر نولس کلونو د کمعمره ځوانانو ملي لوبډلې لپاره یې د ظرفیت لوړونې ترنامه لاندې تمریناتي کمپ پیل کړی دی.
کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د جون په ۵مه په یوه خبر کې ویلي چې دغه کمپ یې په کندهار ولایت کې پيل کړی دی او ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
کرکټ بورډ لیکي: "په دغه کمپ کې د یادې لوبډلې ۲۸ تنه لوبغاړي ګډون لري چې د بېلابېلو روزونکو لهخوا به د فزیکي تکړښت، توپوهنې، توپ اچونې، ډګر ساتنې او عمومي ظرفیت لوړونې په برخو کې له یادو لوبغاړو سره کار وشي."
د یادې ادارې په خبره چې تر دې کمپ وروسته به نولس کلنه ملي لوبډله د ایمرجېنګ ملي لوبډلې پر وړاندې ۴ یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړي.
د دې تمریناتي کمپ موخه راتلونکي اسیاجام او نړیوال جام ته د ملي نولس کلنې ملي لوبډلې چمتووالی ښودل شوی دی.