د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

رسنۍ: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه کې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


کابل کې تر چاودنې وروسته د بهرنیو چارو وزارت ته غځېدلی سړک د طالبانو لخوا بند شوی.
کابل کې تر چاودنې وروسته د بهرنیو چارو وزارت ته غځېدلی سړک د طالبانو لخوا بند شوی.

په کابل کې چاودنې ځاني تلفات اړولي.

دغه چاودنه د چهار شنبې ورځې ناوخته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په غځېدلي سړک وشوه.

په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل: "نن څلور بجې شاوخوا د باندنیو چارو وزارت پر سړک چاودنه شوې چې له بده مرغه تلفات لري. د امنیتي برسۍ ټیمونه سیمې ته ورغلي، د پېښې جزئیات به وروسته درسره شریک کړل شي."

ځدراڼ په یوه بل پیغام کې ویلي، دغه پېښه کې ۵ ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، د پېښې عاملان به په خپلې سزا ورسوي.

خو فرانس پرېس خبري اژانس بیا لیکلي چې په دې چاودنه کې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته مهال د ایمرجنسي روغتون ویلي چې د کابل د چاودنې له سیمې ورته د درملنې په موخه ۴۰ ټپیان وروړل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې دغه چاودنه داسې مهال وشوه چې په وزارت کې له چینايي ډیپلوماټانو سره یوه ناسته روانه وه.

دغې سرچینې هم په یادې پېښه کې د ځاني تلفاتو خبره وکړه، خو کره شمېر یې وړاندې نه کړه.

خو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل بیا ازادي راډیو سره خبرو کې دا رد کړه چې په بهرنیو چارو وزارت کې کومه ناسته روانه وه.

لا تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د جدي میاشتې په ۱۲ مه د کابل د هوايي ډګر د پوځي برخې په لومړي قراول کې یوې چاودنې ۱۴ کسه ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړه.

سره له دې چې د یادې چاودنې مسوولیت هم کومې ډلې وانخیست، خو له دې وړاندې بیا د داعش دلې خراسان څانګې په کابل کې د څو چاودنو مسوولیت منلی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG