د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

په انتحاري بريدونو کې د قربانيانو کورنيو د طالبانو د 'فدايان' هشتک پر وړاندې غبرګون ښودلی


ارشيف
ارشيف

یو شمېر افغانو او د انتحاري بریدونو د قربانیانو کورنیو د طالبانو د (فدایان) هشتګ په وړاندې توند غبرګون وښود.

يوه نجلۍ چې کابل کې له ناروغې مور او دوو معلولو ورونو سره ژوند کوي وايي: "۲۰۱۷ کال کې د مارشال فهیم پوهنتون مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې مې پلار وژل شوی."

دا نجلۍ چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله یې نوم په دې راپور کې خپور شي وايي، پلار يې د کورنۍ يوازينی ډوډۍ ګټونکی و.

نوموړې وايي، د پلار له مړینې څخه یې پنځه کاله تېر شوي خو غم یې لا هم دې ته تازه دی.

دغې جينۍ د طالبانو د (فدایان) هشتک ته توند غبرګون ښودلی او د ټولنیزو شبکو له مسؤلینو غواړي، چې د طالبانو اکونټونه وتړي.

"اوس چې دوی راغلي دي، څنګه کولای شي هغه انتحاریانې چې دوی کړې دي، په ویاړ سره یې یادې کړي"

نوموړې وايي: "اوس چې دوی راغلي دي، څنګه کولای شي هغه انتحاریانې چې دوی کړې دي، په ویاړ سره یې یادې کړي، د دوی لپاره هشتک جوړ کړي او د قربانیانو کورنیو ته وایي چې لاړ شئ، خپل معاش له هغه حکومت څخه واخلئ چې تاسو کار ورته کاوه. زه فکر کوم چې تېر حکومت د شهیدانو کورنیو ته یو څه معاش ورکاوه، هغه دې هم ورباندې بند کړي، چې د تاسو د کورنۍ غړی تېر حکومت ته په خدمت کې مړ شوی دی، زموږ له پاره خو یې قرباني نه‌ده ورکړې، او حتی هغه ماشومان چې شهيدان شوي دي، د هغو په هکله دې هم ووایي چې مرګ یې حق و، دوی یوه ترهګره ډله ده، یوازې او یوازې د خپل ځان په غم کې دي."

ارشيف
ارشيف

د رسنیو د راپورونو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې چې د مارشال محمد قسیم فهیم په پوهنتون کې انتحاري برید وشو ۱۵ کسان په‌کې ووژل شول.

هغه وخت کومې ډلې د برید مسؤلیت وا نه‌خیست، خو په تېرو دوو لسيزو کې طالبانو د يو شمېر ځانمرګو بريدونو مسؤليت پر غاړه اخيستى دى.

د یوناما د راپور له مخې د ځانمرګو بریدونو تر ټولو زیات قربانیان ملکي وګړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له یوې ورځې راهیسې په ټویټر کې د "فدایانو" هشټګ پیل کړی دی.

په دې هشتګ کې دوی د هغو کسانو ویډیوګانې او عکسونه خپروي چې انتحاري بریدونه یې کړي دي.

په ځینو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې انتحار کوونکی څنګه خپل هدف رسېږي اوڅنګه چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکوي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني هم د هغو کسانو په ډله کې دی چې له دې هشتګ سره یوځای شوي دي.

پرهغه باندې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو لخوا توندې نیوکې شوي دي.

ومو غوښتل چې په دې اړه د ښاغلي سمنګاني نظر هم واخلو، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه ویلو.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کارونکو پر طالبانو باندې د ټوېټرد اکونټونو د بندولو هشتګ پیل کړی دی.

دوی پر دې هم نیوکه کړې، چې ګواکې طالبان د خپلو انتحاري بریدګرو وړتیاوې خپروي.

د ټویټر یو کارونکي حبیب خان لیکلي: "طالبان اوس د "فدایان" هشټګ کاروي، چې د ځانمرګو بریدګرو په معنا دی. دغه ډله ټویټر د ځانمرګو بریدونو د ترویج لپاره کاروي، چې د ټویټر له پالیسۍ څخه ښکاره سرغړونه ده."

"په دې هشتک سره طالبان ښيي چې دوی لا هم په ځانمرګو او چاودنو باور لري"

د بشري حقونو د څار د کمېټې غړې ماهر مومند هم وايي، په دې کار سره د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل له تصور څخه لرې خبره ده.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "په دې هشتک سره طالبان ښيي چې دوی لا هم په ځانمرګو او چاودنو باور لري، په نننۍ نړۍ کې نه یوازې دا چې داسې ډلې ته د حکومت په توګه خطاب نه‌شي کېدای، بلکې دا تصور هم نه کېږي چې نړۍ به يې په رسمیت وپېژني."

د طالبانو د حکومت چارواکو په افغانستان کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته په یوه غونډه کې د انتحاري بریدګرو له کورنیو سره وکتل.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ۱۴۰۰ لمریز کال د جدي په ۱۴مه ازادي راډيو ته وویل چې د دوی استشهادي کندک به د دوی د حکومت د دفاع وزارت په چوکاټ کې د طالبانو د پوځ ځانګړي ځواکونو کې شامل وي.

ذبيح الله مجاهد
ذبيح الله مجاهد

هغه مهال دې مسالې پراخ غبرګونونه هم راوپارول.

د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي هم د ۱۴۰۰کال د جدې په ۱۳مه ازادي راډيو ته ویلي و، چې استشهادی کندک هغه ځان وژونکې قطعه ده چې پخوا به یې په مهمو دولتي ځایونو کې انتحاري بریدونه کول.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد او د هغه مرستيال بلال کريمي، د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور او د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي د (فدایان) هشتک په اړه د ازادي راډیو پوښتنو او د هغو تورنو په اړه چې د خلکو او د انتحاري حملو د څینو قربانیانو د کورنیو له‌خوا په دوی لګول شوي خواب ونه وایه.

XS
SM
MD
LG