د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د ځان وژونکو بریدګرو کورنیو ته د طالبانو له لوري امتیازات، غبرګونونه پارولي


د انتحاري بریدګرو کورنۍ
د انتحاري بریدګرو کورنۍ

د طالبانو له لوري د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې د سلګونه انتحاري حمله کوونکو چې دوی يې استشهادیان بولي له کورنیو سره د امتیازاتو ژمنه، هغه هوتل چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د دوی وسله والو پرې یرید وکړ.

په دې حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډ‌ون ۲۲ تنه ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول او طالبانو یې مسولیت هم ومانه.

دوه ورځې وړاندې یاد نیمه دولتي هوټل ته د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په بلنه د دغه ډول حمله کوونکو کورنۍ دعوت شوې وې.

سراج الدین حقاني انتحاري حمله کوونکي استشهادیان او شهیدان وبلل او له کورنیو سره يې د یوې یوې نومرې ځمکې د ورکړې ژمنه وکړه، خو ټولنیزو رسنیو دا ناسته له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوه.

د اطلاعات روز ورځپاڼې مسول ذکي دریابي پر خپل ټویټر لیکلي: "د هغوی په اړه چې د کورني یو یا څو غړي يې په انتحاري حملو کې وژل شوي دي، معیوب شوي، یتیمان شوي، کونډې شوي هم باید فکر وکړو، نن شپه دا جشن، د امتیازاتو ژمنې او په رسنیو کې د دغه څېرو له لیدلو وروسته به د قربانیانو د کورنیو احساسات څه ول؟ قهريدلي؟ نا هیلي؟ بې وسه؟ او که د عدالت غوښتونکي؟"

سراج الدین حقاني انتحاري حمله کوونکي استشهادیان او شهیدان وبلل
سراج الدین حقاني انتحاري حمله کوونکي استشهادیان او شهیدان وبلل

د فیسبوک یو بل افغان کارونکي ارین ارون لیکلي: "دا څومره دردونکې ده چې په انتحاري حملو کې د وژل شوېو له کورنیو سره د خواخوږۍ پرځای د انتحاري حمله کوونکو له عاملینو سره خواخوږي ښودل کیږي، دوی يې د دې لپاره را یوځای کړي چې ورته ووايي وویاړئ چې اولادونو مو د ځمکې په سر زرګونه انسانان ووژل او سلګونه زره کورنۍ يې بې برخلیکه کړې."

په وروستیو څو کلونو کې سلګونه ملکیان د طالبانو په انتحاري حملو کې چې دوی يې فدايي یا هم استشهادي بریدونه بولي ووژل شول.

داسې زیاتې کورنۍ شته چې د دغه ډول حملو له امله بې سرپرسته شوې.

محمد ابراهیم احراري د خپل ورور چې په ۱۳۸۸ کال کې د طالبانو په یوه انتحاري حمله کې په هرات کې ووژل شول کیسه کوي.

ورور يې خواجه عیسی نومېده چې درې اولادونه ترې پاتې شول، مشر يې شپږکلن او کشر يې د نوموړي له مرګه دوه میاشتې وروسته وزېږېده.

محمد ابراهیم ته د انتحار کوونکو له کورنیو سره د طالبانو له لوري د امتیازاتو له ژمنې وروسته د ورور د مرګ غم بیا راتازه شوی دی: "دوی زرګونه ځوانان او مېرمنې او ماشومان شهیدان کړل، کورنۍ يې بې سرپرسته کړې، خو نن ګورو چې د انتحاري حمله کوونکو له کورنیو دا عمل نمانځل کېږي او دوی ته د شهیدانو او استشهادیانو نوم ورکول کېږي، له بدغه مرغه دا له دین او انسانیته لېرې عمل دی او هېڅ وجدان به دا ونه مني چې انتحار په اسلام کې ځای لري."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشراتو رییس او ویاند سعید خوستي ازادي راډيو ته وویل چې دغه ډول حملو کې د دوی هدف ملکیان نه وو خو په خبره یې، د ازادۍ په جګړه کې سهوا د ملکیانو وژل کېدل کومه شرعي ستونزه نه لري.

خوستي زیاته کړه: "هغه څه چې د افغانانو فریضه او جېبه وه د خپلې خاورې ازادول وو، دا خاوره باید افغانانو له اشغال خلاصه کړې وای او اشغال يې هم پای ته ورساوه، کومې حملې چې شوي هغه پر اشغالګرو او د دوی په ملګرو شوي دي، نو که په دې حملو کې ملکیانو ته زیان رسېدلی وي، مسولیت يې د هغه چا پرغاړه دی چې دې هېواد ته يې جګړه راوستې وه، د استشهادي مجاهد هدف ملکیان نه وو بلکې بهرني اشغالګر او د دوی ملګري وو."

ښاغلي خوستي دغه شان وویل چې د انټرکانټیننټال غونډه د استشهادي حمله کوونکو د یاد نمانځلو په هدف وه او له کورنیو سره يې د یوې یوې نومرې ځمکې د ورکړې ژمنه هم شوې ده.

په وروستیو شلو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د دغه ډول خونړیو حملو له امله زیات شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله رسېدلې چې د یادو ډېرو هغه مسوولیت يې طالبانو منلی و.

په امریکا متحده ایالاتو کې د برون پوهنتون د وروستیو شمېرو له مخې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د جنګ جګړو، ډله ییزو انتحاري حملو او ماین چاودنو له امله ۶۶ زره نظامیان او ۴۷ زره ۲۴۵ ملکیان وژل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو په مشرۍ د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د امریکا د 'اېف.بي.ای' د بندیزونو په تور لېست کې دی او په سر يې یو میلیون ډالره جایزه هم کېښودل شوې ده، نو ښايي همدا لامل وي چې نوموړی له رسنیو سره له مرکو او په غونډو کې د تصویر له اخېستو ډډه کوي.

XS
SM
MD
LG