د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د طالبانو حکومت: نوې جوړېدونکې اردو کې د خاصو عملیاتو لپاره 'استشهادي' ډله شاملوو


د طالبانو بدري قطعه
د طالبانو بدري قطعه

د طالبانو حکومت په نوې جوړېدونکې اردو کې د دوی د انتحاري "استشهادي" ډلې شاملېدل.

د طالبانو حکومت وایي، انتحاري «استشهادي» ډله به‌یې هم د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د ځانګړو ځواکونو په توګه په ځانګړي شمېر جوړه شي چې د خاصو عملیاتو لپاره به کارول کېږي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د مرغومې ۱۳» ازادي راډیو سره خبرو کې د دې خبرې ترڅنګ وویل، په نوي جوړېدونکي پوځ کې به د اړتیا په صورت کې ښځې هم شاملې شي او پخواني مسلکي افسران به هم په‌کې وي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، د پوځ د جوړېدو لپاره ټول پلانونه برابر شوي او دا مهال د دوی د دفاع وزارت په ټولو قول اردو ګانو کې کار روان دی چې ملي پوځ جوړ کړي.

نوموړی زیاتوي: "زموږ هغه مجاهدین چې استشهادي کنډکونه دي هغوی به هم د اردو برخه وي، خو ځانګړي ځواکونه به وي، د دفاع وزارت په تشکیل کې به ټول منظمېږي، دا ځواکونه به په ځانګړي شمېر رامنځته کېږي او د خاصو عملیاتو لپاره به کارول کېږي."

مجاهد وویل، دا مهال د دفاع وزارت په ټولو قول اردو ګانو کې کار روان دی چې ملي پوځ جوړ کړي.
مجاهد وویل، دا مهال د دفاع وزارت په ټولو قول اردو ګانو کې کار روان دی چې ملي پوځ جوړ کړي.

ښاغلي مجاهد د دغو خاصو عملیاتو په اړه جزئیات ورنه‌کړل.

خو مخکې چې په بدخشان ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ازادي راډیو سره خبرو کې د منصوري لښکر د استشهادي کنډکونو د جوړېدو خبره کړې وه ویلي یې و چې دا کنډکونه ګاونډیو هېوادونو سره د پولو د خوندیتوب په هدف، شمال ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول بدخشان ولایت کې جوړ شوي دي.

په ورته وخت کې د انتحاري حملو د یو شمېر قربانیانو د کورنیو غړي چې د تېر جمهوري نظام پر مهال‌یې په بېلابېلو پېښو کې د کورنۍ غړي قرباني شوي وایي، هېڅکله به هم د خپلو قربانیانو وینې ونه‌بخښي.

له دې ډلې د کابل ښار یو اوسېدونکی عبدالاحد سهاک چې کلونه مخکې یې دوه ځوان وروڼه د طالبانو په ځانمرګي برید کې وژل شوي ازادي راډیو ته وویل: "موږ دغو قاتلینو ته چې زموږ دوه وروڼه‌یې په شهادت رسولي هېڅ ډول بخښنه نه‌شو کولای، هغو کسانو ته چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې زموږ د کورنۍ د غړو په شان د بې‌ګناه خلکو د وینې په تویېدنه کې لاس درلود باید هېڅکله دې لیکو کې ورته ځای ورنه‌کړل شي."

عبدالاحد وایي د یو ورور یې چې ۱۶ کاله مخکې په شهرنو سیمه کې یوې انتحارې حمله کې وژل شوی ان د جسد ټوټې یې هم ونه‌موندل شوې، هغه څه چې دا کورنۍ تل دردوي.

په ۲۰۲۰ کال کې په ځانمرګي برید کې ټپي شوي کسان
په ۲۰۲۰ کال کې په ځانمرګي برید کې ټپي شوي کسان

د کابل د موسهي ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې پلار یې د سترې محکمې یو مأمور و چې پنځه کاله مخکې پر دې ادارې د ځانمرګي برید پر مهال ووژل شو.

دی وایي: "زما پلار چې نور محمد نومېده څلور کاله او ۱۱ میاشتې کېږي چې سترې محکمې باندې حمله کې شهید شوی دی، د کورنۍ شپږ غړي ترې پاتې شوي یو."

دغه کس که څه هم وایي چې د یادې حملې پړه داعش وسله‌والې ډلې منلې وه، خو وړاندې د تېر جمهوري حکومت چارواکو تل ټینګار کاوه چې د طالبانو جګړو او نا امنیو داعش او د ګڼو نورو ترهګرو ډلو قعالیتونو ته هم زمینه برابره کړې وه، هغه څه چې طالبانو تل ردول.

که څه هم طالبانو تازه د دغو کورنیو د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو وړاندې د دې ډلې د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و چې په جګړو کې دواړو لورو کې خلک وژل کېدل.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د نوې جوړېدونکي ملي پوځ د کره شمېر په اړه هم څه نه‌وايي، خو وړاندې ځینو رسنیو راپورونه ورکړي چې طالبان هوډ لري د ۱۰۰ زرو په شمېر کې اردو جوړه کړي.

څه موده مخکې د طالبانو د پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین بیا الجزیره ټلوېزیون ته ویلي و، دوی پلان لري چې د ۱۵۰ زره په شمېر اردو جوړه کړي.

د طالبانو په لاس د افغانستان د حکومت تر سقوط مخکې د دغه هېواد د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت شورا د وروستیو راپورونو له مخې په ټول افغانستان کې شااوخوا درې نیم لکه امنیتي او دفاعي ځواکونه و.

ارشیف، د افغان مخکېني افغان پوځ یو شمېر سرتېري
ارشیف، د افغان مخکېني افغان پوځ یو شمېر سرتېري

د افغانستان د جمهوري حکومت پر مهال ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د نړیوالې ټولنې په میلیاردونو ډالرو مالي ملاتړ، ډېر د امریکا په مرسته تمویلېدل.

خو د تېر میلادي کال د اګسټ په ۱۵مې نېټه په افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره دا پوځ وپاشل شو چې یو شمېر یې له هېواد بهر ولاړه او یو شمېر چې په هېواد کې دننه دي، په کور ناست دي.

په کور ناستي د ملي پوځ او ملي پولیسو پخواني افسران ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت غواړي چې بېرته خپلو دندو ته وغوښتل شي.

XS
SM
MD
LG