د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

افغانستان کې وروستيو نا امنيو خلک اندېښمن کړي دي


د کابل په شهرنو کې د وروستي بريد انځور
د کابل په شهرنو کې د وروستي بريد انځور

افغانستان کې وروستيو نا امنيو خلک اندېښمن کړي دي او وايي، چاودنو او بریدونو ترې ارامښت اخیستي.

د کابل ښار اوسېدونکی فروتن وايي، د دوشنبې ورځې برید سخت ویرولی او د طالبانو له حکومت نه د دا ډول پېښو د مخنیوي غوښتنه کوي.

"د اسلامي امارات په راتګ سره مو تمه دا وه چې چاودنې، بریدونه او د افغانانو د وژنې لړۍ پای ته ورسیږي

نوموړی وايي: "د اسلامي امارات په راتګ سره مو تمه دا وه چې چاودنې، بریدونه او د افغانانو د وژنې لړۍ پای ته ورسیږي خو له بده مرغه هرڅه زموږ د تمې خلاف مخ ته ځي، د اسلامي امارات نه مو غوښتنه دا ده چې د افغانانو ژوند او خوندي پاتې کېدو ته جدي پاملرنه وکړي، موږ په هېواد کې ورستیو پېښو اندېښمن کړي یو."

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی جمیل وايي، طالبان د امنیت په ټینګښت کې پاتی راغلی او اوس هم له ملکي کسانو قرباني اخیستل کېږي.

نوموړی وايي: "دا چې کومه پېښه پرون په کابل کې وشوه او له دې وړاندې په متواتر ډول نورې پېښې هم شوي دي دا افغانانو ته د اندېښنې وړ دي، د دې پېښو تشخیص په کار دی او د امنیت د لا ټینګښت لپاره باید ګړندي ګامونه پورته شي."

د کابل په شهرنو کې وروستی بريد
د کابل په شهرنو کې وروستی بريد

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د دوشنبې په ورځ د کابل په شهر نو سیمه کې د بهرنیانو یو هوټل ته نږدې چاودنه او وسله‌وال برید وشو.

طالب چارواکو سره له دې چې د دې پېښې د تلفاتو وروستي ارقام لا هم نه‌دي وړاندې کړي خو د کابل ایمرجنسي روغتون بیا پر خپله ټوېټر پاڼه تیره شپه ناوخته ولیکل چې، ۲۱ ټپيان دې روغتون ته ور وړل شوي چې ۳ تنو یې په لاره کې ساه ورکړې ده.

طالب چارواکو د دې پېښې د تلفاتو وروستي ارقام لا هم نه‌دي وړاندې کړي

د یادونې ده، چې تر پرونۍ پېښې مخکې د لیندۍ په ۱۱مه د جمعې په ورځ په کابل کې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په استوګنځي او له هغه وړاندې بیا په کابل کې د پاکستان په سفارت هم برید وشو چې دواړو پېښو کې درې کسه ټپیان شوي وو.

ها خوا د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د لیندۍ میاشتې په ۱۵ یوې چاودنې، چې د سیمه ییزو طالب چارواکو په وینا د حیراتانو د نفتي موادو د کارکوونکو په بس موتر شوې وه او دوی ماین چاودنه یاده کړه، ۶ کسه ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړه.

د همدې میاشتې په ۱۲مه بیا د جلال اباد ښار په صرافۍ مارکېټ کې د طالب سیمه ییزو مسولینو په وینا یوې ماین چاودنې ۶ ولسي وګړي ټپیان کړه.

خو د طالبانو حکومت مسولین وايي چې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په برخه کې یې هڅې تیزې کړې کړې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "موږ دداسې نورو بریدونو جړلي ویستلي دي، خو دغه ډول پېښې په داسې یو هېواد کې چې اوږده جګړه په‌کې تېره شوي وي، سلاح لا هم ویشلي وي او هرڅوک امکاناتو ته لاس رسی ولري، دا وخت ته اړتیا لري خو هر څه به سم شي."

په کابل کې د ورستیو پېښو مسولیت د خراسان څانګې داعش وسله‌والې ډلې منلی خو په ننګرهار او مزار شریف ښارونو کې د چاودنو پړه لا هم کومې وسله‌والې ډلې نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت مخکې په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې یې دغه ډله ځپلې ده.

XS
SM
MD
LG