د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

اسلامي دولت ډلې کابل کې د پروني خونړي بريد مسؤليت ومانه


د کابل د پروني بريد انځور
د کابل د پروني بريد انځور

د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش په کابل کې د پروني خونړي برید مسولیت پر غاړه واخیست.

په دغه ځانمرګي برید کې چې پرون مازیګر د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ په مخ کې وشو، چارواکو د لږ تر لږه پنځو کسانو د وژل کېدو خبره کړې خو د ځینې راپورونو له‌مخې د وژل شویو کسانو شمېر له دې زیات دی.

ایمرجنسي روغتون چې د برید ځای ته نژدې فعالیت کوي، ویلي چې له ۴۰ زیات ټپیان ور وړل شوي دي.

ايمرجنسي ویلي چې له ۴۰ زیات ټپیان ور وړل شوي دي.

د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش پورې تړلې اعماق خبري اژانس پر ټلګرام په یوه بیان کې د دغه برید د مسولیت اخیستو ترڅنګ ادعا کړې چې یوه ځانمرګي برید کونکي یې مخکې له دې چې د طالب ساتونکو او کارکونکو په مینځ کې له چاودېدونکو موادو ډک کمربند ته چاودنه ورکړي، د طالبانو له امنیتي موانعو تېر شوی و.

داعش ادعا کړې چې په دغه برید کې یې د ډیپلوماټانو او د بهرنیو چارو وزارت د کارکونکو په شمول لږ تر لږه شل تنه وژلي دي.

یوې سرچینې هم چې د امنیتي دلایلو له امله یې د خپل نوم له ښودلو ډډه کړي، نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه برید کې د وژل شویو لږ تر لږه لس تنه یې ډیپلوماتان او د بهرنیو چارو وزارت کارکونکي دي.

د فرانس‌پرس خبري اژانس ویلي چې، د چاودنې پر مهال یې د خبریالانو یو ټیم په څنګلوري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ننه د مرکې په حال کې و.

دا اژانس وایي، د دوی موټر چلونکی چې بهر منتظر و، یو سړی یې لیدلی و چې یو بکس یې په لاس او ټوپک یې په اوږه و چې وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړه.

کابل کې د پروني خونړي بريد انځور
کابل کې د پروني خونړي بريد انځور

د جمشید کریمي په نوم دغه موټرچلونکي ویلي چې، دغه سړی یې ولید چې د موټر ترخوا یې تېر شو او څو ثانیې وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړه.

د چاودنې پر مهال بهرنیان په بهرنیو چارو وزارت کې نه وو.

هغه ویلي چې له شلو تر پنځه ویشتو پورې کسان یې لیدلي چې مړه یا ټپیان شوي و.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې، پنځه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر مهاجر فراهي فرانس‌پرس ته ویلي چې ټاکل شوې وه چې د چین یو پلاوی د بهرنیو چارو له وزات څخه کتنه ترسره کړي خو دوی نه پوهیږي چې ایا دوی به د چادونې پر مهال په سیمه کې وو او کنه؟ خو د طالبانو د رئیس الوزرا د دفتر یوه جګپوړي چارواکي احمدالله متقي ویلي، چې د چاودنې پر مهال بهرنیان په بهرنیو چارو وزارت کې نه وو.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په یوه ټویټ کې ویلي چې ډیپلوماټانو يې راپورونه ترلاسه کړي چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي او یو زیات شمېر نور ټپیان شوي دي.

هغه دا یو بې هدفه برید بللی دی.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرجوزیف بوریل په یوه ټویټ کې دغه برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې دا ډول تاوتریخوالی یوازې هغه سخت کړاوونه زیاتوي چې افغانان په ورځني ژوند کې ورسره مخامخ دي.

د فرانس‌پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په وروستیو میاشتو کې پر بهرنیو اهدافو د ترسره شویو څو حملو مسولیت اخیستی او هغه هم داسې مهال چې د طالبانو حکومت هڅې کوي چې د بهرنیانو په تېره د ګاونډیو هېوادونو پانګونه راجلب کړي.

تېره میاشت په کابل کې د چینایانو د اوسېدو پر یوه هوټل په برید کې چې مسولیت یې داعش اخیستی، لږ تر لږه پنځه چینایان ټپیان شوي و.

دغه راز دې ډلې په تېره ډسمبر میاشت کې د پاکستان پر سفارت هم د برید مسولیت اخیستی و.

اسلام اباد دا د خپل سفیر د وژلو لپاره یوه هڅه بللې وه.

تر هغې مخکې په تېره سپټمبر میاشت کې په کابل کې د روسیې پر سفارت په یوه ځانمرګي برید کې چې مسولیت یې داعش اخیستی، د دې سفارت دوه کارکونکي وژل شوي و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG