د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

افغانستان

هلمند کې د يوې مرمۍ د چاودنې په پېښه کې درې کسان ټپيان شوي دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولايت موقعيت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولايت موقعيت

د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې نن سهار د یوې ناچاودېدلې مرمۍ په چاودنه کې درې تنه ټپیان شول.

د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، دا پېښه هغه مهال وشوه چې څو تنو د ځان د تودولو لپاره خاشو ته اور ورته کړ خو خبر نه وو چې د اور په ځای کې ناچاودېدلې مرمۍ شته.

تېره اوونۍ هم په هلمند ولایت کې د ماین په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او یوه ښځه ژوبله شوې وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان کرکټ ابداليانو الف لوبډله نن له سريلانکا سره لوبه کوي

کرکټ بورډ د دغو سیالیو لپاره د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله ټاکلې، چې له وړاندې یې په عمان کې دوې تمریناتي سیالۍ کړې دي.
کرکټ بورډ د دغو سیالیو لپاره د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله ټاکلې، چې له وړاندې یې په عمان کې دوې تمریناتي سیالۍ کړې دي.

د افغانستان د کرکټ د ابدالیانو په نوم الف لوبډله نن جمعه د اسیا ایمرجینګ جام په سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه له سریلانکا سره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خبر کې راغلي، چې دا سیالي به د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې پیل شي.

افغان لوبډله چې په A ګروپ کې شته، دویمه سیالي یې د یک‌شنبې په ورځ له بنګله‌دېش او وروستۍ یې د سه‌شنبې په ورځ له هانګ کانګ سره ده.

کرکټ بورډ د دغو سیالیو لپاره د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله ټاکلې، چې له وړاندې یې په عمان کې دوې تمریناتي سیالۍ کړې دي.

په دغو شل اووره مسابقو کې د افغانستان تر څنګ ۷ نور اسیايي هېوادونه هم ګډون لري او پایلوبه به یې د اکټوبر په ۲۷مه نېټه وشي.

نن ازبکستان کې د مرکزي اسيا د واليبال د اتلولۍ سيالۍ پيليږي

په‌دې سياليو کې د افغانستان د واليبال ملي لوبډله هم لوبيږي
په‌دې سياليو کې د افغانستان د واليبال ملي لوبډله هم لوبيږي

په ازبکستان کې د مرکزي اسیا د والیبال د اتلولۍ سیالۍ چې افغانستان هم په‌کې ګډون لري نن جمعه پیلېږي.

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې چې یوه میاشت یې تمرینات کړي وو، پرون ازبکستان ته لاړه.

په دغو سیالیو کې د افغانستان تر څنګ کوبه هېواد ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان، نیپال، مالیف، سریلانکا، بنګله‌دېش او بوتان برخه لري.

د ازبکستان په تاشکند کې دا مسابقې د اکتوبر میاشتې تر ۲۵مې نېټې دوام کوي.

ډبيلو‌ايف‌پي: تېره مياشت د چين په مالي همکارۍ له ۲۵۰زره ډېرو کسانو سره مرسته شوې

د مرستو يو انځور
د مرستو يو انځور

د ملګروملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي، تېره میاشت یې د چین په مالي مرسته افغانستان کې څه باندې ۲۵۰زره اړو کسانو ته د خوړو مرستې برابرې کړې دي.

دغې ادارې پرون پنج‌شنبه په یوه راپور کې د چین د دې مالي مرستې مننه کړې او ویلي یې دي، دا مرسته په‌داسې حال کې شوې چې دغه پروګرام په افغانستان کې د بوديجې له کمښت سره مخ دی.

په کابل کې د چین د سفارت د اقتصادي او تجارتي چارو سلاکار ما چن ګوانګ په‌دې اړه کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چین به د خوړو له نړیوال پروګرام سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، څو له هغو افغان کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشي، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره لاس‌نیوي ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بوديجې د کموالي له کبله تېر کال دوی له لسو ميلیونو خلکو سره مرستې کمې کړي او سږ اوړی، د تمویل د روان بحران له امله، ۱۱ ميلیون خلکو بېړنۍ خوراکي مرستې نه‌دي ترلاسه کړي.

د دغه پروګرام په وینا په‌دې کې دوو ميلیونو څخه ډېرې مېندې او د دوی ماشومان شامل دي چې، له خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره یې ځانګړي اضافي خواړه نه‌دي ترلاسه کړي.

د سره صليب يوه مشره: ناچاوده مهمات لا هم افغانستان کې د خلکو لپاره يو ګواښ دی

ارشيف
ارشيف

د سره صلیب یوه مشره وايي، ځمکني ماینونه او ناچاوده مهمات لا هم په افغانستان کې د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره یو دوامداره ګواښ دی.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د استازولۍ مشرې کاټرینا ریتځ (Katharina Ritz) پرون پر خپله ایکس‌پاڼه دا معلومات خپاره کړي.

هغې د نازیې په نوم د یوې کوچنۍ افغانې نجلۍ عکس هم خپور کړی، چې تازه مصنوعي پښه ورته لګول شوې ده.

مېرمن ریتځ لیکلي، نازیې د یوه ماین په چاودنه کې یوه پښه له لاسه ورکړې او په وروستیو کې د سره صلیب د فزیکي توانمندۍ په یوه مرکز کې ورته مصنوعي پښه لګول شوې ده.

د ملګرو‌ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا په زمري/ اسد میاشت کې ویلي وو، په افغانستان کې نږدې درې نیم ميلیونه وګړي د ماینونو او د جګړې د پاتې شویو ناچاودنه مهماتو له امله د زیانمنېدو له دوامداره ګواښ سره مخامخ دي.

د طالبانو حکومت د ايران په پوله د وژل شويو افغان وګړو د پېښې څېړنې ته پلاوی ټاکلی

دا انځور له هغه ويډيو اخيستل شوی چې پر ټولنيزو شبکو خپريږي او دغه کسان په‌کې ادعا کوي چې دوی له پېښې څخه ژوندي پاتې شوي کسان دي.
دا انځور له هغه ويډيو اخيستل شوی چې پر ټولنيزو شبکو خپريږي او دغه کسان په‌کې ادعا کوي چې دوی له پېښې څخه ژوندي پاتې شوي کسان دي.

د طالبانو حکومت وايي، د ایران او پاکستان پر پوله د افغانانو د مرګ‌ژوبلې د راپورونو د څېړلو لپاره يې یو لوړ پوړی پلاوی ټاکلی دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند دفتر له‌خوا په هغه اعلامیه کې چې نن (د اکټوبر ۱۷مه) خپره شوې راغلي، دغه پلاوی تېره شپه د ریاست الوزرای له‌خوا د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر په مشرۍ چې په‌کې د دفاع، بهرنیو چارو وزارت، سرحدنو او د استخباراتو د عمومي ریاست استازي برخه لري، جوړ او ورته دنده سپارل شوې، چې موضوع وڅېړي او راپور يې د طالبانو ریاست الوزرا ته وړاندې کړي.

د ایران د بشري حقونو د حال وش په نوم د سازمان د راپور پر بنسټ، د یک‌شنبې په شپه شاوخوا ۳۰۰ افغانانو چې غوښتل یې د سیستان او بلوچستان ولایت له لارې ایران ته ننوځي د ایران د سرحدي ځواکونو له‌خوا د کالګان سراوان په سیمه کې پرې ډزې وشوې.

د دې پېښې د مرګ‌‌ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه شته او خپلواکو سرچینو یې کره شمېر نه‌دی وړاندې کړې.

ازادي راډيو په خپلواکه توګه د تلفاتو شمېر او د پېښې څرنګوالی تاییدولی نه‌شي، ځکه پېښه په يوه لرې پرته سيمه کې شوې او رسنۍ ورته لاس‌رسى نه‌لري.

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د اسیایي هېوادونو په سیالیو کې د ګډون لپاره ازبکستان ته لاړه

افغان لوبغاړي - ارشیف
افغان لوبغاړي - ارشیف

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د اسیایي هېوادونو په سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړه.

د والیبال فدراسیون چارواکي وايي چې د والیبال ملي لوبډلې لوبغاړي نن پنجشنبه له کابله د تاشکند په لور روان شول.

د منځنۍ اسيا دا سيالۍ د روانې مياشتې له ١٨مې نېټې څخه تر ٢٥مې نېټې پورې د افغانستان، ترکمنستان، قرغزستان، نيپال، مالديف، سريلانکا، بنګله‌دېش او بوتان د واليبال د ملي ټيمونو په ګډون د ازبکستان په کوربه توب پيلېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په وروستۍ نړیواله درجه بندۍ کې ۶۱ او په اسیا کې ۱۵م مقام خپل کړی و.

افغان ابدالیان سبا له سریلانکا سره سیالي کوي

د افغان ابدالیانو لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال
د افغان ابدالیانو لوبغاړي د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغان ابدالیانو په نوم الف لوبډله یې سبا جمعه د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د اسیا ایمرجینګ جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سریلانکا سره ترسره کوي.

د بورډ په خبر کې راغلي چې سیالي به د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې پیل شي.

افغان لوبډله چې په اې ګروپ کې قرار لري دوهمه سیالي یې د اکټوبر په ۲۰مه نېټه له بنګله‌دېش او وروستۍ یې په ۲۲مه نېټه له هانګ کانګ سره ده.

افغان کرکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله ټاکلې ده چې له وړاندې یې په عمان کې دوه تمریناتي سیالۍ ترسره کړې او له عمان او هانګ کانګ سره یې په درې اړخیزو سیالیو کې اتلولي هم وګټله.

د ویلو ده چې یادې سیالۍ شل اوریزې دي او پر افغانستان سربېره په کې ۷ نور اسیايي هېوادونه هم ګډون لري او د اکټوبر په ۲۷مه نېټه به یې پایلوبه وي.

طالبانو په کابل، خوست او لغمان کې لس کسان په دُرو وهلي

ارشیف: د طالبانو له لوري په عام محضر کې د سزا ورکولو له بهیره یو انځور
ارشیف: د طالبانو له لوري په عام محضر کې د سزا ورکولو له بهیره یو انځور

طالبانو د څلورو ښځو په ګډون لس کسان په کابل، خوست او لغمان ولایتونو کې په عام محضر کې په دُرو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې پرون په یوه بیان کې وویل چې دا کسان ځینې ۳۰ او ځینې ۳۹ دُرې، د جنسي اړیکو او غلا په تور وهل شوې دي.

په دې بیان کې وړاندې راغلي چې دغه تورن کسان له څلورو تر شپږ میاشتو د جرم په اساس په بند هم محکوم شوي دي.

له دې وړاندې د یو شمېر نړیوالو بنستونو له لوري په عام محضر کې د سزا په ورکولو نیوکې شوي دي.

د تورخم-پېښور لاره پرانیستل شوه

د تورخم-پېښور لاره
د تورخم-پېښور لاره

د تورخم-پېښور لاره تېر ماښام پرانیستل شوه.

دا لاره له ۵۵ ورځو راهیسې د بیګاړي چک پوسټ په سیمه کې بنده وه.

په ننګرهار کې د پاک-افغان د سوداګرۍ خونو سلاکار مخلص احمد ازادي راډیو ته پرون ناوخته په یوه پيغام کې وویل چې له دې سره به د افغان سوداګرو د صادراتو او افغانستان ته د وارداتو ستونزه حل شي.

په خیبر دره کې د دوشنبې په ورځ د پښتنو قامي جرګې په پرېکړو کې یوه هم دا وه چې له افغانستان سره دې د ډیورنډ کرښې په اوږدو ټولې لارې د خلکو او مالونو پرمخ خلاصې شي.

د پاکستان حکومت د تورخم لارې د پرانیستلو په تړاو د جرګې پرېکړې ته اشاره نه ده کړې، خو پرون د اپریدیو او کوکي‌خېلو یو شمېر قومي مشرانو د خیبرپښتونخوا له اعلی وزیر علي امین ګنډاپور سره تر خبرو وروسته موافقه وکړه چې د بیګاړي چک پوسټ په برخه کې به لاره نه بندوي.

بیګاړي چک پوسټ له تورخمه ۳۸ کیلومتره لرې دی.

په کندهار کې د اورلګېدو له کبله درانه زیانونه اوښتي

ارشیف: په کندهار کې له دې مخکې هم د اورلګېدو له کبله زیانونه اوښتي دي.
ارشیف: په کندهار کې له دې مخکې هم د اورلګېدو له کبله زیانونه اوښتي دي.

د کندهار په ښار کې د اورلګېدو له امله د لسګونو میلیونو افغانیو زیان اوښتی دی.

د کندهار ښار د بوش بازار په سیمه کې د پروني اور له امله یو تن ټپي شوی هم دی.

په کندهار کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند اسدالله جمشد ویلي چې د دې اور له امله ۴۸ میلیونه او دوه لکه څلوېښت زره افغانۍ زیان اوښتی دی.

د عامو خلکو په دوکانونو کې د دې اور لګېدو علت تراوسه نه دی معلوم شوی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG