د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د نړۍ سلګونو شخصیتونو پر طالبانو د بندیزونو او فشار راوړو غوښتنه کړې


ارشیف: په کابل کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند انځور
ارشیف: په کابل کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند انځور

د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ایرانۍ حقوق پوه شیرین عبادي په ګډون د نړۍ څه باندې ۹۰۰ شخصیتونو له نړیوالې ټولنې په یوه لیک کې غوښتې دي چې له ډیپلوماټیکو لارو د طالبانو پر مشرانو فشار راولي چې نجونې زده کړو او کار ته پرېږدي.

په هغه لیک کې چې د مېرمن عبادي په شمول ۹۱۰ کسانو لاسلیک کړی دی، دا پوښتنه شوې ده چې ایا په افغانستان کې دا جرم دی چې څوک نجلۍ وي؟

په دې لیک کې د اسلام له نظره پر ښځه او نارینه د زده کړو پر فرضیت ټینګار شوی دی.

دا هغه مسئله ده چې پرون د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان هم د لبنان پلازمېنې ته د سفر پرمهال یاده کړه.

ده وویل: "په دې باور لرو چې له زده کړو د نجونو او ښځو محرومېدل د ستر پیغمر له رحماني اسلام سره او له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی."

د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ایرانۍ حقوق پوه شیرین عبادي
د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ایرانۍ حقوق پوه شیرین عبادي

شیرین عبادي یوازینۍ ایرانۍ ده چې د نوبل د سولې جایزه یې خپله کړې ده او له نږدې دیارلس کلونو راهیسې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.

په هغه لیک کې چې دې لاسلیک کړی دی، په افغانستان کې د بشري حقونو د څار د مخکني ځانګړي راپور ورکوونکي کمال حسین، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د مخکېنۍ ځانګړې راپور ورکوونکې راډیکا کومار اسوامي او په سلګونو نورو فعالانو نومونه لیدل کېږي.

په دې لیک کې له نړیوالو دا هم غوښتل شوي چې د طالبانو پر مشرانو دې بندیزونه ولګوي چې نجونې زده کړو او کار ته نه پرېږدي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان بیا وایي چې دوی په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره همکاره دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان

هغه وویل: "د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د خلکو ملاتړ ته او له افغانستان سره سوداګرۍ ته ادامه ورکوي چې له دې هېواد سره مرسته وشي. ایران د افغانستان اوسني چارواکي په رسمیت نه دې پېژندلي، خو په بېلابېلو برخو کې له دې چارواکو سره ارتباط لري، په تعامل کې دي او خبرې اترې ورسره کوو."

عبداللهیان د جمعې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په ټېلیفون هم خبرې کړې وې.

وروسته بیا داسې خبر خپور شو چې ایران د چهارشنبې د ورځې د برید په تړاو خپله خواخوږي څرګندوله.

د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د بهرنیو چارو د وزارت مخې ته په چاودنه کې د ملګرو ملتو په وینا لږترلږه لس کسان ووژل شول او تر پنځوس ډېر ټپیان شول.

د دې برید مسوولیت داعش خراسان څانګې منلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG