د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د افغان ښځو پر کار او زده کړو بندیز؛ په دې اړه د شویو پرېکړو د لغوه کولو هڅې پیل شوي


د کابل پوهنتون مخته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستیو کې ښځینه محصلان له لوړو زده کړو منع کړې.
د کابل پوهنتون مخته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستیو کې ښځینه محصلان له لوړو زده کړو منع کړې.

وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت افغان مېرمنې او نجونې له کار او لوړو زده کړو څخه محرومې کړې د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ یو شمېر نړېوالو سازمانونو هڅې پیل کړي چې طالبان خپلې دغې پرېکړه بېرته واخلي.

په کابل کې د یوې نادولتي ادارې کارکوونکې چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي، د طالبانو وروستۍ پرېکړې یې ژوند له سختیو سره مخ کړی.

دا مېرمن د خپل کار ځای نوم هم نه اخلي، خو وايي هیله لري چې یوه ورځ بېرته خپل کار ته وګرځي.

هغه زیاتوي: "هغه جلسې چې د دوی او طالبانو ترمنځ روانې دي هیله لرو چې یو پایله ورکړي. طالبانو چې دغه پرېکړې وکړې لامل یې دا و څو نړۍ یو ځل بیا افغانستان ته مخه کړي. موږ په هر حالت کې هیله مند یو."

د یوې بلې نادولتي ادارې کارکوونکې نیلوفر ابراهیمي بیا د طالبانو وروستۍ پرېکړه د خواشینۍ وړ بولي او په دې برخه کې ژر تر ژره د یوې حل لارې غوښتنه کوي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان دغه هڅې په هېڅ وجه نه شي کولای چې پر طالبانو د فشار یوه اله ووسي. تر هغې چې نړیواله ټولنه چې په راس کې یې امریکا ده د دې مسئلې د حل لپاره عملي ګام وانخلي دا ډول هڅې پایلې نه ورکوي."

د اغلې ابراهیمې په خبره، تراوسه د نړیوالې ټولنې او سازمانونو هڅو په دې برخه کې پایله نه ده ورکړې.

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې تازه د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ یو شمېر نړیوالو سازمانونو هڅې پیل کړي چې طالبان خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رییس فرانک ایکوزا د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوټزل دغه شان په افغانستان کې د یوناما دفتر سرپرست رامز الاکبروف په تېرو اتو ورځو کې د طالبانو حکومت له بېلابېلو چاروکو سره لیدلي او د طالبانو د وروستي پرېکړې په تړاو یې بحثونه ورسره کړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما ویلي چې د دغه سازمان د بشردوستانه چارو مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکی مارټین ګریفیټس به هم نږدې راتلونکې کې په دې اړه طالب چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

طالبانو د لیندۍ په ۲۶ اعلان وکړ چې د افغانستان ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه تر بل امر پورې د نجونو پر مخ تړلي دي او د لیندۍ په ۲۹ مې هم وویل چې ښځو ته تر دې وروسته په نادولتي کورنیو او دغه بهرنیو موسسو کې دا کار اجازه نه شته چې د دوی دا پرېکړه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG