د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د افغان نجونو پر لوړو زده کړو بندیز؛ یو خصوصي پوهنتون د وړیا انلاین زده کړو زمینه برابروي


د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشت کې د ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشت کې د ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تر تړل کېدو ورسته، یو ډیجیټال خصوصي پوهنتون وايي، چې له زده کړو څخه محرومو محصلانو ته د وړیا انلاین زده کړو زمینه برابروي.

وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت د نجونو پر مخ پوهنتونونه وتړل، د لېوال ډیجیټل پوهنتون مسؤلان وايي، هغو محصلانو ته چې له زده‌کړو بې‌برخې دي، د انلاین زده‌کړو زمینه برابروي.

د دغه پوهنتون بنسټ ایښودونکي او مشر نور رحمان لېوال د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی د افغانستان له نورو پوهنتونونو او اکاډمیکو کارکوونکو غوښتي چې له دوی سره یوځای شي.

لېوال وويل، دا پروګرام وړيا دی او درسي مواد به د دغه پوهنتون او نورو پوهنتونونو په وېبپاڼو کې موجود وي.

هغه زیاته کړه: "موږ اوسمهال د نصاب په جوړولو او د انلاین پوهنتون د جوړولو لپاره د اکاډمیکو کارکونکو په ګمارلو بوخت یوو. موږ له زده کوونکو څخه غوښتنه کوو چې په ویبپاڼه کې د نوملیکنې له لارې خپل رشتې مشخصې کړي څو موږ چمتووالی ورته ونیسو. موږ اوس له ډېر شمېر پوهنتونونو سره په اړیکه کې یوو. هڅه کوو چې هغوی له لېوال پوهنتون سره یوځای شي او یا هم همدا سیسټم په خپلو ویبپانو کې په وړیا توګه وکاروي."

لېوال وايي چې دوی د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره هم دغه سيسټم جوړوي او په خبره یې زده کوونکو او محصلانو ته به د فراغت رسمي سندونه هم ورکړل شي.

يو شمېر محصلان د دې پروګرام هرکلى کوي، خو وايي چې په دې سيسټم کې ګډون له پاره د اسانتياوو برابرول ورته ستونزمن کار دى.

د طب محصلې عاقلې مایار ازادي راډیو ته وویل: "انلاین زده کړو ته لاسرسی ستونزمن دی. انلاین زده کړې قوي انټرنېټ غواړي، نو هغه محصلان چې په ولایتونو کې دي هغوی به څنګه وکولای شي چې په دې زده کړو کې ګډون وکړي، خو بیا هم له دې نه چې وخت بې ځایه تېر شي په انلاین زده کړو کې ګډون ښه دی."

د چارو پوه او په مخکېني جمهوري نظام کې د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن له زده کړو څخه د محرومو ښځینه محصلانو لپاره د انلاین تدریس ستاینه کوي، خو وايي چې دا کار د حضوري زده کړې بدیل نه شي کېدای.

د چارو پوه او په مخکېني جمهوري نظام کې د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن
د چارو پوه او په مخکېني جمهوري نظام کې د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن

هغه وویل: "موږ د هغو بنسټونو له هڅو او زړه سوي څخه مننه کوو چې د بدیلو لارو په اړه فکر کوي، مګر دا بدیل لارې د یو ملت لپاره د حللاره نه ده. دلته یو ملت ژوند کوي، دا د څو کسانو خبره نه ده چې د هغو لپاره د انلاین تدریس شرایط برابر شي، دا د يو ملت د برخليک خبره ده چې د نجونو زده کړې دي، نو له همدې امله غوښتنه کوو چې د مخامخ زده کړو شرايط برابر شي او له دې مسئلې دې د تېښتې لارې باید ونه لټول شي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د لیندۍ په ۲۹مه په افغانستان کې د ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیله له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم وتړل او تر ټولو ډېر محدودیتونه یې هم پر ښځو او نجونو ولګول.

دغو بندیزونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه هم له ځانه سره درلودل، خو طالبانو تر اوسه د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG