د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

افغانستان کې د لسګونه شخصي پوهنتونونو د تړلو ويره پيدا شوې


د يو خصوصي پوهنتون ټولګی، انځور - ارشيف
د يو خصوصي پوهنتون ټولګی، انځور - ارشيف

وروسته تر دې چې طالبانو له پوهنتونونو څخه د نجونو تګ تر ثاني امر پورې وځنډاوه اوس د لسګونو شخصي پوهنتونونو د بندېدو ویره پيدا شوې ده.

د یوه شخصي پوهنتون استاد محمد بشیر بهرنګي ازادي راډیو ته وویل، د ده له اټکل سره سم که ژر تر ژره بېرته پوهنتونونو ته د نجونو د تګ زمینه برابره نه‌شي اکثر پوهنتونونه به خپلې دروازې د تل لپاره وتړي.

"ممکن محدود شمېر پوهنتونونه چې څښتنان یې سوداګران وي له شخصي بودیجې د پوهنتونو چارې مخته یوسي.

نوموړي وويل: "ممکن محدود شمېر پوهنتونونه چې څښتنان یې سوداګران وي له شخصي بودیجې د پوهنتونو چارې مخته یوسي. نور پوهنتونونه چې د ورځنيو ګټو له‌مخې یې له محصلینو پیسې اخیستې ښایي یو دوه میاشتې نور وچلیږي بیا بند شي."

ښاغلي بهرنګي زیاته کړه چې د جمهوري نظام په وروستیو کې هم اکثرو شخصي پوهنتونونو ته اقتصادي ستونزې پیدا شوې وې چې له همدې امله یې نوي بندیزونه ژر له پښو غورځوي.

د شخصي پوهنتونونو د ټولنې یوه غړي چې نه‌یې غوښتل خپل نوم د امنیتي ستونزو له امله واخلي او غږ یې خپور شي له ازادي راډیو سره دا معلومات شریک کړل چې سمدستي د نژدې پنځه دېرش شخصي پوهنتونونو د تړل کېدو امکان شته.

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت په خپله وروستۍ پرېکړه کې تر امر ثاني پورې نجونې له پوهنتونو بندې کړې.
د طالبانو لوړو زده کړو وزارت په خپله وروستۍ پرېکړه کې تر امر ثاني پورې نجونې له پوهنتونو بندې کړې.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم تېره اوونۍ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر بیا خبرتیا پورې دې نجونې دولتي او شخصي پوهنتونونو ته نه‌ځي.

د طالبانو دا اعلان په کور دننه او بهر له پراخ غبرګون سره مخامخ شو.

د افغانستان دننه په کابل، جلال اباد، کندهار، هرات او یو شمېر نورو ښارونو کې د دې پرېکړې پرضد مظاهرې وشوې او په نړیواله کچه د امریکا متحد ایالتونو، ملګرو ملتو، اروپایي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان، قطر، سعودي عربستان، ترکیې، مالیزیا، اندونیزیا او یو شمېر نورو اسلامي هېوادو له طالبانو وغوښتل چې سمدستي دا پرېکړه بدله کړي.

وروسته له پراخو اعتراضونو د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له ملي ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې، د حجاب نه مراعاتولو، د نجونو او هلکانو د ګډو ټولګیو، په لیلیو کې له محرم پرته د نجونو د اوسېدو او د منکراتو په خاطر یې پوهنتونونه تر دوهم امر پورې بند کړې دي.

ښځینه محصلینو ازادي راډیو ته ویلي دي چې، دوی تل حجاب مراعات کړی دی.

یو شمېر سیاسي شنونکي بیا په دې باور دي چې د طالبانو دننه یو شمېر کسان له دې پرېکړې سره مخالف دي.

د چارو شننونکي سمیع یوسفزي ازادي راډیو ته وویل، په کابل کې ناست د طالبانو ډېر مشران د نجونو د زده‌کړو په برخه کې د خپل مشر ملا هبت الله له پرېکړې سره مخالف دي، خو اکثر یې د خپلو څوکیو د ساتلو او د طالبانو ترمنځ د داخلي ستونزو د نه برسېره کېدو په خاطر پټه خوله دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG