د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د نجونو تحصیل ځنډولو ته غبرګون؛ کابل کې نجونو او مېرمنو لاریون وکړ


کابل کې یو شمېر محصلانې
کابل کې یو شمېر محصلانې

کابل کې نن سهار یو شمېر ښځو او نجونو د دوی پر مخ د پوهنتون د دروازو د تړل کېدو په اړه د طالبانو حکومت د پرېکړې په غبرګون لاریون وکړ.

یو شمېر معترضو مېرمنو ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې طالبانو د دوی د لاریون او اعتراض مخه نیولې او په تاوتریخوالي اوښتی دی.

طالبانو د دوی د لاریون او اعتراض مخه نیولې او په تاوتریخوالي اوښتی دی.

دوی وايي، دغه لاریون یې نن سهار ۰۹:۳۰ بجې د دهبوري له څلور لارې، چې کابل پوهنتون ته څېرمه سیمه ده پیل کړی و او غوښتل یې د پل سرخ پر لور ولاړې شي چې د طالبانو رنجرو یې مخه نیولې او ځینې معترضې مېرمنې او هغه خبریالان یې نیولي چې دغه لاریون ته يې خبري پوښښ ورکاوه.

ځینې معترضو مېرمنو ازادي راډيو سره په خبرو کې، ادعا وکړه چې د دوی له ډلې یې دوه معترضې زهرا ماندګار او انګېزه ګنش او د دوى په خبره د طلوع نیوز په نوم د خصوصي ټلوېزیون خبریالان نیولي، خو طلوع نیوز تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

کابل کې یو شمېر محصلانې
کابل کې یو شمېر محصلانې

معترضې مېرمنې وايي، چې دغه لاریون د افغانستان د ځواکمنو مېرمنو خوځښت او خودجوشه ښځو خوځښت له‌خوا په ګډه پلان شوى و، چې د دوی په وینا شااوخوا ۵۰ تنو په‌کې ګډون کړی و.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، د دوى د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور او د کابل امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ په دې اړه تر اوسه د ازادي راډیو پوښتنې نه دي ځواب کړي.

تېره ورځ د طالبانو حکومت د دغې پرېکړې په غبرګون د ننګرهار د طب پوهنځي محصلینو هم لاریون کړی و چې د دوی په اعتراض کې نارینه محصلینو هم ونډه اخیستې وه او د طالبانو له خوا يې د دې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه کوله.

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د سه شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې تر بل امر پورې به د نجونو پر مخ پوهنتونونه تړلي وي.

د دوى دا پرېکړه پراخو غبرکونو سره مخ شوې ده.

XS
SM
MD
LG