د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

د تحصيل ځنډولو له پرېکړې وروسته يو شمېر هېوادونو د نجونو لپاره سکالرشيپونه اعلان کړي


يو شمېر نجونې چې سږ کال کانکور ازموينه کې د ګډون په موخه کتار کې ولاړې دي.
يو شمېر نجونې چې سږ کال کانکور ازموينه کې د ګډون په موخه کتار کې ولاړې دي.

له هغې وروسته چې طالبانو د افغان نجونو په وړاندې د پوهنتونونو دروازې وتړلې یو شمېر هېوادونو د طالبانو دغې پرېکړې ته په غبرګون کې د نویو بورسیو د اعلان خبره وکړه.

۲۲ کلنه زینب چې د کابل په یو خصوصي پوهنتون کې فارميسۍ برخې ته بریالۍ شوې وايي، په هغه هېواد کې چې مېرمنې او نجونې له محرم پرته د سفر اجازه نه‌لري نو نجونې به څنګه د زده کړو لپاره بهر ته سفر وکړي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل، د زده کړو په لومړۍ ورځ له پوهنتونه منع شوې او دغې چارې یې راتلونکي لپاره ټولې هیلې مړې کړي.

طالبان خپل کارونه کوي د چا خوښې ته نه ګوري نو زه ناهیلې یم."

اغلې زينب وايي: "دا خو ټولو ته ښکاره ده چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو په وړاندې پوهنتونه وتړل، دغه بورسیې چې اعلان شوې ښه خبره ده خو طالبانو په افغانستان کې د نجونو کوم حقونو په ځای کړي چې د تعلیم لپاره هم اجازه ورکړي، طالبان خپل کارونه کوي د چا خوښې ته نه ګوري نو زه ناهیلې یم."

له هغې وروسته چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو په وړاندې د پوهنتونونو دروازې وتړلې یو شمېر هېوادونو د افغان نجونو لپاره سکالرشیپونه اعلان کړل.

دغه بورسیې چې د امریکا، قطر، د عربي متحده اماراتو د یو سوداګر او شاوخوا ۱۸ بېلابېلو هېوادونو د پوهنتونو له‌خوا اعلان شوي شمېر یې سلګونو ته رسیږي.

د تحصيل ځنډولو له پرېکړې وروسته د کابل په ګډون په ډېری ولايتونو کې نجونو لاريونونه وکړل.
د تحصيل ځنډولو له پرېکړې وروسته د کابل په ګډون په ډېری ولايتونو کې نجونو لاريونونه وکړل.

یو بله افغانه محصله چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، نجونې غواړي په بهر کې لوړې زده کړې وکړي خو د طالبانو له‌خوا شرایط سخته شوي دي.

نوموړې وايي: "د بېلابېلو هېوادونو له‌خوا د بورسیو اعلانېدل د افغان نجونو لپاره دا یوه ښه خبره ده موږ ورته خوشحاله یو خو اساسي خبره دا ده چې طالبان اوس نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له یو ولایت نه بل ولایت ته یا له یوې ولسوالۍ نه بلې ولسوالۍ ته له محرم پرته سفر وکړي، که نجونې دې بورسیو ته اپلای وکړي او کامیابه شي نو ایا طالبانو به دوی ته اجازه ورکړي چې بهرنیو هېوادونو ته د زده کړو لپاره سفر وکړي."

"د بېلابېلو هېوادونو له‌خوا د بورسیو اعلانېدل د افغان نجونو لپاره دا یوه ښه خبره ده موږ ورته خوشحاله یو

د افغان ښځینه محصلینو لپاره د یو شمېر هېوادونو له‌خوا په داسې حال کې د بورسیو اعلان کېږي چې د طالبانو حکومت روانه میلادي میاشت د یو مکتوب له‌مخې د نجونو په وړاندې د پوهنتونو ترڅنګ ټول هغه شخصي او دولتي تحصیلي او تعلیمي مرکزونه وتړل.

د طالبانو دغې پرېکړې په افغانستان کې دننه او بهر ګن غبرګونونه راوپارول او له طالبانو یې وغوښتل چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسي دوی تر ډېره پر مېرمنو محدودیتونه لګولي دي.

له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې یې تړلي دي، دغه شان مېرمنې په ډېری دولتي ادارو کې هم له کار راګرځول شوي، حجاب پرې اجباري شوی او له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نه‌شي کولای.

د دې ترڅنګ تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او عمومي حمامونو ته د مېرمنو په ورتګ هم بندیز لګېدلی دی.

د طالبانو دا کړنې په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي، خو دې غبرګونونو تر اوسه د دوی پرېکړې نه‌دي بدلې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG