د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

د افغان ښځو په کار بندیز؛ د ملګرو ملتونو د متخصصانو ډله دا پرېکړه ویجاړوونکې بولي


کابل کې معترضې مېرمنې چې له لوړو زده کړو د ښځو د منع کېدو په غبرګون یې کابل کې لاریون او مخالفت څرګند کړی و.
کابل کې معترضې مېرمنې چې له لوړو زده کړو د ښځو د منع کېدو په غبرګون یې کابل کې لاریون او مخالفت څرګند کړی و.

د ملګرو ملتونو د متخصصانو یوې ډلې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز غیرموجه وباله.

د ملګرو ملتونو د متخصصانو ډلې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز وغانده.

دغو متخصصانو په یوه مفصله اعلامیه کې چې پرون جمعه خپره شوه ویلي، په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز د فوري لیرې کېدو غوښتنه کوي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د متخصصانو ډلې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار دغه بندیز د ښځو له حقونو سخته سرغړونه بللې او وايي دا به د حیاتي خدماتو وړاندې کولو مخه ونیسي او د ګڼو ښځو معیشت به له پامه وغورځوي.

د طالبانو اقتصاد وزارت تېره شنبه اعلان وکړ چې ښځې په داخلي او بهرنیو نادولتي موسساتو کې تر بل امر پورې کار نه‌شي کولای.

د اسلامي حجاب نه رعایت، د دې پرېکړې عمده دلیل ګڼل شوی، خو افغان ښځو له وړاندې هم په کاري محیط کې حجاب رعایت کاوه او ګڼ کسان دا د طالبانو تشه پلمه بولي.

د ملګرو ملتونو متخصصانو په خپله اعلامیه کې ویلي، دغه بندیز به د افغانستان پر ملیونونو وګړو چې بشري مرستو ته اړ دي، ویجاړوونکې اغېزې ولري، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان به ډېر اغېزمن کړي.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. دوی د طالبانو له لوري تر بله امره له لوړو زده کړو منع شوې. December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. دوی د طالبانو له لوري تر بله امره له لوړو زده کړو منع شوې. December 21, 2022

دغه متخصصان زیاتوي، اوسني چارواکي د بشري کارکوونکو، له دغو چارو د ګټه اخیستونکو کسانو په باب د زیاتو اطلاعاتو په غوښتلو سره په بشري چارو کې مداخله کوي.

د اعلامیې په حواله، اوسني چارواکي د بشري کارکوونکو فعالیتونه له داسې لارو چې د بشردوستۍ له اصولو سره په ټکر کې دي، محدودوي.

د طالبانو ویندویانو د ملګرو ملتونو د متخصصانو د راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د متخصصانو په دې ډله کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ تر څنګ ۷ نور ځانګړي راپور ورکوونکي او د ملګرو ملتونو ۴ نور جګپوړي چارواکي شامل دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

طالبانو ۱۱ ورځې مخکې نجونې او ښځې په پوهنتونو کې له لوړو زده کړو هم منع کړې چې دې کار یې هم سخت عکس العملونه وپارول.

په عین حال کې نن ۴۶۸مه ورځ ده، چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې.

پر طالبانو انتقادونه کېږي، چې بېرته د وخت په تېرېدو سره د خپل لومړې دورې محدودیتونو ته یې مخه کړې ده، چې هغه وخت هم نجونو د تعلیم او تحصیل، دغه راز ښځو د کار کولو اجازه نه درلوده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG