د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

ګوتېرش: پر افغان مېرمنو د تحصيل او کار بندیز له بشري حقونو سرغړونه ده


انتونیو ګوتېرش
انتونیو ګوتېرش

د طالبانو د حکومت له لوري پر افغان مېرمنو د تحصیل او کار د بندیز په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د طالبانو دغه محدودیتونه له بشري حقونو سرغړونه او د نه توجیه وړ بللي دي.

ښاغلي ګوتېرش تېره شپه په خپل ټویټر په یو پیغام کې له طالبانو غوښتي چې باید خپل دغه محدودیتونه لغوه کړي.

"پر ښځو او نجونو د کاراو زده کړو په اړه د طالبانو وروستي محدودیتونه د توجیه وړ نه دي

نوموړي ويلي: "پر ښځو او نجونو د کار او زده کړو په اړه د طالبانو وروستي محدودیتونه د توجیه وړ نه دي، له بشري حقونو سرغړونه ده باید لغوه شي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د محرومولو او خاموشولو کړنې دوام لري چې دا کار د افغانانو د ناتوانۍ لامل ګرځي."

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د طالبانو د حکومت له خوا د محدودیت پرېکړې غندلي دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، د امنیت شورا ۱۵ غړو تېره شپه په دې تړاو اعلامیه کې لیکلي چې دا بندیزونه د بشري حقونو او اساسي ازادیو په ضد دي.

امنیت شورا ویلي دي، چې په افغانستان کې په غیر دولتي ادارو کې د مېرمنو پر کار د بندیز محدودیت له افغان ولس سره د طالبانو د ژمنو خلاف عمل او د نړیوالې ټولنې د تمو برعکس چاره ده.

امنیت شورا دا هم ویلي دي، چې پر ښځینه کارکونکو د بندیز پرېکړه په افغانستان کې د بشري چارو په بهیر سم لاسي اغېز لري.

امنیت شورا له لوړو زده کړو د نجونو منع کول او تر شپ‍ږم ټولګي پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو د تړلو پرېکړه هم د ژورې اندېښنې وړ بللې او افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د بشپړ هدفمن مشارکت او برابرۍ غوښتنه کړې ده.

د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي دي چې، په افغانستان کې د خپلې سیاسي استازولۍ [یوناما] له لارې له افغانانو سره، خپلو ژمنو او بشپړ ملاتړ ته ژمن دي.

"هیڅ هېواد نه شي کولای پرمختګ او په حقیقت کې پایښت وکړي چې له ټولنیز او اقتصادي پلوه یې نیمايي نفوس محروم وي."

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو مشر ولکر ترک ویلي، طالبان باید سمدستي په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې محدودیتونه پای ته ورسوي.

نوموړي په یو بیان کې ویلي دي: "هیڅ هېواد نه شي کولای پرمختګ او په حقیقت کې پایښت وکړي چې له ټولنیز او اقتصادي پلوه یې نیمايي نفوس محروم وي."

نوموړي ویلي د طالبانو دا پرېکړه به نه یوازې د افغانانو ستونزې زیاتې کړي بلکې د افغانستان له پولو بهر به هم خطر رامنځته کړي.

طالبانو په وروستیو پرېکړو کې پر افغان نجونو او مېرمنو باندې د کار او تحصیل بندیز ولګاوه.
طالبانو په وروستیو پرېکړو کې پر افغان نجونو او مېرمنو باندې د کار او تحصیل بندیز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو سازمان د یاد چارواکي په خبره، د طالبانو دغه پالیسۍ افغاني ټولنه د بې ثباتۍ له خطر سره مخامخ کوي.

ولکر ترک ګواښ کړی که د ملګرو ملتونو همکارې موسسې په افغانسان کې خپل فعالیتونه ودروي نو دوی ته به ستونزمنه وي چې د دې هېواد ټولو برخو ته بشري مرستې ورسوي.

د طالبانو حکومت د روانې ډیسمبر میاشتې په شلمه د نجونو لوړې زده کړې تر بل امر پورې وځنډولې، دغه شان د طالبانو د اقتصاد وزارت بیا د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۴مه په یو مکتوب کې پر هغو ښځو د کار بندیز ولګاوه چې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې یې کار کاوه.

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسې دوی تر ډېره پر مېرمنو محدودیتونه لګولي دي.

له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې یې تړلي دي، دغه شان مېرمنې په ډېری دولتي ادارو کې هم له کار راګرځول شوي، حجاب پرې اجباري شوی او له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نه شي کولای.

د دې ترڅنګ تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او عمومي حمامونو ته د مېرمنو په ورتګ هم بندیز لګېدلی دی.

د طالبانو دا کړنې په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي، خو دې غبرګونونو تر اوسه د دوی پرېکړې نه دي بدلې کړي.

XS
SM
MD
LG