د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

افغانستان کې د ښځو پر کار بنديز؛ نړيوالو ورځپاڼو پرې تبصرې کړي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

کولمبین خپرونه:

  • کولمبین خپرونې په افغانستان کې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز ته پام کړی دی.

په مقاله کې راغلي څلورو نړیوالو مرستندویه ادارو د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې خپل فعالیتونه وروسته له هغه وځنډول چې طالبانو په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

وروسته لولو چې د کوچنیانو د خوندیتوب ادارې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې، د ناروې د کډوالو شورا او پاملرنې موسسې ویلي چې، دوی نه‌شي کولای په افغانستان کې په کاري ځواک کې له ښځينه کارکوونکو پرته په اغېزناکه توګه اړو کوچنیانو، ښځو او نارینه‌و ته لاس‌رسی ومومي.

طالبانو د شنبې په ورځ ښځې په غیر دولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې او د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ ناوخته یې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

پر کار د بندیز په اړه د طالبانو حکومت ویلي چې، د ښځو د حجاب په خاطر یې دا پرېکړه کړې خو ښځو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې، دوی له سم اسلامي حجاب سره کار ته تلې او دا اقدام به زرګونو کورنیو ته سخته اقتصادي ضربه ورسوي.

د مقالې د لیکوال په وینا یادو څلورو غیردولتي ادارو چې خپل فعالیت یې په افغانستان کې درولی، د ښوونې او روزنې، د کوچنیانو د خوندیتوب او تغذیې په برخو کې خدمتونه وړاندې کول.

په مقاله کې د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا مشر، نیل ټرنر له قوله راغلي: "موږ ټول کلتوري نورمونه په پام کې نیولي دي او موږ په ساده ډول د خپلو وقف شویو ښځینه کارمندانو پرته کار نه‌شو کولای. د ښځینه کارکوونکو حضور زموږ د کار لپاره اړین دی چې هغو ښځو ته لاس‌رسی ومومي چې مرستې ته سخته اړتیا لري."

اې بي سي نیوز خپرونه:

  • اې بي سي نیوز خپرونې د په بدخشان ولایت کې د طالبانو پر قومندان برید ته کتلي او په دې اړه یې يوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله یادونه کوي چې اسلامي دولت ډلې یا داعش په افغانستان کې د یوه موټر بم برید مسوولیت منلی چې د طالبانو د حکومت یو سیمه‌ييز قومندان یې وواژه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تایید کړې چې په بدخشان کې د دوی امنیه قومندان په یوه موټر بم چاودنه کې چې په فیض اباد کې د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته نږدې شوې وه وژل شوی.

ټکور زیاته کړې چې د امنيه قوماندان ترڅنګ د طالبانو دوه نور وسله‌وال هم چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د اې بي سي خپرونې په مقاله کې راغلي چې داعش ډلې وروسته له هغه په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي چې طالبانو په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا واک تر لاسه کړ.

XS
SM
MD
LG