د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مشر: طالبان دې ژر تر ژره پر نجونو او مېرمنو بنديزونه ليرې کړي


يو شمېر افغان نجونې او مېرمنې
يو شمېر افغان نجونې او مېرمنې

د ملګرو ملتو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مشر د طالبانو پر چارواکو غږ وکړ چې ژر تر ژره پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه ليرې کړي.

ولکر تورک په غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار د ممانعت پرېکړه د افغانستان او حتی د افغانستان د ګاونډیو لپاره خطرناکه وبلله.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د مشر ولکر تورک بیان پرون په جینوا کې خپور شو.

پر ښځو او نجونو باندې دا بې بنسټه محدودیتونه به یوازې د افغانانو ستونزې زیاتې کړي.

ښاغلي تورک په دې بیان کې ویلي دي چې، هیڅ هېواد نه‌شي کولی چې په اجتماعي او اقتصادي ډګرونو کې پرمختګ وکړي او خپل نیمایي خلک له پامه وغورځوي.

په دې بیان کې راغلي دي چې پر ښځو او نجونو باندې دا بې بنسټه محدودیتونه به یوازې د افغانانو ستونزې زیاتې کړي.

په بیان کې د ښاغلي تورک په وینا دا خبره هم راغلې ده چې دی ټولو افغانانو ته اندېښنمن دی خو دا ویره هم شته چې دا مساله به د افغانستان له سرحدونو ورها خوا هم ستونزې پیدا کړي.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مشر ولکر تورک
د ملګرو ملتو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مشر ولکر تورک

د طالبانو چارواکو د شنبې په ورځ په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې ښځې له کار کولو منع کړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره اونۍ سې شنبې پوهنتونونو ته د نجونو تګ تر ثاني امر پورې بند کړ چې د دې په غبرګون کې په هم‌هغه ورځ د ننګرهار د طب پوهنځي نارینه او ښځینه محصلینو مظاهره وکړه او دا شعار یې بدرګه کړ چې تعلیم دې د ټولو لپاره وي.

دا مظاهرې بیا په کابل، هرات، کندهار او یو شمېر نورو ښارونو کې هم وشوې.

په نړیواله کچه د امریکا له متحد ایالتونو نیولې، تر اروپایي ټولنې او د ملګرو ملتو تر سرمنشي او یو شمېر اسلامي هېوادونو د قطر په شمول چې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی د طالبانو دا پرېکړه وغندله او له طالبانو یې وغوښتل چې سمدستي خپله پرېکړه بدله کړي.

د ننګرهار پوهنتون يو شمېر محصلانې
د ننګرهار پوهنتون يو شمېر محصلانې

د ملګرو ملتو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مشر وایي، د طالبانو له لورې به دا وروستی فرمان چې مېرمنې دې په غیردولتي موسسو کې کار نه‌کوي د افغانستان د ښځو او ټولو افغانانو لپاره ناوړه نتیجې ولري.

افغانان به چې د دې موسسو پر خدماتو تکیه کوي، له مرستو بې برخې کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د غیردولتي موسسو لپاره له کار څخه د ښځو ممانعت دوی او د دوی کورنۍ له عایده بې برخې کوي او له دې به یې راوګرځوي چې د خپل هېواد په پرمختګ کې برخه اخلي.

نوموړي زیاته کړه چې مجبور افغانان به چې د دې موسسو پر خدماتو تکیه کوي، له مرستو بې برخې کړي.

تورک وایي، ښځې او نجونې له خپل ذاتي حق څخه څوک نه‌شي محرومولی، د طالبانو دا هڅې چې دوی غلي کړي او له ټولنې څخه یې ترۍ تم کړي، نه‌شي بریالۍ کېدای.

د ده په وینا دا بندیزونه یوازې ټولو افغانانو ته زیان اړوي، د دوی ستونزې پسې زیاتوي او د دوی د هېواد د پرمختګ مخه نیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG