د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

د ارزګان د ځینو مېرمنو ادعا: طالبانو له کوره د ښځو په وتلو بندیز لګولی


ارشیف: د ارزګان ترینکوټ ښار یوه څنډه
ارشیف: د ارزګان ترینکوټ ښار یوه څنډه

په ارزګان کې یو شمېر ښځې وايي، طالبانو ورته ویلي نوربه له کورونو نه راوځي.

دو وايي، د طالبانو دا پرېکړه ورته هېڅ د منلو وړه نه ده او وايي، چې ژوند کول د دوی حق دی.

دوی وویل، له هغه وروسته چې طالبان واکمن شوي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

په ارزګان ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف نهی عن المنکر ریاست مسوولان بیا دا خبر ردوي او وايي، چې دوی تراوسه پورې یوې ښځې ته هم دا نه دي ویلي چې له کوره دې نه راوځي.

نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG