د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

درېیو نړیوالو مرستندویه سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان نښه یا لوګو
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان نښه یا لوګو

درېیو نړیوالو مرستندویه سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه.

د ناروې د کډوالو شورا نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغې شورا، د ماشومانو د خوندیتوب سازمان یا سېف د چلډرن او د پاملرنې موسسې په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو حکومت د بندیز په ځواب کې په ټول افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډوي.

دغه شورا زیاتوي چې د خپلو ښځینه کارکوونکو له مرستې پرته نه شي کولای په ګټوره توګه هغو ماشومانو، ښځو او نارینه وو ته چې مرستو ته اړ دي، لاسرسی ولري.

هغه مکتوب چې د شنبې په ورځ ناوخته د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت په کورنیو او نړۍوالو موسسو کې د ښځو د کار بندیز په اړه خپور کړ، په کې ویل شوي چې که نادولتي موسسې دا حکم عملي نه کړي، د فعالیت جواز به یې لغوه شي.

د طالبانو حکومت د هغو ښځو او نجونو پر کار بندیز ولګاوه چې په کورني او بهرني نادولتي موسسو کې دندې لري.

هغه مکتوب چې د شنبې په ورځ ناوخته د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت په کورنیو او نړۍوالو موسسو کې د ښځو د کار بندیز په اړه خپور کړ، په کې ویل شوي چې که نادولتي موسسې دا حکم عملي نه کړي، د فعالیت جواز به یې لغوه شي.

د طالبانو لخوا په کورنيو او نړیوالو موسسو کې د ښځو په کار کولو له بندیز وروسته غبرګونونه مخ په ډېرېدو دي.

ګڼ شمېر نړیوالو بنسټونو د طالبانو یاده پرېکړه وغندله.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، امریکايي چارواکو او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو ویلي چې د طالبانو دا پرېکړه به په افغانستان کې د بشري مرستو په رسولو کې منفي اغېزه ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG