د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

په ځینو ولایتونو کې د "الله اکبر" نارې؛ د لوګر د یو اوسېدونکي ادعا: طالبانو پر مونږ ډزې وکړې


"الله اکبر، تحصيل زموږ حق دی"؛ هرات کې د خلکو د نن شپې شعارونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:42 0:00

"الله اکبر، تحصيل زموږ حق دی"؛ هرات کې د خلکو د وړمې شپې شعارونه

تېره شپه د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکو د الله اکبر نارې په ويلو سره پر نجونو د لګول شويو بنديزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

یو کس د لوګر ولايت اوسېدونکى دى.

هغه نه غواړي چې د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي، وايي، تېره شپه د خپل کور بام ته پورته شو او په افغانستان کې يې له نجونو او ښځو د ملاتړ غږ پورته کړ.

دا کس ادعا کوي چې د طالبانو له خوا پر دوی ډزې وشوې.

هغه زیاته کړه: "موږ له بې سوادۍ او بدمرغۍ کرکه لرو. موږ غواړو چې سواد ولرو او زموږ نسل هم باسواد شي. زموږ په دې شعار کې ۲۵ نارینه او ۳۰ ښځې وې. طالبان راغلل او پر موږ یې برید وکړ. بلاخره موږ خپلو بامونو ته پورته شو او له هغه ځایه مو شعارونه ورکول. هغوی هلته هم پر موږ ډزې وکړې."

دى وايي چې د طالبانو له ګواښونو نه ډارېږي او طالبان نه شي کولای د ده غږ غلى کړي.

د غزني ولايت يوه لاريون کوونکې چې دا هم نه غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته وويل چې تېره شپه يې د خپل کور له بام څخه د «ښوونه هر چا ته، یا هیچا ته» شعار ورکړ.

هغه وايي: "موږ غوښتل چې خپل غږ ملت، حکومت او نړیوالې ټولنې ته ورسوو. دا اعتراض د شپې له اتو بجو څخه د شپې تر نهو بجو پورې و چې له نېکه مرغه زياتو خلکو په کې ګډون کړی و او هیله لرو چې دا مظاهره پراخه شي او غږ مو ټولو ته ورسېږي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو اعتراض کوونکو د ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وايه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړل کېدو تر اعلان وروسته لومړی لاريون په ننګرهار پوهنتون کې د "یا ټول، یا هېڅوک" په شعار سره پيل شو او په تېرو څو ورځو کې تر هرات، کندهار، کابل او تخار پورې ورسېد.

د راپورونو له مخې ګڼ شمېر لاريون کوونکي د طالبانو له خوا ووهل شول چې یو شمېر یې ژوبل شوي هم دي.

"الله اکبر، تحصيل زموږ حق دی"؛ هرات کې د خلکو د نن شپې شعارونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:42 0:00
طالبانو کندهار کې پر یو شمېر محصلینو ډزې یې کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:51 0:00
هرات کې لاریون کوونکو سره د طالبانو تاوتریخوالی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:02 0:00

د لاریون کوونکو په وینا، طالبانو د ۱۹۹۰ لسیزې محدویتونه یو ځل بیا په افغان مېرمنو باندې تکرار کړل او په خپل دې کار سره یې افغانستان او افغان مېرمنې نېږدې درې لسیزې په شا کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG