د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

امریکا: په افغانستان کې د بشري حقونو ښکاره او وحشتناکه نقض د ژورې اندېښنې وړه مسئله ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده ایالات به تر هغو له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې نه کړي، تر څو دوی له افغانانو سره په خپلو کړو ژمنو عمل نه وي کړی.

د طالبانوحکومت له لوری د حدودو جاري کولو پر وړاندې د نړیوال غبرګونونو دوام.

په تازه غبرګون کې د امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا ټینګار کړی چې له طالبانو سره هر ډول تعامل به د دوی له لوری د بشري حقونو په برخه کې کړنو ته په کتو ترسره کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس د افغانستان په وخت تېره شپه ناوخته خبریالانو ته وویل، دوی طالبانو ته په ډاګه ویلي، طالبان اړ دي چې له امریکا، په ځانګړي ډول افغانانو سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

خو پرایس ټینګار کوي چې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو کړنو ته په کتو، تر اوسه دوی نه دی توانېدلي چې دا غوښتنې پرځای کړي.

هغه زیاته کړه: "کوم تصویرونه چې موږ له افغانستانه وینو چې په هغې کې خلک په دورو وهل کېږي، په عام محضر کې مجازات کېږي، دا د بشري حقونو ښکاره او وحشتناکه نقض او زموږ لپاره د ژورې اندېښنې وړه مسئله ده. طالبان په دې کار سره د خپلې واکمنۍ لومړۍ دورې ته ستنېږي، هغه دوره چې هېڅ افغان نه غواړي هغې ته ستون شي، داسې یو افغانستان چې هېڅ فرصت، ثبات امنیت او هوساینه په کې موجود نه وه."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره په خپلو محدودو اړیکو کې د بشري حقونو مسئله په جدي توګه مطرح کوي او له خپلو متحدینو سره په پر دې مسئله په پراخو مشورو بوخت دي.

پرایس وایي، چې لاهم طالبان تر جدي بندیزونو لاندې دي او د ده په خبره، د امریکا متحده ایالات به تر هغو له دوی سره خپلې اړیکې پراخې نه کړي چې طالبانو له افغانانو سره په خپلو کړو ژمنو عمل نه وي کړی.

خو د طالبانو حکومت بیا ادعا کوي، چې د حدودو جاري کولو په برخه کې د دوی وروستي اقدامات د افغانانو غوښتنه ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې دوی د افغانانو بشري حقونو ته درناوی کړی او ټینګار کوي چې د طالبانو د حکومت له لوري به د حدودو جاري کول دوام ومومي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد وویل: "دا موضوع د اسلامي قوانینو برخه ده. موږ د نړۍ له هېوادونو غواړو چې اسلامي قوانینو ته درناوی ولري او د اسلامي قوانینو په اړه ناسم برداشت او ناسمې خبرې ونه کړي. د افغانستان اسلامي امارت اسلامي قوانین پلي کوي دا که پخوا وو او که اوس دي."

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو له پیله چې دا دی شپاړس میاشتې تېرېږي، د دوی حکومت د قوس میاشتې په ۱۶مه نېټه د لومړي ځل لپاره د قصاص او حدودو جاري کولو لړۍ له فراه ولایته پیل کړه او تر اوسه یې په ګڼو ولایتونو کې په بېلابېلو جرمونو لسګونه تورن کسان په درو وهلي دي.


طالبانو دا کار وروسته له هغه وکړ چې د دوی مشر ملا هبت الله اخندزاده خپلو قاضیانو ته امر وکړ چې د خاصو جرایمو په صورت کې حدود او قصاص عملي کړي.

ملا هبت الله اخندزاده
ملا هبت الله اخندزاده

د طالبانو دغو کړنو د کورنیو غبرګونو ترڅنګ، پراخ نړیوال غبرګونونه هم راوپارول.

د ملګرو متلونو عمومي منشي انټونیو ګوټریش او د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له لوري په عام محضر کې د تورنو کسانو مجازات کول ظالمانه او له وحشته ډک عمل بللی او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې.

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG