افغانستان
ايران د افغان نجونو لپاره بورسيې اعلان کړي دي
د ایران درېیو پوهنتونو د افغان نجونو لپاره د بورسیو اعلان کړی دی.
د ایران دولتي رسنیو پرون د دغه هېواد د علومو وزارت د سرپرست وحید حدادي اصل په حواله راپور ورکړی چې، د تهران الزهرا، د خراسان شمالي ولایت کوثر او د قُم حضرت معصومه پوهنتونونه چمتو دي چې افغان نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د حدادي اصل په خبره الزهرا پوهنتون دمګړۍ پنځوسو نجونو او حضرت معصومه پوهنتون د درېیو سوو افغان نجونو د منلو ژمنه کړې.
دغو پوهنتونو ویلي، که د لیلیې امکانات ورته ډېر شي د نورو افغان نجونو منلو ته هم چمتو دي.
ایران وروسته له هغه د افغان نجونو لپاره د حضوري او انلاین زدهکړو د زمینې د برابرولو ډاډ ورکړ چې طالبانو افغان محصلانې پوهنتون ته له تلو منع کړې.
په ایران سربېره امریکا، قطر، متحده عربي اماراتو او د نړۍ ځینو نورو هېوادونو هم افغان نجونو ته سلګونه بورسونه اعلان کړي.
نجونې بیا سره له دې چې له دې بورسیو هرکلی کوي خو اندېښمنې دي چې ښایي طالبان یې بهر ته د زده کړو لپاره پرېنږدي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان په ګڼو سیمو کې د سېلونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی
د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو د افغانستان په ګڼو سیمو کې د سختو سېلونو وړاندوینه کړې ده.
د اروپايي اتحادیې د هوا پېژندنې ادارې کوپرنیک خبرداری ورکړی چې نن (پنجشنبې) او سبا (جمعه) د افغانستان د ختیځ، جنوب او لویدیځ په ګڼو سیمو کې د شدیدو سېلونو د راوتلو احتمال شته.
د طالبانو چارواکو هم له خلکو غوښتي چې له پُلونو، سیندونو او ټیټو سیمو څخه لېرې پاتې شي.
د وړاندوینو له مخې، په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان په جنوب ختیځ کې سخت بارانونه او سېلابونه دوام وکړي. په پکتیا، پکتیکا او د غزني او زابل ځینې برخې به تر ټولو سخت سېلونه جاري شي.
د هرات، کندهار، فراه، او خوست په شان په جنوبي او لویدیځو سیمو کې د ورښتونو او ورپسې د منځنۍ کچې سېلونو د راوتلو اټکل شوی دی.
نیمروز، بادغیس، میدان وردک، پروان، کاپیسا، هلمند او ځینې نورې سیمې به د کم شدت له سېلونو سره مخامخ شي.
تر دې مخکې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د چهارشنبې او پنجشنبې د ورځو لپاره په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او سېلونو د احتمال وړاندوینه کړې وه.
د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې، د وروستیو سېلونو له امله لږ تر لږه ۴۸ کسان مړه شوي دي. درنو بارانونو نه یوازې د خلکو مرګ ژوبله زیاته کړې، بلکې بنسټیزو تاسیساتو او کرنیزو ځمکو ته یې هم درانه زیانونه اړولي دي.
د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ خبرې نن په دوهمه ورځ هم دوام لري
د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د چین په ارومچي کې خبرې، چې پرون ماښام بیل شوې وې، نن هم دوام کوي.
د رویټرز خبري اژانسد راپور له مخې، د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی نن وویل چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې په چین کې نن پنجشنبه هم دوام کوي.
په داسې حال کې چې دا خبرې روانې وې، طالبانو پاکستان تورن کړ چې د افغانستان پر خاوره یې د درنو وسلو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې یو تن وزل شوی او څو نور، چې اکثره ماشومان دي، ژوبل شوي دي.
چین تر اوسه د دې خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا مرستیال ولسمشر د ایران د جګړې په اړه له پاکستاني منځګړو سره په تماس کې و
رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د یوې " باخبره" سرچینې په حواله وویل چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس تر سه شنبې ورځې پورې د ایران د جګړې په تړاو له پاکستاني منځګړو سره په اړیکه کې و.
د دغې سرچینې په وینا چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ونس په ځانګړې توګه دغه پيغام انتقال کړی چې که د امریکا ځینې غوښتنې ومنل شي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند منلو ته چمتو دی.
ونس دغه پيغام هم لیږدولی چې که تهران هوکړه ونه کړي، پر زیربناوو به یې فشارونه زیات شي.
د سرچینې په باور، پاکستان هڅه کوي چې د ایران او امریکا ترمنځ روانه شخړه کې د منځګړي رول ولوبوي.
په افغانستان کې ۳۰ تنه په دورو ووهل شول
د طالبانو حکومت د چهارشنبې په ورځ ( د حمل ۱۲مه) په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰ تنه په دورو ووهل.
د طالبانو سترې محکمې ویلي چې دغه سزاګانې په ننګرهار، نیمروز، فرا او پکتیکا کې خلکو ته د دوی په ټکو ( نامشروع اړیکو، غلا او مور او پلار سره د بد چلند) په تور ورکړل شوي.
سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوشمېر دغه کسان په دوه کاله حبس هم محکوم شوي دي.
د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو دوام، تل د ملګرو ملتونو او بشري ادارو له نیوکو سره مخامخ شوی دی.
په تر ټولو تازه غبرګون کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل چې په افغانستان کې دغه ډول بدني سزاګانې د نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه ده.
د طالبانو حکومت بیا د خپلو دې کارونو ننګه کوي او د اسلامي شریعت د تطبیق هڅه یې بولي.
سیلابونو د افغانستان ډېره برخه ځپلې، لا هم د ورښت او سیلاب احتمال شته
د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو.ایف.پي) د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې سیلابونو د افغانستان ډیره برخه متاثره کړې او د خلکو ژوند یې ګډوډ کړی دی.
دغه پروګرام پر خپله ایکس لیکلي چې ژغورونکي ټیمونه یې د زیانمنو شویو اړتیاوې ارزوي.
تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د هوا پیژندنې ادارې ویلي و چې چهارشنبه او پنجشنبه د افغانستان په شلو ولایتونو کې د شړکنده باران او سیلابونو احتمال شته.
پیښو سره د مبارزې چارواکو ویلي، له تېرو څو ورځو راهیسې په سیلابونو کې لږ تر لږه ۴۸ تنه مړه شوي دي.
چین کې د سولې له خبرو سره همهاله، پاکستان نن ماښام پر کونړ بریدونه کړي
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون ویلي چې د چهارشنبې په ماښام پر کونړ د پاکستان په توپچي بریدونو کې ۱ ملکي کس وژل شوی او ۵ نور ټپيان شوي دي.
دغه تلویزیون پر خپله ایکس پاڼه د پيښې د قربانیانو انځورونه خپاره کړي او زیاته کړې ده چې ټپيانو کې ۴ یې ماشومان دي.
وړاندې راغلي چې برید چهارشنبه ماذدیګر په ځایي وخت ۴ بجې او ۵۰ دقیقې د سرکاڼو ولسوالۍ د ناواپاس دوه سرکې سره شوی دی.
پاکستان پنځه اونۍ وړاندې پر افغانستان د بریدونو دغه څپه پيل کړه.
د تاوتریخوالي د دوام راپورونه داسې مهال ورکول کیږي چې نړیوالو اژانسونو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د چین په منځګړیتوب د پاکستان او د طالبانو د حکومت استازي د چین په اورمچي کې د سولې خبرو ته ناست دي.
تراوسه د اورمچي د خبرو جزییات رسنیز شوي نه دي او دواړو خواوو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
په تیرو ۲۴ساعتونو کې وروښتونو ۶ کسان مړه او ۷ نور ټپیان کړي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي،" په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ټولو افغانستان کې د وروښتونو له کبله ۶ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي".
د دې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس یوسف حماد نن چهارشنبې په یوه ویډيو پیغام کې دغه تازه ارقام اعلان کړل.
بل پلو، د هوا پیژندې ادارې نن سهار په راتلونکو دریو ورځو کې د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو کې د سیلابونو د جاري کیدو خبرداری ورکړی.
همدارنګه دې ادارې نن چهارشنبې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د باران د وریدو اټکل هم کړی وو.
په ایجین سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې ۱۹افغان کډوال مړه شوي
په ایجین سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې ۱۹افغان کډوال مړه شوي دي.
د ترکیې د سمندري ځواکونو ګارد نن چهارشنبې وویل،"دغه افغان کډوال په یوې بادي کښتۍ سپاره وو چې ډوبه شوه".
په سیمه کې د ژوغورنکو ډلې ویلي،" له اوبو ۱۸جسدونه راوستل شوي او په کښتۍ کې ۲۱نور سپاره کسان ژوندي ژوغول شوي دي".
ویل کیږي چې یو کډوال نادرکه دی.
د ترکیې ساحلي ګارډ د کښتې د ډوبیدو علت د سمندر نامناسبه هوا او توپان یاد کړی.
د هوا پیژندنې ادارې راتلونکو دریو ورځو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د سیلابونو د راوتو اټکل کړی
د طالبانو په واک کې د هوا پیژندې ادارې په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په ډير شمیر ولایتونو کې د وروښتونو له کبله د سیلابونو د جارې کیدو خبر ورکړی.
دغې ادارې نن چهارشنبې د (حمل۱۲مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي، " په راتلونکو دریو ورځو کې د افغانستان په ډیرو سیمو کې د باران اندازه له لسو تر ۱۵ملي مترو پورې اټکل شوې ده".
د هوا پیژندنې ادارې له خلکو غوښتي چې سیندونو او سیلابي سیمو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
دا خبرداری په داسې حال کې دی چې نن د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې د باران د وریدو اټکل شوی دی.
د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې د وروښتونو اټکل شوی دی
د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې د وروښتونو اټکل شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست چهارشنبې د (حمل ۱۲مه) په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، غزنی، میدان وردک، دایکندی، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، پروان، لوګر، پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې د باران د وریدو اټکل کړی دی.
د باران کچه له لسو تر ۵۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
په بیان کې د سالنګونو په ګډون د افغانستان په غربي، جنوبي او جنوب خیتځ ولایتونو کې د سختو بادونو خبرداری هم ورکړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت وايي، د وروستیو وروښتونو او سیلابونو له کبله د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ۲۸کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان شوي وو.