د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

واشنګټن ایګزامینر: طالبانو د افغان ښځو پر وړاندې خپله ويجاړوونکې جګړه توده کړه


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

واشنګټن ایګزامینر خپرونه:

  • واشنګټن ایګزامینر خپرونې لیکلي، تېره اوونۍ طالبانو د افغان ښځو پر وړاندې خپله ویجاړوونکې جګړه توده کړه.

په مقاله کې راغلي، طالبانو پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ بندیز ولګاوه، په غیر دولتي ادارو کې يې ښځې له کاره منع کړې او د نجونو زده‌کړې يې له مخکې لا تر شپږم ټولګي پورې محدودې کړې وې.

مقالې یادونه کړې چې دې محدودیت په ټولو افغانانو کې یوه نوې لېوالتیا رامنځته کړه چې د طالبانو د دغو پرېکړو پر وړاندي اعتراض وکړي.

د مقالې د لیکوالې په باور طالبانو دغو غبرګونونو ته ځواب ووايه.

د بېلګې په توګه د هرات ولایت د لاریون یادونه شوې چې طالبانو پر ښځینه لاریون کوونکو اوبه او اوښلن ګاز وکاراوه.

همداراز په مقاله کې راغلي چې د افغانستان په کندهار ښار کې یوه ویډیو پر ټولنيزو رسنیو خپره شوه چې طالبان په داسې حال کې ډزې کوي چې افغانانو د زده کړو د بندیز پر ضد لاریون کړی.

وروسته لولو چې د ویډیو په یوه برخه کې ښکاري چې یو طالب یوه ښځه چې برقه یې پر سر ده، سخته وهي ډبوي.

د مقالې د لیکوالې په وینا، دا نوي ناوړه محدودیتونه اوس د شاوخوا ۱۸ ملیونه افغانانو پر ژوند اغېزه کوي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان د ارزونې له مخې په دغو کې ۶ ملیونه افغانان د قحطۍ پر څنډه ولاړ دي.

انډیپنډنټ ورځپاڼه:

  • د برېتانیا انډیپنډنټ ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده چې په افغانستان کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیزونو پر مهال ملګرو ملتونو خپل مهم پروګرامونه بند کړي دي.

انډیپنډنټ د ملګرو ملتونو د مرستو د څانګې مشر مارټین ګریفیتس او یو شمېر نورو مرستندویه ادارو د چارواکو خبرې راخیستي چې د چهارشنبې په ورځ هغوی په یوه ګډه اعلامیه کې خپرې کړې.

دوی په دې ګډه اعلامیه کې ویلي چې د ښځینه کارکوونکو د کمښت له امله خپل پروګرامونه په موقتي ډول بندوي.

انډپنډنټ ورځپاڼې د مقالې په دوام کې لیکلي چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د طالبانو د حکومت دا پرېکړه ښايي په افغانستان کې د دوی پر فعالیتونو او پلانونو ډېر اغېز وکړي.

ګریفیتس ویلي چې په بشري فعاليتونو کې د ښځو بنديز د ټولو افغانانو ژوند له تهدید سره مخامخ کوي.

هغه زیاته کړې چې دا مهال د ښځینه همکارانو د کمښت له امله اړ شوي چې په موقت ډول خپل یو شمېر مهم پروګرامونه ودروي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د شنبې په ورځ وویل چې دا پرېکړه ځکه شوې چې ښځو سم حجاب نه کاوه، دا هغه ادعا ده چې افغان ښځو رد کړې او ناسمه یې بللې ده.

لږ تر لږه څلورو لویو نړیوالو ادارو خپل فعالیتونه ځنډولي چې په‌کې د ماشومانو خونديتوب اداره، د ژغورنې نړیواله کمېټه، د ناروې د کډوالو شورا او د پاملرنې اداره شاملې دي چې د تعلیم، روغتیايي پاملرنې، دکوچنیانو د ساتنې او تغذیې په برخو کې یې کار کاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG