د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو تېره اوونۍ په ټول افغانستان کې ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو تېره اوونۍ په ټول افغانستان کې ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

انډپنډنټ:

انډپنډنټ مجلې په خپله اخري ګڼه کې پر دې موضوع یوه مقاله خپره کړې ده چې ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

په مقاله کې راغلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو وغوښتل چې په خپل رژیم کې د نجونو او ښځو بشپړ، برابر او معنی لرونکی ګډون عملي کړي او له طالبانو یې وغوښتل چې د ښځو د زده کړو په اړه "نه توجیه کېدونکی" فرمان بېرته واخلي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجراییه رییسې سیما بهوس د سې شنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۷مه نېټه وویل: "هغه فرمان چې د ډسمبر په ۲۴مه په ملي او نړیوالو نادولتي موسسو کې ښځې له کار کولو منع کوي، د ښځو له حقونو او بشردوستانه اصولو څخه یوه بله ښکاره سرغړونه ده."

دې زیاته کړه چې طالبانو په خپل هېواد کې په دې پرېکړه سره "ښځو او نجونو ته د زیان رسولو نوې لارې" موندلې ده.

طالبانو د شنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۴مه ښځې په نادولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې او د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ ناوخته یې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

دا په داسي حال کې ده چې د مقالې په لیکنه، د ملګرو ملتونو د مرستو مشر مارټین ګریفیټس تېره اونۍ امنیت شورا ته وویل چې د افغانستان لږ تر لږه ۹۷ سلنه نفوس په بې وزلۍ کې ژوند کوي او په درو کې دوې برخې نفوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

ډېلي مېل:

ډېلي مېل خپرونې د هغه روسي سرتېري د مړینې په اړه لیکلي چې له افغانستانه د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته په دې هېواد کې پاته شوی و.

مقالې د فرانس پرېس د راپور له قوله لیکلي چې چارواکو د چارشنبې په ورځ وویل، د شوروي هغه پخوانی سرتېری مړ شو چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته یې په افغانستان کې د پاتې کېدو پرېکړه کړې وه.

وروسته راغلي چې بقرالدین حکیموف، چې ویل کېدل عمر یې تر شپېتو کلونو څه زیات وو او د اسلام تر منلو وروسته په شیخ عبدالله مشهور وو، په هرات کې له ګازي بخارۍ د مسمومېدو په نتیجه کې مړ شو.

په مقاله کې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد یادونه هم شوې چې د عبدالله کورنۍ ته یې د هغه پر مړینه تسلیت ویلی دی.

عبدالله د شوروي پوځ د استخباراتو په څانګه کې یو افسر و. دې پوځ په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان له یرغل وروسته لس کاله دا هېواد اشغال کړ.

مقالې له فرانس پرېس سره په ۲۰۱۵م کال کې د عبدالله د مرکې له مخې لیکلي چې ده ویلي وو، کله چې دی سخت ټپي وو، د ده افغان دښمنانو دی وژغوره او د ده درملنه یې وکړه او له همدې کبله د خپل ژوند لپاره د افغانانو پوروړی دی.

د مقالې په وینا عبدالله په هرات کې په یوه موزیم کې کار کاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG