د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د افغان نجونو پر لوړو زده کړو بندیز؛ وردګ: ۱۳۰ استادانو اعتراض کړی او ۸۰ تنو استعفاوې کړي


د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو څو ورځې مخکې په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو څو ورځې مخکې په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

د طالبانو د حکومت لخوا د نجونو پر تحصیل تر بندیز وروسته د پوهنتونونو ګڼو استادانو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او ځینو یې استعفاوې هم وکړې.

د طالبانو حکومت له هغې پرېکړې وروسته چې نجونې یې له پوهنتونونو څخه منع کړې، تر دې دمه تر ۱۰۰ ډېرو استادانو د دې پرېکړې په وړاندې اعتراض او استعفاوې کړي.

دا استادان وايي، د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت دې بېرته هغه پرېکړه بېرته واخلي چې نجونې یې له پوهنتونونو څخه تر دویم امر پورې منع کړې دي.

د کابل پوهنتون مخکېنی استاد عبیدالله وردګ چې تر ټولو مخکې یې د طالبانو حکومت د پرېکړې خلاف استعفا وکړه، وايي، ده ته د رسېدلو معلوماتو له مخې تر ۱۰۰ ډېرو استادانو د طالبانو حکومت له پرېکړې سره خپل مخالفت اعلان کړی کړی خو دا ارقام د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت لا نه دي تایید کړي.

هغه وویل: "تر اوسه چې کوم معلومات موږ ته رسېدلي دي، ۱۳۰ استادانو عکس العمل ښودلی دی چې د دوی له ډلې څخه ۸۰ استادانو د اعتراض په ډول له خپلو دندو استعفاوې کړي او پاتې استادانو په ډله ییز ډول خپل اعتراض لیکونه د پوهنځيو له لوري اړوندو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو چارواکو ته سپارلي دي، ترڅو د خپلې پرېکړې په اړه بیا کتنه وکړي او بېرته یې واخلي."

وردګ وايي، که څه هم د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ده او نورو استادانو هغه غوښتنه چې نجونو ته دې د لوړو زده کړو اجازه ورکړل شي، تر دې دمه نه ده منل شوې، خو د خلکو له خوا یې د استعفا هرکلی شوی دی.

د کابل پوهنتون مخکېنی استاد عبیدالله وردګ
د کابل پوهنتون مخکېنی استاد عبیدالله وردګ

وردګ دغه شان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتونونو مشران په استادانو فشار راوړي چې غلي پاتې شي او عکس العمل ونه ښيي.

د کابل پولتخنیک پوهنتون استاد سکندر ځدراڼ چې له تېرو لسو کلونو راهیسې یې په دې پوهنتون کې استادي کوله، وايي ده او نورو استادانو په دې خاطر استعفاوې وکړې چې د نجونو پر مخ پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي، خو په وینا یې د طالبانو حکومت د استادانو له استعفا سره هم د دوی غوښتنه ونه منله.

ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل: "د استادانو په وس کې همدا مدني حرکتونه لکه اعتراضات، استعفاوې او داسې نور پوره دي. نور خو استادان وسله نه شي پورته کولای او د حکومت خلاف نه شي درېدلای. زموږ تمه حد اقل دا وه چې دا زموږ مدني حرکتونه به په حکومت تاثیر وکړي او حکومت او چارواکي به مجبور شي چې په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي."

خو ځدراڼ وايي، سره له دې چې د لوړو زده کړو وزارت خپله پرېکړه وانخیسته، ورسره یې له معترضو استادانو سره په دې اړه هېڅ خبرې ونه کړې او د پوهنتونونو ادارو ته یې امر وکړ چې معترض استادان منفک کړي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند د معترضو استادانو د شمېرو او د هغوی غوښتنې ته د پام نه کولو په اړه د ازادي راديو پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادونې ده چې د استادانو ترڅنګ نارینه محصلانو هم د ډېرو ولایتونو په پوهنتونونو کې د طالبانو حکومت له هغه پرېکړې سره چې نجونې یې له پوهنتون څخه منع کړې، مخالفت کړی او ځینو یې له درسي بهیر او ازموینو سره بایکاټ هم وکړ، خو له دې ټولو مخالفتونو سره هم د طالبانو حکومت د نجونو د زده کړو په برخه کې تر اوسه خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG