د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

ایران د تهران په پوهنتون کې د افغان محصلانو بورسونه پنځه برابره زیات کړي دي


د تهران پوهنتون
د تهران پوهنتون

د ایرنا اژانس د راپور له‌مخې سږکال د دې بورسونو لپاره د ایران حکومت شل میلیارډه تومان ځانګړي کړي دي.

د تهران پوهنتون رئیس سید محمد مقیمي وایي چې، د تهران پوهنتون په افغانستان کې له زده‌کړو د محرومو شویو نجونو منلو ته چمتو دی.

ښاغلي مقیمي د سې‌شنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، په پوهنتون کې د منلو شرط دا دی چې د افغان نجونو علمي سطحه او تحصلي سوابق د تهران د پوهنتون په کچه وي.

خو د تهران د پوهنتون دا اعلان د افغان نجونو لپاره ښایي هڅوونکی نه وي.

صوفیه زاهد یوه محصله ده چې د طالبانو له حکم وروسته اوس په کور ناسته ده.

که چېرته دغه شرایط په خپل هېواد کې دننه ټولو محصلینو ته برابر شي نو زما په نظر دا به ډېر ښه وي."

دې په ایران کې وروستیو سیاسي تحولاتو ته اشاره وکړه او ازادي راډیو ته یې وویل، ښه به دا وي چې د افغانستان دننه دوی ته د زده کړو زمینه برابره شي.

نوموړې وويل: "پوهنتون هغه مرحله ده چې د انسان ذهن په‌کې جوړیږي. له پوهنتونه وروسته موږ کولی شو چې ماسټري او پي‌ایچ‌ډي ته په سکالرشیپونو ولاړ شو. که چېرته دغه شرایط په خپل هېواد کې دننه ټولو محصلینو ته برابر شي نو زما په نظر دا به ډېر ښه وي."

د جرمني د ډي‌پي‌اې اژانس په باور د اوس لپاره څلور سوه اویا افغان محصلان په تهران پوهنتون کې زده کړه کوي چې له څلورو څخه یې یوه برخه نجونې دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تېره میلادي میاشت دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ تر ثاني امر پورې بندیز ولګاوه.

پر دې پرېکړې نړیوالو او د افغانستان دننه خلکو سخت غبرګون څرګند کړ.

يو شمېر افغان محصلانې
يو شمېر افغان محصلانې

بل لور ته د برېتانیا تر شلو د ډېرو پوهنتونونو مسولانو ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم به تر بندیز پورې د برېتانیا د ډیجتال رونیز شریکت«فیوچر لرن» له لارې په افغانستان کې افغان ښځینه محصلانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړي.

د برېتانیا د رسنیو د راپورونو له‌مخې افغان نجونې او مېرمنې کولی شي چې ان لاین په څه باندې یو زره دوه سوه رونیزو دورو کې برخه واخلي.

د برېتانیا له دېرشو مهمو پوهنتونونو څخه شپږ ویشت یې د فیوچر لرن شرکت له شریکانو څخه دي.

دا شرکت په دوه زره دولسم کال کې د پرانیستي پوهنتون له لورې تاسیس شو چې د نړۍ په دوه سوه معتبرو پوهنتونونو کې له څلورو یوه برخه زده کړې وړاندې کوي.

د تهران پوهنتون بیا وروسته تر دې د ښځینه افغان محصلینو د منلو خبر ورکړ چې یو شمېر ایراني چارواکو په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر ځنډېدو خواشيني څرګنده کړه.

د ننګرهار د طب پوهنځي محصلانې چې د طالبانو له لوري د نجونو د تحصيل ځنډېدو د پرېکړې غبرګون کې يې لاريون وکړ.
د ننګرهار د طب پوهنځي محصلانې چې د طالبانو له لوري د نجونو د تحصيل ځنډېدو د پرېکړې غبرګون کې يې لاريون وکړ.

قمر نیازۍ چې د زده کړو د برخې فعاله ده، د تهران د پوهنتون د اعلان په اړه وایي: "د نجونو سفرونه دي، یا د ښځینه‌و سفر دی چې له محرم پرته د نظام له خوا بندیز پرې لګېدلی دی. نو که یوه نجلۍ تهران ته د زده کړو لپاره ولاړه شي څوک به یې تر هغه ځایه وړي، ټول خو وروڼه نه‌لري، ټول خو پلرونه نه‌لري. ډېرې نجونې شته چې خپله د خپل کور لپاره نفقه پیدا کوي. یو وخت کار کوي، یو وخت پوهنتون وایي. هغه کار هم پرې ودرېد، هغه پوهنتون هم پرې ودرېد که دا تهران ته د زده کړې لپاره ولاړه شي دلته به یې کورنۍ څرنګه شي."

ایران په داسې حال کې افغان نجونو ته د لوړو زده کړو وړاندیز کوي چې د راپورونو له‌مخې په تېرو کلونو کې د ایران په ښوونځیو کې د افغان کډوالو پر زده کړو محدودیتونه لګیدلي و.

ایران د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی او وخت په وخت په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د بد چلند راپورونه خپریږي.

وروسته تر دې چې دوه ویشت کلنه ایرانۍ مهسا امیني د اسلامي حجاب د نه رعایتېدو په تور د ایران د پولیسو په توقیف کې د سپتمبر په شپاړسمه ووژل شوه، د ایران په بېلابېلو ښارونو کې په پراخو اعتراضونو کې نجونو او ښځو برخه واخیسته.

ایراني چارواکي د دې معترضانو د ځپلو په خاطر د نړیوالې ټولنې له سختو نیوکو سره مخامخ شول.

XS
SM
MD
LG