د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

امريکا: د طالبانو له لوري پر ښځو د کاري بنديز حکم څېړو


کابل کې يو شمېر مېرمنې د طالبانو د وروستيو پرېکړو په غبرګون کې د لاريون پر مهال
کابل کې يو شمېر مېرمنې د طالبانو د وروستيو پرېکړو په غبرګون کې د لاريون پر مهال

له زده‌کړو او کاره د نجونو او ښځو د راګرځولو په اړه د غبرګونونو په دوام، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو په کار د بندیز حکم څېړي.

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس په یو خبري کنفرانس کې وویل: "موږ د دې حکم اغېزې څېړو. له افغانستان سره د ستر بشري مرسته کوونکي هېواد په توګه موږ پر داسې لارو چارو غور کوو چې پر مټ یې وکولی شو یو پیاوړی او اصولي دریځ خپل کړو. په ورته وخت کې هڅه کوو چې د طالبانو له لوري په دې ناوړه رامنځته شوي چاپیریال کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسو."

نېډ پرايس
نېډ پرايس

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د بریتانیې شازدافیر ویلي، طالبانو په خپلې دې پرېکړې سره د هېواد د نیمايي وګړو، میلیونونو خلکو او د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي.

هوګو شارتر په خپل ټویټر دا د افغانستان لپاره لویه تراژیدي بللې ده او لیکلي دي چې افغانستان د نړۍ یوازېنی هېواد دی چې ښځې او نجونې په‌کې له منځنیو او لوړو زده کړو منع شوي او په دولتي او نادولتي ادارو کې پرې د کار بندیز دی.

خو نوموړي لیکلي دي، چې یو شمېر طالب مشرانو ورته په خصوصي توګه ویلي چې پر افغان مېرمنو د محدودیتونو له پراخولو سره موافق نه‌دي.

ملګري ملتونه په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د ساتلو لپاره کار کوي

دی ټینګار کوي چې طالبانو له ښځو او نجونو د تعلیم او کار د لومړنیو حقونو په اخیستو سره،‌ د هېواد د نیمايي وګړو، د میلیونونو خلکو او د هېواد راتلونکی له خطر سره مخامخوي.

نوموړي غوښتنه کړې ده، چې نړۍ باید د ښځو د حقونو لپاره لا نور ګامونه هم واخلي.

ښاغلي شارتر لیکلی دي: "ملګري ملتونه په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د ساتلو لپاره کار کوي او د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د بشري حقونو په برخه کې د شته اندېښنو په اړه مهم راپورونه خپروي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره هم د ورته معیارونو او د دغه هېواد د نړیوالو مسولیتونو له‌مخې چلند کېږي."

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا بنسټ ویلي دي، چې له مرسته رسونکو مؤسسو سره د کارکونکو ښځو له کاره په راګرځولو سره طالبانو د افغانستان نیمايي وګړو ته د مرستو رسول ځنډولي دي، هغه مرستې چې له ترلاسه کولو پرته يې ژوند ناممکن دی.

دغه بنسټ په خپل ټویټر لیکلي، د طالبانو دا پرېکړه پر ښځو د دوی په مشارکت ازادۍ او غږ یو شدید برید دی.

"هغه څه چې په افغانستان کې د اسلام په نامه کېږي د اسلام پر ضد دي

په همدې حال کې د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي دي، چې پر افغان مېرمنو د طالبانو له‌خوا لګول شوي محدودیتونه سیاسي اقدام دی او دیني اړخ نه‌لري.

مېرمن امیري د امریکا غږ ډیوه راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې، یو وار بیا له افغان مېرمنو او نجونو سره د متحده ایالاتو په ملاتړ ټینګار کړی دی.

نوموړې ویلي، د طالبانو د ادعاو خلاف د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو ویلي دي "هغه څه چې په افغانستان کې د اسلام په نامه کېږي د اسلام پر ضد دي او د طالبانو دا کړنې په ټولو ځایونو کې د اسلام تصویر ته زیان رسوي."

رينا اميري
رينا اميري

طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنېدو له پیل راهیسې پر افغان مېرمنو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو په لومړنیو زده‌کړو بندیز، د نجونو په وړاندې د پوهنتونونو دروازو تړل، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز، ورزشي او تفریحي پارکونو او عمومي حمامونو ته د مېرمنو د ورتګ مخنیوی او دغه شان له شرعي محرم پرته په لرې واټن سفر او اجباري حجاب هغه محدودیتونه دي چې طالبانو پر افغان مېرمنو وضع کړي دي.

د افغان نجونو او ښځو په وړاندې د طالبانو دا پرېکړې په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي او د متحده‌ایالاتو په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو ویلي دي چې، د طالبانو دا اقدامات به ناوړه پایلې ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG