د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

سمنټا پاور: ۱۱.۶ میلیونه افغان مېرمنې بشري حیاتي مرستې نه‌شي ترلاسه کولای


د متحده ایلاتو د پرمختیايي ادارې مشره سمنټا پاور
د متحده ایلاتو د پرمختیايي ادارې مشره سمنټا پاور

د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې یا 'یو ایس آی ډي' مشره سمنټا پاور وايي، په ملي او نړیوالو نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د بندیز په اړه د طالبانو له پرېکړې وروسته اوسمهال په افغانستان کې ۱۱.۶ میلیونه مېرمنې او نجونې حیاتي بشري مرستې نه‌شي ترلاسه کولای.

په ملي او نړیوالو نا دولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار د بندیز په اړه د طالبانو په پرېکړه د اندېښنو دوام.

د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې مشره سمنټا پاور وايي، د طالبانو له دې پرېکړې وروسته اوسمهال په افغانستان کې ۱۱.۶ میلیونه مېرمنې او نجونې بشري حیاتي مرستې نه‌شي ترلاسه کولای.

سمنټا په یو بیان کې چې نن خپور شوی ویلي دي دا تر ټولو ستر بشري ناورین دی چې د افغانستان له سختو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې د نیمايي وګړو ونډه له‌منځه یوړل شي.

نوموړې د طالبانو دا پرېکړه غندلې، خطرناکه‌يې بللې او د فسخه کېدو غوښتنه‌يې کړې ده.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په خپل ټویټر لیکلي دي، په کوم ډول چې ښځینه مرسته رسوونکې اړمنو کورنیو ته مرستې رسوي، نارینه همکاران‌يې دا کار نه‌شي کولای.

اوچا ویلي: "په کوم ډول چې ښځینه مرسته رسوونکې اړمنو کورنیو ته مرستې رسوي او هغوی ته په وخت ځان رسوي، نارینه همکاران‌یې دا کار نه‌شي کولای دا مېرمنې د خلکو ژوند ژغوري، د دوی دا کار باید دوام پیدا کړي."

په ورته وخت کې، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونېسف ادارې ویلي دي چې په افغانستان کې د یونېسف له‌خوا د بشري مرستو په رسولو کې د ښځینه کارکوونکو رول مهم دی.

دغه ادارې په خپل ټویټر لیکلي دي: "دوی 'مېرمنې' د خلکو ژوند ژغوري، ښځې ښوونکې دي، د خوړو په برخه کې تخصص لري، دوی د مرستې رسونې د ډلو مشري کوي، دوی په روغتیايي برخه کې کار کوي، واکسینونه کوي، د ټولنیزو ډلو او موسسو مشري کوي، د مرستو رسولو په برخه کې باید د دوی ونډه دوام ومومي."

د طالبانو حکومت د ښځو په وړاندې د محدودیتونو په دوام د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۴مه په ټولو نادولتي ادارو کې د مېرمنو په کار بندیز ولګاوه، او ویې‌ویل که کومه اداره د دوی دغه پرېکړه ونه‌مني د کار جواز به‌يې لغوه شي.

د اسلامي حجاب نه‌رعایت، د دې پرېکړې عمده دلیل ګڼل شوی، خو افغان ښځو له وړاندې هم په کاري محیط کې حجاب رعایت کاوه او ګڼ کسان دا د طالبانو تشه پلمه بولي.

د طالبانو دا پرېکړه که څه هم په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل او د غندلو دا لړۍ لا هم روانه ده، خو د طالبانو حکومت په پرېکړه‌يې هېڅ اغېز نه‌دی کړی.

تېره اوونۍ د طالبانو له دې پرېکړې وروسته په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي و چې دې سره به په دې هېواد کې د بشري مرستو بهیر ټکنی شي.

طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې د نجونو په وړاندې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې، د دې ترڅنګ‌يې په وروستي اقدام کې نجونې پوهنتونونو ته له تګ هم منع کړې.

په فراه کې د نجونو یو تړل شوی ښوونځی
په فراه کې د نجونو یو تړل شوی ښوونځی

طالبانو دغه‌شان مېرمنې تفرېحي پارکونو، ورزشي سټدیومونو، عمومي حمامونو ته له ورتګ منع کړي او له شرعي محرم پرته‌يې د مېرمنو په سفر هم کلک بندیز لګولی دی.

پر طالبانو انتقادونه کېږي چې بېرته د وخت په تېرېدو سره د خپل لومړۍ دورې محدودیتونو ته‌یې مخه کړې ده چې هغه وخت هم نجونو د تعلیم او تحصیل، دغه‌راز ښځو د کار کولو اجازه نه‌درلوده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG